ساینس او ټیکنالوژي کلتور او هنر

د سامسونګ نوي ځیرک ساعتونه

سامسونګ شرکت د ځینو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ ز کال نوی تولید، چې ځیرک ګلکسي اکټیو ساعتونه او د روغتیا معلومولو لاس بندونه دي، معرفي کړل.

دغه مراسم په اصل کې د ګلکسي لس موبایلونو د معرفي لپاره ځانګړي شوي وو، چې ترڅنګ یې خپل دغه نوي تولیدات، چې کېدای شي سږ کال ډېر زیات پېرودونکي ولري، هم خپلو مینوالو ته وړاندې کړل.

ګلکسي اکټیو ځیرک ساعتونه چې ډېر چټک او په لوړه ټکنالوژۍ سمبال دي، تر ډېره به د ورزشي فعالیتونو لپاره ترې کار واخیستل شي.

د دغو ځیرکو ساعتونو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې په خورا دقت د انسان د وینې فشار او د زړه ضربان معلومولی او حسابولی شي.

دغه ځیرک ساعتونه لږ تر لږه څلور ګېګا بایټه داخلي حافظه او د دې تر څنګ پر بلوتوت، وای فای او جي پي اېس هم سمبال دي.

له دې ټولو سره سره، دغه ځیرک ساعتونه ۱.۱ اېنچه مخ پاڼه، ۳۶۰ په ۳۶۰ پیکسله کې رزولوشن او ۲۳۰ میلي امپيره بېټرۍ لري.

سامسونګ شرکت د خپل دغه تولید لپاره ۲۰۰ امریکایي ډالره بیه ټاکلې ده، چې د لومړي ځل لپاره به یې پلور د مارچ په میاشت کې د امریکا په متحده ایالتونو کې پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.