ټولنیز ژوند زده کړې

څنګه کولی شو، چې هره ورځ نوي څه زده کړو؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ډېری کسان فکر کوي چې زده کړه او مالومات يوازې د ښوونځينو او پوهنتونونو د زده کوونکو او محصلينو لپاره دي. دوی فکر کوي هغه څيزونه چې د دوی په ژوندانه مستقيم اغېز نلري، په اړه يې مالومات لرل مناسب نه دي. هغوی داسې انګېري چې د مطالبو د زده کړې لپاره وخت نلري او د دې په پرتله نور مهم کارونه لري چې بايد ترسره يې کړي.

خو ډېر دلايل د دې لپاره شته چې په ورځ کې د يو نوي مطالبو زده کول ډېره ګټه لري. موږ انسانان طبيعتا داسې جوړښت لرو چې تل د نويو مالوماتو د زده کولو په هڅه کې يو.

په دې ليکنه کې به تاسو ته نويو مالوماتو د زده کړې په اړه ځينې لارښوونې ولرو:

– د مختلفو موضوعاتو په اړه مالومات لرل مو په يو مسلکي او تخصصي شخص اړوي.

ـ د تازه او نويو مالوماتو لرل مو تل چمتو ساتي چې په نورو برخو کې په راحتۍ او اسانۍ سره کار وکړو.

ـ په مختلفو برخو کې مالومات لرل موږ سره مرسته کوي چې تل نوښتونه او ابتکارات ولرو.

– نويو مالوماتو ته لاسرسی زموږ شخصيت پياوړی کوي او موږ ته دا احساس راکوي چې د نورو په اړه ښه احساس ولرو او په اړه يې مثبت فکر وکړو.

– د مختلفو موضوعاتو په اړه مالومات لرل مو پر نفس اعتماد لوړوي.

– د ورځينيو نويو مالوماتو لوستل مو ذهن فعال ساتي.

ـ ورځينۍ مطالعه مو ژوند ارزښتمن کوي.

ايا دا مو خوښېږي چې کله مو که کوم ملګری له تاسو څخه وپوښتي چې نن دې څه نوي زده کړي دي او ستاسو ځواب ورته ( هېڅ ) وي؟ د همدې ليکنې په دوام کې به تاسو ته داسې لارښوونې وشي چې درسره مرسته وکړي هره ورځ نوي څه زده کړئ.

پړاوونه:

۱) له انټرنېټ څخه ګټه پورته کړئ، انټرنېټ د تازه او موثقو مالوماتو سرچينه ده. د ګوګل، ياهو، MSN او نورو پلټنځايونو څخه د نويو او په زړه پورې مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړئ.

۲) يوه لغت زېرمه او يا هم يو دايره المعارف بايد د مطالعې لپاره له ځان سره ولرئ او تل يې په فرصت کې مطالعه کړئ.

۳) د فرصت په پيدا کولو له ښوونکو او پوهو ملګرو څخه هيله وکړئ چې د يوې موضوع په اړه درته مالومات بیان کړي او خپلې تجربې درسره شريکې کړي.

۴) علمي سفرونه وکړئ، د په زړه پورې او تاريخي سيمو څخه له نږې دې ليدنه وکړئ او په اړه يې مالومات ولولئ.

۵) زده کړنيزو او د وينادويۍ سيمينارونو کې برخه واخلئ، پرته له شکه چې دا هم د مالوماتو د ترلاسه کولو غوره يوه لار ده.

۶) د ټلويزون زده کړنيزې خپرونې وګورئ. د National Geography او Animal Planet او يا هم نورې د خوښې وړ مالوماتي چينلونه مه هېروئ.

۷) مطالعه وکړئ!!! مهمه نه ده چې څه، فقط مطالعه وکړئ. د سفر پر مهال، په موټر، رېل پټلۍ، الوتکې او بېړۍ کې مطالعه کول ځان ته خوند او ذوق لري.

۸) د ويکي پېډيا سايټ څخه ګټه پورته کړئ. په ويکي کې کولی شئ چې مختلف او نوي مالومات مطالعه کړئ.

دوه مهمې يادونې:
ـ هر هغه مهم څه چې مطالعه کوئ، په يو ځای کې يې يادداشت کړئ، ترڅو هېر مو نشي. دا مالومات کولی شئ په کمپيوټر کې د يوه فايل په بڼه منظم او ثبت کړئ او يا هم په يوه کتابچه کې يې ورسوئ.

ـ که فکر کوئ، چې مطالعه مو ستړي کوي؛ نو هڅه وکړئ چې د خپلې مطالعې په پکېجونو کې تفريحي مطالبو ته هم ځای ورکړئ.

پاملرنه:
ـ هېڅکله فکر مه کوئ چې د زده کړې لپاره ناوخته ده او يا هم بوډا شوي ياست.

ـ د مطالعې پر مهال، د يادداشت يوه کتابچه، قلم او پنسل مو هېر نشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی