ټولنیز ژوند روغه سټه سفر طبیعت

په طبعي نسخو مو د درد او خفه ژوند درملنه وکړئ

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

همدا اوس له کوره راووځئ، آسمان، ستوري او ورېځي ننداره کړئ، د سمندر پر غاړه پر ډبره خپلي ستونزي ولیکئ او اوبو ته یې وغورځوئ، یا هم د خپل کور له باغچې لیدنه وکړئ.

دا هغه جالبه نسخه ده چي نن سبا یې د سکاټلنډ ډاکټران د خپلو مریضانو له پاره لیکي. دې نسخې ته یې د طبیعي نسخې یا (Nature Prescription) نوم ورکړی دی. د شیټ لېنډ ډاکټران خپلو مریضانو ته د نوري دوا ترڅنګ طبیعي ځایونو ته د تګ مشوره هم ورکوي.

په برېټانیا کښي د هیلت سروېیس (Health Service) او سکاټلنډ کښي د مرغانو ساتونکي RSPB ډلي دا تجربه را پیل کړې ده. د ډاکټرانو په وینا په دې سره د ویني فشار نارمل کېږي، دماغ او بدن آرامتیا پيداکوي، او د زړه مرضونه کمېږي. دا تر هرڅّه دمخه انسان ته روحي خوښي ورکوي. د RSPB یو مشر، کِرن مېک کېلوي وايي چي طبیعي منظره پر زړه او دماغ ښه اثر کوي او دا خبره ساینسپوهانو په ثبوت هم رسولې ده.

ځکه نو دوی خپلو مریضانو ته له طبیعي ځایونو د لیدني مشورې ورکوي او ورته وايي چي د هر موسم حالات دي په خپلو یاداښت کتابچو کښي ولیکي.

د پوهانو په وینا، طبیعي ځایونو ته تګ ستاسي خطرناکي ناروغۍ له شکره، ژور خپګان په درملني او کمولو کښي مرسته کوي. دوی وايي که غواړئ چي له دوا بغیر د خپلو مریضیو درملنه وکړئ نو له طبیعت څخه یوځل ننداره وکړئ؛ ځکه دا اوس یوه فرضیه نه ده، بلکي په ثبوت رسېدلې نسخه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي