سیاست نړۍ

د ژوند و مرګ ترمنځ ایسار نواز شریف؛ حکومت یې زنداني ساتلو او پریښودو، دواړو ته حیران دی

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، چې د فساد د یوې لویې قضیې په تور سترې محکمې لومړی له واکه ګوښه او له سیاسته منع کړی و، چې اوس په زندان کې بندي دی.

د زړه په رنځ اخته نواز شریف اوس ظاهراً د مرګ و ژوند ترمنځ وخت تېروي.
هغه چې عمر خوړلی هم دی، وخت په وخت د زړه حملې پرې راځي.

په دوو کې حیران حکومت
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف واکمن حکومت د نواز شریف ناروغۍ ته په دوو کې حیران دی.
له یوې خوا وېریږي، چې نواز شریف په زندان یا د حکومت تر څار لاندې روغتون کې مړ او په حکومت تاوان نه شي؛ له بلې خوا دې ته حیران دی چې که بهرني هېواد ته د ښې درملنې په نوم د نواز شریف استول ومني، هغه ښایي د دوی له منګولو ووځي.

نواز شریف د عمران خان د ګوند په ډېرو هڅو د فساد په قضیه کې پړ وپېژندل شو او له سیاسته په منع کیدو سره یې عمران خان د صدراعظمۍ څوکۍ وګټله.

د پرویز مشرف د کیسې تکرار
د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور پرویز مشرف د پيپلز پارټۍ د واکمنۍ پروخت کلونه مخکې د دغه ګوند د مشرې او پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په مرګ کې د لاس لرلو او دغه راز د اساسي قانون د نقض په تور بندي و.

مشرف د بند پر وخت د ناروغۍ شکایتونه کول او حکومت یې روغتیا ته د نه پاملرنې په صورت کې د خپل مرګ مسول باله.

د هغه وخت حکومت مشرف په ضمانت له بنده خوشې کړ، چې دغه خوشې کیدو وروسته هغه ته د درملنې په نوم له هېواده د وتو فرصت هم په لاس ورکړ.

جنرال مشرف په دې ډول له هېواده سعودي عربستان ته لاړ او د پیپلز پارټۍ حکومت ته هم سرخوږی شو او هم یې د محکوم شوي بند له تېرولو ځان وژغوره.

نواز شریف او ننګونې
د نواز شریف روغتیا او ناروغتیا دواړه د عمران خان حکومت ته ننګونې دي.
هغه که روغ شي، د یوه باتجربه سیاستوال په حیث کولای شي زر له پيپلزپارټۍ سره په ګډه د عمران خان پر وړاندې قوي ایتلاف کامیاب او عمران خان ته سرخوږی شي.
د ناروغۍ تاوان یې دا دی، چې ممکن په روغتون یا زندان کې مړ او مرګ یې په حکومت تاوان شي.

د درملنې پرسر اختلاف
د نواز شریف کورنۍ بهر ته د درملنې لپاره د هغه لېږدول غواړي.
پیپلز پارټۍ هم په دغه غوښتنه کې شراکت کړی او ویلي، چې شریف داسې روغتون ته حکومت بیولی، چې له سره د زړه ډاکټر پکې نه و.

حکومت بیا ویلي، چې د شریف د کورنۍ په خوښه بهرني ډاکټران به زندان یا روغتون ته د هغه د درملنې لپاره حاضر کړي، خو ده ته له هېواده د وتو یا په ضمانت د خوشې کیدو اجازه نه شي ورکولای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي