سیاست کلتور او هنر له نړۍ

ټولنیزې رسنۍ؛ هغه نوې وسله، چې فلسطین پرې اسراییل ماتوي !

لیکنه: ياران

لیکنه: بشر دروېش

د نړۍ ۲۰ مشهورو هنرمندانو په اسراییلو کې د موسیقۍ له یوه مشهور فستیوال سره بایکاټ وکړ.

د متئوراسراییل په نوم د سندرو دا فستیوال په لوړه کچه هرکال ترسره کیږي، چې د نړۍ له مختلفو برخو خاص او د حساب وړ هنرمندان وربلل کیږي.

لانا دل ري څه وایي؟
لانا دل ري د امریکا یوه مشهوره سندرغاړې او کمپوز جوړونکې ده. هغې د سپتمبر له شپږمې تر اتمې په جوړیدونکې دغه مشهور هنري فستیوال کې د خپل نه ګډون اعلان کړی.

دغې سندرغاړې ویلي، چې په دې فستیوال کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو شلو نورو مشهورو سندرغاړو هم له دې سره یو ځای د نه ګډون پریکړه کړې.

لاننا دل ري د اسراییلو په دغه ترسره کیدونکي هنري فستیوال کې له ترټولو مهمو ګډونوالو څخه اعلان شوې وه. خو هغې له فلسطینانو سره د خواخوږۍ په دود د فستیوال ملا ماته کړه.

لانا دل ري وایي پرفلسطینیانو د اسراییلو زور زیاتي ورته اجازه ورنه کړه، چې دغو خلکو ته سندرې ووایي.

دا مشهوره امریکایي سندرغاړې وایي، اسراییلیان به هغه مهال په مخامخ ډول د دې له کنسرته خوند واخلي، چې فلسطینیان هم په یوه کنسرت کې ورسره یو ځای ناست وي.

د (BDS) لاسته راوړنه
(BDS) د هغه غورځنګ نوم دی، چې له ۲۰۰۵ راهیسې پر اسراییلو د نړیوالو بندیزونو د رامنځته کولو په نیت رامنځته شوی.

یاد شوي غورځنګ له اسراییلي فستیوال سره د مشهورو هنرمندانو دا پریکون خپله یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼلې.

دغه غورځنګ وایي، هڅې به یې لا پراخې شي څو د اسراییلو له نا انساني سیاستونو او عملونو سره د ټولې نړۍ په کچه نوي نسلونه سم وپوهوي او پر وړاندې یې ودروي.

(BDS) غورځنګ پر دې هڅو بسنه نه کوي؛ دوی وایي په مختلفو برخو کې فعال دي او هڅه کوي چې په اقتصادي، سوداګریزه، علمي، پوهنتوني او فرهنګي برخو کې اسراییلیان تر نړیوالو فشارونو لاندې راولي.

د غورځنګ فعالانو ویلي، چې د دغه لوی اسراییلي فستیوال د ناکامولو لپاره یې له ګڼو بلل شویو هنرمندانو سره اړیکې نیولي او په فستیوال کې نه ګډون ته یې هڅولي.

د یاد شوي غورځنګ یوه هڅه دا ده، چې د ۱۹۶۷ د جګړو پرمهال د اسراییلو لخوا له میلیونونه فلسطینیانو د دوی نیول شویو سیمو ته د هغوی د بیرته ورګرځیدو حق حاصل کړي.

د ټولنیزو شبکو فشار
(BDS) غورځنګ دا هم ویلي، چې د اسراییلي فستیوال د ناکامولو لپاره یې د ټولنیزو شبکو له لارې د فستیوال پر ګډونوالو هنري څېرو سخت فشار راوستی.

د دوی په وینا یوه لویه برخه نړیوال سندرغاړي یې په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضیه لیکنو په وسیله اړویستي، چې په دې فستیوال کې برخه وانخلي.

د ناتالی پورتمن په نوم مشهوره اسراییلي ـ امریکایي سېنماګره او په لرد مشهوره نیوزیلینډۍ سندرغاړې هغه کسان دي، چې د ټولنیزو شبکو پر اکونټونو یې د زیاتو معترضو تبصرو له کبله د اسراییلو په کلني هنري فستیوال کې له ګډونه لاس په سرشول.

د اسراییلو غبرګون
اسراییلو د یاد شوي معترض غورځنګ هدف د اسراییلو نابودي ګڼلې او ویلي، چې دا غورځنګ له هرې ممکنې لارې د اسراییلیانو ژوند، فرهنګ او ارزښتونو ته صدمه رسوي.

اسراییلو ګواښ کړی، چې دوی به هم له هرې ممکنې لارې د یاد شوي غورځنګ د ځپونکو هڅو مقابله کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران