ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له دې ډول خلکو سره اړيکه مه جوړوئ

لیکنه: عمران لمر
اعلان

ژباړه: عمران لمر

زمونږ په ژوند کې تل فشار زېږوونکې عوامل شته دي؛ د دې لپاره چې ډېر کار وکړو؛ نو بايد خطرناک او فشار زېږوونکي خلک له خپل ژونده وباسو.

په لومړيتوبونو تمرکز او له دې ډول خلکو خلاصون زمونږ د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دي؛ خو له هر څه مخکې بايد دا ډول خلک وپېژنو:

۱- ځان غوښتونکي خلک
ځينې وختونه غرور يوه اخلاقي ښېګڼه ګڼل کېږي؛ مګر کبرجن اوسېدل يعنې دا چې له ځان غوښتنې ډک يئ او فکر کوئ چې په نورو غوره يئ.
د هغه خلکو په څنګ کې اوسېدل چې تاسې سره عزتمندانه چلند نه کوي او د دې تر څنګ مو تهديد او تحقيروي؛ ستاسې د پرمختګ په وړاندې ستر خنډ کېدای شي.

۲- کينه کښ خلک
کينه کښ خلک دې ته ترجيح ورکوي چې ستاسې د عاجزۍ او هوښيارتيا په وړاندې د کرکې اظهار وکړي.
دا خلک ستاسې د ستونزو په وخت خوشحاله او د برياليتوب پر وخت مو خفه وي.
دوی په دې باور دي چې له تاسې ډېر د برياليتوب وړ دي.
ممکن داسې خلک تاسې د بريا تر پولو د رسېدو لپاره خپل ملاتړي وبولئ؛ مګر دوی غوره ګڼې چې ستاسې د بريا او هوښيارۍ په وړاندې خپله کرکه ښکاره کړي.
په هر قيمت چې کيږي داسې خلک له ځانه لېرې کړئ.

۳- ځان ښودونکي خلک
دا ډول خلک يواځې په خوښيو کې ستاسې ملګري او کله چې يې مرستې ته اړتيا لرئ؛ څنګ ته نه درځي.
په دا ډول خلکو تکيه نه شئ کولای.
څومره ژر چې کېږي د دوی دا ځانګړنه وپېژنئ او د اړيکې حد مو ورسره وټاکئ.

۴- شاته تلونکي خلک
دا ډول خلک ستاسې د پرمختګ لارې پېچلې کوي او تاسې خپلو تېرو عادتونو ته راګرځوي.
دوی غواړي چې تاسې خپل مخکني ځای ته راشئ او ورک شئ.
د دا ډول خلکو پېژندل ممکن ستونزمن وي؛ دوی هغه خلک دي چې ستاسې دژوند يوه نه بېلېدونکې برخه وه او ممکن ناليدلې ګڼل يې ستاسې لپاره سخت وي؛ مګر ښه ده چې هغوی ته د دې يادونه وکړئ چې برياليتوب ستاسې لپاره څومره ارزښت لري.
که هغوی له تاسې سره دا منلی نه شي؛ نو ممکن خپله درنه لارې بېلې کړي.

۵- قضاوت کوونکي خلک
د قضاوت کوونکو په نظر هيڅ وخت هيڅ څه ښه نه دي؛ دوی باور لري چې خلک بايد د هڅونې پرځای ورټل شي او نيوکې پرې وشي؛ تر دې چې که نيتونه يې ښه وي او تاسې وغواړئ چې خپله اصلي انګېزه وروپېژنئ؛ بيا به هم تاسې ته غوږ ونه نيسي.
دوی ښه ملګري نه شي کېدای؛ ځکه ښه اورېدونکي نه دي، د داسې خلکو له ناستې ډډه وکړئ.

۶- کنترول کوونکي خلک
دا خلک تل غواړي؛ نور کنترول کړي. د دوی خوښېږي چې تاسې تل د دوی غلامان واوسئ.
دا ډول خلک کولای شي د دوکې، جنسي اړيکو او ګواښ په ډول تاسې دې ته اړ کړي چې د دوی غوښتنې پوره کړئ، له دوی لېرې والی ستاسې له پاره يو ښه انتخاب کېدای شي؛ ځکه تاسې نه شئ کولای هغوی قانع يا اصلاح کړئ.

۷- درواغجن خلک
دا سمه ده چې درواغ ويل فرق کوي او ځينې درواغ بې ضرره وي؛ مګر هغه خلک چې تل درواغ وايي کولای شي تاسې ته زيات زيان درواړوي.
تاسې د پرمختګ لپاره بايد په خپل څنګ کې باوري خلک ولرئ؛ څوک چې ستاسې ملاتړ کوي، بايد تاسې ته رښتينې او ښه فکرونه درکړي.

۸- پروپاګند کوونکي خلک
دا ډول خلک امانت ساتونکي نه وي او حقيقتونه په بل ډول خپروي او معلومات تحريفوي.
دوی غواړي چې نور يې ومني او تصديق يې وکړي؛ نو ځکه هڅه کوي د آوازو په خپرولو د نورو پاملرنه جلب کړي.
کله چې غواړئ د دا ډول خلکو له خوا رامنځته شوې ستونزې حل کړئ؛ نو تر ټولو ښه لاره دا ده چې دوی له خپل ژونده وباسئ؛ ځکه دوی د سرطاني دانو په څېر وي.

۹- مزاحم خلک
دا ډول خلک فقط د دې لپاره ستاسې په ژوند کې وي چې له تاسې تغذيه شي؛ په ځينو مواردو کې ګټه اخېستل ښه دي؛ خو هغه وخت نه چې له يوې زاويې وي.
د دا ډول خلکو نيتونه فقط د دوی په ګټه وي؛ له دې خلکو بايد لېرې شئ.

۱۰- هغه خلک چې ځان قرباني ښکاره کوي.
دا ډول خلک خلک هيڅکله مسئوليت منونکي نه وي، دوی تل د تور ګوته نورو ته نيسي او هيڅکله خپلې تېروتنې نه مني.
د دا ډول خلکو عکس العمل شايد ستاسې بريا ته زيان ورسوي.
له ژونده د داسې خلکو ويستل ستاسې لپاره تر ټولو ښه کار دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.