بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند کلتور او هنر

هغه څه چې تاسې په یوه نوښتګر انسان بدلوي

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

مونږ ټول غواړو چې ښه او له نوښته ډک ژوند ولرو؛ مګر دا ډول ژوند زمونږ لپاره په واقعيت کې له ننګونو ډک وي.
يو څه چې بايد ورته توجه وکړو دا دي چې نوښتګر ژوند کول هر څه ته ورته کېدل نه دي، عادت ته ورته کېدل دي او له هر عادت سره ځانګړي قوانين شتون لري چې د هغې په تعقيبولو کولی شئ له هغه عادت سره کلک ونښلئ.

که غواړئ چې له نوښتونو ډک ژوند ولرئ؛ لاندې ۱۴ کارونه عملي کړئ او څومره چې فکر کوئ له هغې هم ښه نوښتګر ژوند ولرئ:

۱- په ياد ولرئ؛ هر هغه څه ته نه ووايئ چې نه مو تحريکوي.
د نوښتګر ژوند لرلو لپاره بايد د هر هغه څه په هکله چې کوئ يې او هغه څه چې نه غواړئ ژوند ته مو راننوځي؛ خاص عمل وکړئ.

هغه څه ته په نه ويلو چې ستاسې د تحريک سبب نه ګرځي، هغه کارونو ته کافي زمينه برابروئ چې سرته يې رسوئ.

ټول کارونه يو ځای نه شئ کولی؛ نو بايد ډاډه شئ چې کوم څه چې کوئ ستاسې لپاره او د نوښت لپاره مو بايد ښه وي.

۲- پرېږدئ چې ځيرکتيا مو تاسې ته لارښوونه وکړي.
اجازه ورکړئ چې ځيرکتيا مو ستاسې نوښت ته لارښوونه وکړي او د شيانو د کشفولو لپاره وخت ورکړئ.

نوښتګر کېدل په ټوله کې له کشفولو سره تړاو لري؛ نو اجازه ورکړئ چې خيالونه مو په حرکت راشي او د هغه څه د احتمال په نسبت چې تاسې کېدای شئ؛ خلاص برخورد وکړي. هيڅکله په دې نه شئ پوهېدلی چې کوم ګټور فرصتونه مو مخې ته راتلی شي.

۳- خپلې طبيعي نيمګړتياوې مو په غېږ کې ونيسئ.
هيڅ څه پوره نه دي او حتی ستاسې نوښتګر کار هم. ډېره اسانه ده چې د خپلو شته ستونزو په خاطر د افسوس کولو په دام کې ولوېږئ؛ اما دا کاملاً طبيعي او عادي دي.

نوښتګر کار په دې مانا نه دی چې بايد په هغه کار کې پوره اوسو؛ بلکې په دې مانا دی چې په هغه کار کې بې تجربې اوسو، د انسان په واسطه جوړ شوی نه د ماشين. خپلې نيمګړتياوې مو په غېږ کې ونيسئ او د خپلو نوښتونو غوړېدل مشاهده کړئ.

۴- خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.
پرتله کول د نوښتګر ژوند په وړاندې يو لوی دام دی، کله چې تاسې خپل ځان له نورو سره پرتله کوئ؛ نو ستونزه له دې ځايه زېږي چې د ځان په څېر له چا سره يې نه پرتله کوئ.

کله چې تاسې به ټولو بې ثباتيو او ستونزو سره سره هم ځان د داسې چا سره پرتله کوئ چې هغه په خپل کار پوره واک او مديريت لري يعنې دوه مختلف شيان سره مقايسه کوئ؛ نو دا نا انصافي ده او خپل وخت ضايع کوئ.

په ياد ولرئ چې تاسې خپل نوښتګر کار هر ډول چې غواړئ؛ نوښت دی او يواځې په تاسې پورې اړه لري، د نورو سره د پرتلنې هيڅ اړتيا نه احساسېږي.

۵- د نوښت لپاره پوره وخت او زمينه برابره کړئ.
کله چې يو کار ته کافي وخت او زمينه برابره کړئ؛ نو له نوښتونو ډک ژوند کول آسانه کېږي.
تر دې که ټوله ورځ کار لرئ او په يو کوچني اپارتمان کې ژوند کوئ؛ بيا هم کولی شئ خپل نوښت ته کافي وخت او زمينه ځانګړې کړئ.کولی شئ يو کوچنی مېز مو د اطاق يوې څنډې کې کېږدئ او هر ورځ د هغه کار لپاره خپله ژمنتيا ښکاره کړئ او جوړ يې کړئ.

۶- په ځان نيوکې مه کوئ.
د هغو نيوکو په خاطر چې ممکن نور يې درباندې وکړي، دا هم کېدای شي چې په خپل ځان نيوکه وکړئ. په دې هکله فکر وکړئ چې د نوښتونو په اړه له ځان سره څه ډول خبرې کوئ او دا هم په نظر کې ونيسئ چې منفي دي که مثبت؟
که دې نتيجې ته ورسېدئ چې منفي کېږي؛ نو مثبت فکر وکړئ او دې کار ته د پای ټکی کېږدئ. ستاسې کار په پوره اندازه ښه دی، پوره وخت هم لرئ او هر هغه څه چې غواړئ ورته رسېږئ.

۷- زده کړې ته ادامه ورکړئ.
د نوښتګر ژوند کولو لپاره دا ډېره اړينه ده چې زده کړې بايد ونه دروئ. له مونږ وړاندې ډېر نوښتګر خلک راغلي دي؛ کولی شئ له هغو زده کړه وکړئ.

مهمه نه ده چې څه ډول د نوښت زمينه درته برابره ده، هڅه وکړئ چې هره ورځ نوي څه زده کړئ: دا کار ممکن د يو نوښتګر انسان ژوند ليک لوستل وي او يا هم د يوې نوې طريقې زده کول. زده کړه ستاسو ذهن نوښتګر ساتي او ستاسې فکر روزي.

۸- ځان د نويو تجربو په منځ کې وساتئ.
د نوښتګر ژوند درلودلو لپاره اړ يئ چې ځان د نويو تجربو په منځ کې وساتئ. د نوښت لپاره د يو نظر طرحه کول ممکن سخت وي؛ په خاص ډول هغه وخت چې د دې نظر د پلي کولو لپاره د تحربې په لټه کې يئ.

ژوند هغه څه دي چې ستاسې نوښت ته شکل ورکوي، تاسې ته الهام بخښي او نه شئ کولی چې ورته په کم نظر وګورئ؛ نو د تجربې د ترلاسه کولو لپاره ګام پورته کړئ او نوي کارونه سرته ورسوئ.

۹- مهمه نه ده چې په کوم کار يې کوئ؛ مګر فقط خپل ځان ښکاره کړئ.
که غواړئ چې له نوښتونو ډک ژوند ولرئ؛ نو اړتيا ده چې ځان ښکاره کړئ، هر څه چې کولی شئ ويې کړئ.

مونږ ټول په بد حال يو او هيڅ داسې څه نه لرو چې الهام ترې واخلو؛ مګر مهم څه چې بايد په ياد يې ولرئ دا دي چې: الهام له کار کولو پيدا کېږي.

هر څومره چې ځان ښکاره کړئ او د نوښتونو سره چې څومره اړيکې ولرئ؛ په هماغه اندازه به ډېر الهام ترلاسه کړئ.

۱۰- له نوښتګرو ډلو سره اړيکې ولرئ.
نوښتګره ډله ډېره مهمه ده، تاسې سره به په خپله تګلاره کې د انګېزې او الهام په پيدا کولو کې مرسته وکړي او يو قوي ملاتړ به مو جوړ شي.
که غواړئ ژوند مو له نوښتونو ډک وي؛ نو په هماغه برخه کې ځينې نوښتګر خلک پيدا کړئ او ورسره اړيکې جوړې کړئ.
هغوی ستاسې د ملاتړ او تاسې د هغوی د ملاتړ لپاره له يو بل سره مرسته کولای شئ.

۱۱- ځان په يو ډول نوښت پورې مه تړئ.
يواځې د دې لپاره چې تاسې غواړئ ليکوال، انځورګر او يا طرحه جوړوونکي شئ؛ دا په دې مانا نه ده چې تل بايد همدا کارونه ترسره کړئ.

که داسې احساسوئ چې زړه مو غواړي په يوه بله برخه کې هم نوښت وکړئ؛ نو ځان ته د دې کار کولو اجازه ورکړئ. نوښتګر ژوند په دې مانا نه دی چې فقط د يو نوښتګر کار لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړه؛ هر څه د امتحانولو او د داسې شيانو په پيدا کولو پورې تړلي دي چې ځواب ورکوي.

۱۲- خپلې نوښتګرې لاسته راوړنې مو شريکې کړئ.
تل مو له دوستانو سره د خپلو نوښتونو لاسته راوړنې شريکې کړئ، تاسې ډېره هڅه کړې ده چې تر دې ځايه راورسېږئ؛ نو ستاسې ښه کار بايد په رسميت وپېژندل شي. په غرور او وياړ سره خپل نوښت نورو ته وښايئ.

۱۳- پرېږدئ چې نوښت مو د وخت په تېرېدو تکامل ته ورسېږي.
ستاسې نوښت بايد تل د بدلون، ودې او تکامل په حال کې وي؛ خپل ځان په دې خاطر مه محدودوئ چې څومره کار چې کولی شئ، همدا دی.

د نوښتګر ژوند جادو دا دی چې په هر لوري چې وغواړئ، هغه ته لارښوونه کولی شئ. پرېږدئ چې نوښت مو د وخت په تېرېدو تکامل پيدا کړي، دا کار مو استعداد غوړولی شي.

۱۴- تفريح اوساعت تېري مو هېره نه شي.
هېر مو نه شي چې کوم کار ترسره کوئ، خوند ترې واخلئ. نوښت د تفريح او ساعت تېرئ سره مانا پيدا کوي.
پرېږدئ چې خيالونه مو په سرشاره ډول عملي شي، په مختلفو موادو امتحان وکړئ او کله چې درباندې فشار زيات شو؛ يو څه فقط د خوند لپاره جوړ کړئ.
پرته له هدفه او پرته له فشاره مو نوښت د عمل مرحلې ته راوړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران