ټولنیز ژوند روغه سټه

له منفي فکرونو، د ځان ساتلو لپاره داسې وکړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

یو شمېر خلک داسې دي چې تل د نورو او ځان په اړه منفي فکر کوي، دا کار له زیان پرته بله هیڅ پایله نه لري.
که تاسو هم له داسې ستونزې سره مخ یاست نو راځي دا لارښونې عملي کړئ:

۱- ځان بوخت یا مصروف کړئ
دا یوه یوه غوره ده چې له منفي افکارو څخه د ځان ساتلو لپاره په یو داسې کار مصروف شئ چې د خوښۍ احساس درکوي.
همدا رنګه له منفي فکرونو او سوچونو څخه د خلاصون لپاره کوښښ وکړئ چې په ورزش او یاهم کوم بل داسې یو کار ځانونه مشغول کړئ چې تاسې ته خوښي دربخښي او ستاسې توجه بل پلو ته اړوي.

۲- د غوره شيانو په اړه فکر وکړئ
که څه هم چې د ژوندانه د ستونزو او ننگونو له کبله ګرانه ده چې انسان تل مثبت اوسي خو تجربو ښودلې چې مثبت فکر کول له خلکو سره مرسته کوي چې ژوند يې ترهغو خوندور او آسانه وي، چې منفي فکر لري.

روغتیا پالان وايي چې ماشومان له منفي افکارو څخه د ساتلو په موخه بايد تاسې له هغو سره ښې اړيکې ولرئ.

د ماشومانو توجو مثبتو شيانو ته راجلبول، هغوي ته سالمه روزنه ورکول هغه څه دي چې په يوه کورنۍ کې د منفي فکرونو د خپرېدو مخه ډب کوي.

هغه څه چې تاسې یې په اړه فکر کوئ په اصل کې هماغه څه دي چې یې لاسته هم راوړئ، یعني که منفې فکر وکړئ، نو نتیجه به یې هم منفي وي، او که چیرې برعکس مثبت فکر ولرئ، نو هرومرو به مثبته ترلاس کړئ.

۳- احساسات مو له ځان سره وليکئ
که غواړئ چې له منفي سوچونو څخه ځانونه وژغورئ نو کوښښ وکړئ چې په اوونۍ کې لږترلږه درې ځله د خپلو منفي احساساتو په اړه ليکل وکړئ، چې دا چاره به ستاسې لپاره ښه تمامه شي.
په کاغذ ليکل مانا دا چې تاسې دغه منفي فکرونه منئ، ځکه په کاغذ د خپلو خيالاتو او فکرونو ليکل پدې دلالت کوي چې تاسې د نوموړي شي شتون ومنلو، او د حل لپاره یې اراده لرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي