افغانستان سرسکالو سینما او موسیقي

د ناشناس افشاګري: ISI د هیرامنډیي په فاحشې بلیک میل کولم!

لیکنه: صادق طارق

د افغانستان مشهور سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت(ناشناس) ویلي، چې پاکستاني استخباراتو د یوې فاحشې په وسیله غوښتل دا پخپله لومه کې راولي.

ناشناس دا افشاګري د ده د ژوند په اړه په لیکل شوي کتاب ( ناشناس ناشناس نیست) نومې تازه چاپ شوي کتاب کې کړې ده.

کیسه څنګه وه؟

ناشناس وایي د ډاکټرنجیب د حکومت په وروستیو کلونو کې له هېواده وتو ته مجبوره شو.

د ده په وینا له کابله تر وتو مخکې یې د ځینو دوستانو په وسیله د خپل هنر له مینه وال او جهادي مشر پيرسید احمد ګیلاني سره اړیکه ونیوله.

وایي ګیلاني تر پېښوره د ده په وړلو کې مرسته وکړه او هلته یې د ده د کوربه توب ترڅنګ ورته د مناسب ژوند زمینه مساعده کړه.

د سندرغاړي ناشناس په وینا هلته پاکستاني استخباراتو تر کلک څار لاندې نیولی و او د اوسیدو د ځای ترڅنګ یې میاشتینی معاش ورکاوه.

وایي یو ځل د پاکستاني استخباراتو(ای ایس آی) یوه استازي ترې وغوښتل، چې کراچۍ ته ورسره لاړ شي او هلته د افغان کډوالو په ملاتړ د یوه پروګرام لپاره ځینې سندرې ثبت کړي.

د ده په وینا ورسره ویې منله او باید هم منلې یې وای.

ناشناس زیاتوي: هلته روان شوو، په لاره کې زما لارښود جاسوس لاره بدله او یوه تش کور ته یوړم، ویل یې دلته به یو چای وڅښو، بیا به لاړشوو.

ډاکټر ناشناس په دغه کتاب کې زیاته کړې، چې کور ته له رسیدو سره یوه سینګار کړې فاحشه د دوی هرکلی کوي او چای څښلو ته یې ور بولي.

دی زیاتوي: د سفر لارښود مې راته وویل، چې دا ښځه د سینما لوبغاړې ده او مخکې یې په هیرا منډيي کې کار کاوه.

وایي له دې خبرې یې هدف له دغې ښځې سره فحشا ته د ناشناس هڅونه وه، خو د ناشناس په خبره دی په دسیسه پوهیږي او له هغه ځایه زر وتو ته زمینه مساعدوي.

هدف یې څه و؟

ناشناس وایي له دې کار څخه د پاکستاني استخباراتو هدف دا و، چې دا له ځان سره بلیک میل او پخپل کنټرول کې وساتي.

هغه څه، چې د نوموړي په وینا دی ورڅخه وژغورل شو او څه موده وروسته یې د همداسې دسیسو له وېرې یو مخ له پاکستانه پښې سپکې او ترې ووت!

د کتاب په اړه

د (ناشناس ناشناس نیست) کتاب چې د ناشناس د ژوند ډېرې ناویلې او ناندریز نظریات پکې راغلي، د دري ژبې د مشهور او ناندریز لیکوال صبور الله سیاه سنګ لخوا ترتیب شوی او چاپ شوی.

دا کتاب له چاپ سره سم په دې د توندو غبرګونونو سبب شو، چې ناشناس یې په یوه برخه کې د پښتو ژبې تر ټولو مهم لرغونی کتاب( پټه خزانه) جعلي ګڼلې وه.

یاد شوی کتاب په کابل کې هم خپور شوی او له کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کیدای شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق