نوبهار لرغونی عبادت ځای؛ د مصطفی سالک لیکنه

لیکنه: مصطفی سالک

نوبهار معبد د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځلاند ځای لري. ددې معبد دروازې په دریو بیلو زمانو کې دریو بیلو دینونو پرانستې وې.
۱: یو روایت دادی چې د بلخ نوبهار معبد د زردشتیانو اورتون و.
۲: دویم روایت ښيي چې نوبهار د بودایانو ستر معبد و.
۳: دریم د اسلام تر راتللو وروسته تاریخ ښيي چې دا د مسلمانانو ( ۹) ګنبدیز جومات او عبادت ځای و.

الف : ګڼ تاریخ پوهان باوري دي چې د نوبهار معبد اصلي نوم
( ناوا ویهارا ) دی چې په سنسکرت ژبه کې د نوي معبد مانا لري، دقیقي طوسي په ګشتاسب نامه کې ویلي چې چې د ګشتاسب او لهراسب په زمانه کې دلته یو ستر اورتون او اتشکده اباده وه. چې له لرې لرې به ورته خلک د یزداني فیض د حصول لپاره ورتلل. د یو شمیر سندونو له مخه ابو الحسن علي بن حسین مسعودي په خپل کتاب ( مروج الذهب ومعادن الجوهر ) ددغه معبد د ابادولو پر اړه لیکي ( نوبهار منوچهر په بلخ کې جوړ کړ او کوم کس چې ددغه معبد پرده دار و له پاچا سره یې لوړ مقام درلود چې د حاکم په څیر یې حکم منل کیده) تاریخ لیکونکي لیکي چې د ساسانیانو د واکمنۍ پر مهال هم نوبهار یوه ستره اتشکده وه.

۲: دویم نظر دادی چې نوبهار د بودایانو یو ستر معبد و او که له بیلو لیدلورو دغه نظر وځیرو دا نظر پیاوړی بریښي، ړومبی خو دا چې ددغه معبد نوم اوستايي نه دی بلکې سنسکرت دی چې هندي اغیز لري.

( ناوا ویهارا ) چې د نوي معبد مانا لري بودايي نوم دی ، هارا چې په فارسي ژبه کې د بهار بڼې ته اوښتي هماغه د سنسکرت ( هار ) دی چې جرړې یې د اریایانو ړومبي ښار ( وهاره ) ته رسیږي ، هار معبد ته ویل کیږي خو بودایانو به چې کوم ښار جوړوه یو ستر معبد یې هم ورسره جوړوه ، له دې کبله په اوستايي ادبیاتو کې هار سربیره پر معبد د ښار معنی هم مستعاره اخستې ، په ګندهارا، ننګرهار ، کندهار، چپرهار او نورو هارونو کې دواړه ماناوې لیدی شئ.

د کوشاني واکمن کنشکا ( ۱۲۷ – ۱۴۷ – واکمن ) په غوښتنه ( ۳۶۰ ) میشت خونې جوړې شوې چې عبادت کونکي ، زده کونکي او نومیالي بودايي استادان په کې راټول شوي وو، چینايي سیلانیانو هیون تسنګ او فاهیان هم دا معبد په خپل اصلي نوم ( ناو اویهارا ) سره ثبت کړي دی او هیوان تسنګ په اریانا کې د ستر بودايي پوهنتون په توګه یاد کړی دی.

تاریخ لیکي چې په دغه معبد کې څو تنه ستر ارواوي بودایان هم خښ و بله دا چې د بودا یوه ستره مجسمه هم ولاړه وه او د بودا غاښ او جارو هم د تبرک لپاره ایښي وو.

( زکریا قزوینی ) ۶۸۲ هجري مړ- په خپل اثر ( آثارالبلاد ) کې لیکي چې نوبهار د کعبې او مشرکانو سره د سیالۍ په پایله کې جوړ شوی و او بودایان به د حج لپاره د بلخ نوبهار معبد ته تلل نومړی لیکي:
( نو بهارا معبد په بلخ کې و او د بوتانو ستره ټولګه وه، ځکه کله چې پاچاهانو د کعبې شرف ، احترام او درناوی ولید او د هغې پر اړه یې واوریدل ،نو بهار یې د کعبې په تقلید کې جوړ کړ، او په وریښمینو ټوکرونو او ګران بیه جواهرو یې وپوښه، او شاوخوا ته یې بتان ولګول، فارسیانو او ترکانو هم دا معبد سپیڅلی باله حاجیان یې حج ته راتلل او ډالۍ یې وروړې )

نوبهار معبد (۱۰۰ ) زراع اوږد، او ( ۱۰۰ ) زراع اوږد و، لوړوالې یې تر ( ۱۰۰ ) زراعو لوړ و. هر چا به چې د معبد ساتنه پر غاړه لرله برمکیان یې بلل واکمنو برمیکیانو ته هم دا نوم له همدې کبله ورکړل شوی و)
دقیقی ( د ۳۶۷ هجری – ۳۶۹ – هجری تر منځ مړ ) هم په خپله شاه نامه کې لیکلي چې د اوسني ایران ، هند ، چین او ترکستان خلک به دلته د حج لپاره راتلل.
حاجیانو بتانو ته سجدې کولې او د برمک لاسونه یې ښکلول او دغسې یې د خپل روح تزکیه کول غوښتل.

د برمکیانو د واکمنۍ پر مهال ( ۱۷۰ – ۱۹۳ هجری ) دغه معبد تر ډیره ړنګ شو ، بتان یې له منځه لاړ او په پاتې برخه کې یې جومات جوړ شو چې د ( ۹ ) ګنبدونو جومات یې باله خو دغه جومات هم د وخت په تیریدو سره له منځه لاړ او اوس یې تش نوم پاتې دی.

اوس ددغه معبد پر ځای د ۹ ګنبد جومات پاتې شوني لیدل کیږي. دا جومات چې په اتمه میلادي پیړۍ کې جوړ شوی و اوس یې هم لیدو ته نړیوال لرغونپوهان ورروان دي چې ځانونه ددغه شهکار ودانۍ له از خبر کړي.