خوندیتوب روغه سټه

پاڼ نسوار تر عادي نسوارو هم مضر دی، څو زیانونه یې

لیکنه: بشر درویش

په وروستیو کې ګڼ افغان ځوانان، حتالوستي او محصلین د پاڼ په نوم د مشهورو هندي نسوارو په پراخ استعمال روږدي شوي دي.

دغه نسوار د نورو برعکس؛ پر تمباکو سربېره د خوش بویۍ او انسان ته د خوشالۍ ورکوونکي مواد لري.

دغه نیشه یي مواد په لنډ مهاله ډول انسان ته کاذبه خوښي ورکوي، خو په اوږده مهال کې ډېر تاوانونه لري.

د پاڼ کارولو پلمې

د دغه نسوار کارونکي مختلف شیان پلمه کوي او خپل دې کار ته توجیهات پرې لټوي.

ځینې خو افغان – هند دوستي له دغو نسوارو سره د خپلې لېوالتیا دلیل ښیي او په اصطلاح(سیاسي!) رنګ ورکوي.

پاڼ نسوار پر هند سربېره په پاکستان او اوس په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم تولیدیږي.

ځینې پاڼ کاروونکي باور لري، چې دغه نسوار خوش بویه او د نورو نسوارو برعکس خوله خوش بویه او په ښه ذایقه ساتي.

غلط برداشت

ډاکټران باور لري، چې د پاڼ په اړه د کارونکو برداشت یې تر ډېره ناسم او له غلطو تبلیغاتو څخه اغېزمن دي.

د دوی په وینا، پاڼ نسوار له نورو نسوارو سره چندان توپیر نه لري؛ بلکې د نورو نسوارو برابر زیانونه لري.

دوی د نسوارو ګڼ زیانونه بیان کړي، چې دلته یې مهمو ته کتنه کوو:

د پاڼ نسوارو زیانونه

• پاڼ نسوار د نورو نیشه یي توکیو په شان اعتیاد زېږونکی دی، له څو ځله استعمال سره یې کارونکی پر دې توکیو معتاد کیږي.
• پاڼ نسوار د نورو نسوارو په شان د خولې سرطان بیدا کوي.
• دغه نسوار په سترګو کې د غیر طبیعي حرکاتو سبب ګرځي.
• د دې نسوارو استعمال د زړه درزا زیاتوي.
• دغه نسوار غاښونو ته سخت تاوان رسوي.
• په خوب کې خنډ و ځنډ رامنځته کوي.
• په چال چلند کې د اختلالونو سبب کیږي.
• د خولې حجرې تخریبوي او له منځه وړي.
• په پاڼ نسوارو کې کیمیاوي مواد موجود دي، دغه مواد د کولمو، وریو او ژبې سرطان ته زمینه مساعدوي.
• په پاڼ کې شته کیمیاوي مواد دماغي حجرې تخریبوي.
• پاڼ نسوار تنفسي سیستم ځپي.
• دغه نسوار د وینې سیستم ته تاوان رسوي.
• دغه نسوار همدارنګه پر زړه او پوستکي بدې اغېزې کوي.
• پاڼ نسوار د خپلو استعمالونکو روحي – رواني تعادل ته زیان اړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي