روغه سټه ژوند بڼه

له سینګار پرته د ښځو د ښکلا راز

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلما افغان

په دې ورځو کې هر څوک کولی شي چې د سينګار په وسايلو ځان ښه ښکاره او جذاب کړي، مګر په خپل چاپيريال کې بعضې وخت داسې ښځې وينو چې غير له سينګاره يې ښکلا ډېره ښه او داخلي ښکلا يې پوره زړه ورانونکې وي.

له سينګاره پرته د ښځو د ښکلا راز په څه کې دی؟

د سينګار توکو استعمال نشي کولی چې د اشخاصو داخلي ښکلا راښکاره کړي، بعضې ښځې د سينګار توکو په استعمال سره ډېرې ښې ښکاري خو يو شمېر ښځې دي چې خپله ظاهري ښکلا له دغه توکو څخه ژغوري .

د دغو مېرمنو د ښکلا راز په څه کې دی او څنګه کولی شي چې دوی خپل جذابيت او ښکلا ښکاره کړي؟

په دې مطلب کې هغو برخو ته اشاره کوو چې مېرمنې پکې له سينګار توکو پرته ښکلې ښکاري.

1 : په نفس اعتماد درلودل

کله چې له يوې ميرمنې څخه په نفس د باور پوښتنه کېږي هغه فوراً خپل ظاهر ته اشاره کوي. ډېرې ښځې په دې باور دي چې سينګار دوی ښکلې کوي او دا د دوی په نفس د باور د زياتېدو باعث کېږي خو هغه خلک چې په حقيقت کې په نفس باور لري دا هغه خلک دي چې پرته له سينګاره له دنيا سره خپل ځان مواجه کوي.
دا ښځې په دې پوهېږي چې خپل پوستکي څنګه ښه او معتدل وساتي.

2: سالم او روغ پوستکی خپله ښکلا ښکاروي

سينګار توکي له يو شمېر ډېرو کيمياوي موادو جوړ شوي دي.
په دغه وخت کې د مخ پوستکی مو دا حال خپله بيانوي، چې مخ مو څومره ټاپې او سوليدلی ښکاري؟
همدارنګه هغه ميرمنې چې سينګار نه کوي د سالم پوستکي درلودونکي دي، د دوی پوستکی په ازاده توګه سره هوا اخيستلی شي ځکه چې دوی له دغو موادو ځان ساتلی دی او له خپل پوستکي ښه مراقبت کوي.
د مثال په ډول دوی هره ورځ د زياتو اوبو استعمال ځکه کوي چې مرطوب او سالم پوستکی ولري.

3 : رښتيني ښکلا مو په ځانګړي ليوالتيا او کمال سره سينې ته نېږدې کوي.

کوم وخت چې خپله واوسئ، او ستاسې ذاتي ښکلا او داخلي ښکلا په نظر راځي دا نو بيا جلوې کوي، ښکلې ميرمنې همدا صفت لري.
نو پر همدې له سينګاره ځان ژغوري او په دې هم پوهېږي چې خلک څومره ذاتي ښکلا خوښوي او ستاينه يې کوي.
هر څومره چې طبيعي ځانګړنو درلودونکي واوسئ همغومره به ښائيسته تر واوسۍ.

4 : هېڅکله نه ناوخته کوي

يوه بله موضوع په دې مېرمنو کې دا ده چې هيڅکله په بهر وتلو او دندې ته د تلو په وخت کې ځنډ نه کوي، دوی له غذا خوړلو، جامو اغوستلو له تميز او مراتبو سره بهر وځي.

5 : ساده جامې استعمالوي

له دې ځايه معلومېږي چې هغه ميرمنې همېشه او هرځای هر چېرته ځي نو تل چمتو او ډېرې فعاله دي.
دوی له لمره او باران له ويرې چې سينګار يې ورخراب نکړي دا ويره نه لري.

6: په تاسې تمسخر کوي

دوی په خپل شخصيت پر تاسې تمسخر(ريشخند) کوي ځکه دا ميرمنې په خپل جذابيت کوم چې طبيعي دی مخکې دي، نه په ظاهري ښکلا.

7 : په خپل ذهن باندې غالبيت لري

ممکن تاسې به حيران شئ چې دا د دې موضوع سره څه رابطه لري، کله چې ميرمنې خپل ذهنونه د يوې موضوع د ياد لپاره متوجې کوي، نړۍ ته په خلاصو سترګو ويني او د ځان نه غوښتنې په غم کې نه وي يواځې د ښکلا په ليدو کې وي.
او دوی د دې پر ځای چې مدام پر دې فکر وکړي چې دوی څنګه جذاب په نظر راشي د هر څه لپاره په دې دنيا کې ښه وخت لري.

8: پوهېږي چې څنګه وروسته فکر وکړي

په همدې ډول چې دوی دومره زيات په خپل نفس باندې تکيه دي چې بغير د لږ سينګار څخه هم يو ځای ته لاړ شي او کار ترسره کړي همدومره نور هم باهوشه دي چې اضافي مصرف هم نه کوي.
له دې ځايه معلومېږي چې دوی د سينګار په توکو مصرف نه کوي پيسې يې هم نه مصرفېږي بلکې بچت کېږي، طبيعي ده چې زياتې پيسې به سپما کړي.

9 : مهربانه او زړه سوانده دي

يوه شخص ته نزدي کېدنه د مهربانۍ له لارو ده.
دغه ډول ميرمنې معمولاً د اعتماد او دوستۍ قابل دي دا موضوع ده چې يوه ميرمن بغير له سينګاره ښکلې ښکاره کوي.

10 : په يو څه نورو هم پوهېږي

له ټولو پورتنيو نقطو دا پايله لاسته راځي هغه ښځې چې ارايش( سينګار) نه کوي په ټوله کې ساده ژوند خوښوي، هغوی چې څه کوي د هغې قدردانی کوي، او له کوچنيو مسايلو څخه خوند اخلي.
دوی په وينه ګرم او مقدس خلک دي، دوی په دې عقيده دي چې د دوی مهارتونه د کارونو سره اړخ لګوي او همدې ته د ښکلا په صفت قايله دي.
دا نه وايو هغه ښځې چې سينګار کوي جذابې او د دوستۍ نه دي او يا هم مغرورې دي.
اما داخلي ښکلا له سينګاري ښکلا ډېره ښه ده.
پام مو وي چې کله سينما او يا هم د اخيستنې لپاره چېرته ځۍ ساده ولاړ شئ او خپل ځان طبيعي وساتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده