سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نوروز منګل د ملي لوبډلې مرستیال رزونکی شو

دد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او په وروستیو دوه کلونو کې د افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو غواروي ډلګۍ مشر نوروز منګل د کرکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه وګمارل شو.

نوروز منګل څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د نوي مشر عزیز الله فضلي لخوا له خپلې پخوانۍ دندې څخه ګوښه شو، خو اوس نوموړی بیرته د کرکټ ملي لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په توګه یو ځای شو.

د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني لوبغاړي په ۲۰۱۶ م کال کې د ایرلینډ خلاف د ډیزرټ کپ نوم سیالیو پای لوبه کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ او له څه مودې وروسته د افغان کرکټ بورډ د هغه وخت مشر شکر الله عاطف مشعل لخوا د لوبغاړو د غوراوي کمېټې یا ډلګۍ د مشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د ادارې په رهبرۍ کې د بدلون وروسته نوي مشر عزیز الله فضلي د رسمي پیژندنې غونډه کې د یو شمیر بدلونونو خبر ورکړ، چې لمړی په نوروز منګل سترګې ښخې کړې او نوموړی یې له خپلې پخوانۍ مهمې دندې څخه ګوښه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نوروز منګل به له دې وروسته د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي ویسټ انډیزي پیل سیمونز په شتون کې د مرستیال روزونکي په حیث دنده ترسره کړي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې سره کوم مرستیال روزونکی نه و مل.

د یادونې ده، چې د افغان کرکټ بورډ لخوا د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لپاره د نوروز منګل پرځای د کورني کرکټ پخوانی مشر دولت احمدزی سره د دوه نورو مرستیالانو د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي پاچا حسین او د ملي لوبډلې سره مل ویډیو انالیست اسد الله خان سره یو ځای د نویو غړیو په توګه ټاکل شوي دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی