بریا او پرمختګ ساینس او ټیکنالوژي

داسې ماشین چې انسان له یوازې والي ژغوري او مینه ورکوي

داسې یو ربوټ (ماشین) جوړ شوي چې کولی شي په یوازيوالي کې مو ملګری شي او مینه درکړي.

یوه چاپانۍ کمپنۍ وایي دا ماشین یې د یوازي والي د لري کولو او د میني زیاتولو په خاطر جوړ کړی دی.

که چېرته د یوازې والي ښکار شوي یاست یا تاسو فکر کوئ چې د هېچا سره نه شئ پاتې کېدلی نو په داسې وخت کې د کوم انسان ملګرتیا او یا هسې بېځایه ځناورو د پاللو کومه اړتیا به نه وي ځکه نوې ټکنالوژي (ملګري ربوټ) درته درپېژني.

د خلیج ټايمز د رپوټ له مخې، جاپانۍ ټکنالوژۍ کمپنۍ ګرو ایکس وړمه ورځ په ټوکیو کې داسې یو ربوټ معرفي کړی چې د کور د کارونو پر ځای به د انسان په ذهن، جذباتو او احساساتو باندې کار کوي.

دا بورټ د مصنوعي ذهانت (Artificial intelligence) څخه جوړ شوی چې د کمپنۍ لخوا ورته د (دی لووټ) نوم ورکړل شوی، چې د میني او روبوټ یوه مجموعه ده.

دغه (ملګری روبوټ) کولی شي خلکو ته بېرته عکس العمل وښيي او کاروونکي یې هم کولی شي د دغه ماشین سره خپل احساسات شریک کړي.

په دې ماشین کې د ګوتې نښان ځای، کیمره او ۶ سترګې او دسپلي شامله ده، چې ډیزاین یې د یوه پنګوین په څېر شوی دی.

د کمپنۍ د معلوماتو له مخې، یاد ربوټ کولی شي استعمالوونکي له ذهني فشار څخه وباسي او زیاتوي استعمالوونکي کولی شي غاړه هم ورکړي.

په ربوټ کې لګېدلو کمرو په واسطه والدین ته ممکنه ده چې د خپلي ځيرک موبایل له لارې د خپلو ماشومانو د لوبو څارنه هم وکړي.

کمپنۍ وایي، دداسې روبوټ له جوړولو یې هدف په انسانانو کې د میني او محبت زیاتوالی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی