ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

په مسینجر کې نوی، خو ګټور اپشن اضافه شو

د ټولنیزې رسنیو مشهوره ویب پاڼه فیسبوک په خپل مسینجر یا پيغام لیږونکې کې د [ان سینډ(Unsend)] یا د پيغام د راواپس کولو اختیار هم د خپلو استعمالوونکې په لاس کې ورکړ.

د دغه اپشن په واسطه به د مسینجر استعمالوونکي په غلطۍ سره لیږل شوی میسج یا تصویر په داخل د لس دقیقو کې بېرته ډېليت کولی شي.

رپوټ وایي دغه اپشن به د فیسبوک په راتلوونکي اپډیټ ورژن کې اضافه شي.

د یادولو ده چې د فیسبوک په نورو اپلیکشنونو انسټاګرام او وټس اپ کې دغه ډول اختیار لا له وړاندې استعمالوونکو ته ورکول شوی و چې په ځانګړي وخت کې کولی شي خپل لېږل شوي پیغامات بېرته واپس کړي خو مسینجر کې تر اوسه داسې نشول کېدلی.

اوس په فیسبوک کې د پيغام د ډیلیټ کولو یو ډېر کمزوری اپشن شته چې استعمالوونکي کولی شي پيغام ډیلیټ کړي خو یوازې د خپل طرف څخه ډېليټ کیږي لیږل شوي تن سره پیغامونه په خپل حال پاتې کیږي.
همدا لامل وه چې د فیسبوک استعمالوونکو له لوري دا غوښتنه له ډېر وخته کېده تر څو په مسینجر کې دې ورته د ان سیند اپشن اضافه شي.

باید روښانه شي، چې روان کال په شروع کې په دغه تړاوو خبرې خپرې شوې وې چې د فیسبوک د جوړونکي مارک زوکربرګ فیسبوک اکونټ کې د پيغامونو د ډېلېټ کېدو پټ اپشن موجود دی، خو اوس فیسبوک خپل ټولو استعمالوونکو ته دغه اختیار په واک کې ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی