ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د مېرمنو د خوښې وړ چلندونه: نارینه باید داسې وکړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې له کوم کس سره مینه لرو، نو تل غواړو، چې خپل احساس ورته څرګند کړو، البته په دې شرایطو کې، له مېرمنو سره د نارینه و چلند توپیر لري. د نارینه و خوښېږي، چې په سترو کارونو سره خپله مینه ثابته کړي، خو نا خبره له دې چې ځینې کوچني او واړه کارونه هم کولای شي، مېرمنې تر اغېزې لاندې راولي.

که چېرې خوښېږي مو، پوه شئ، چې کوم نارینه چلندونه کولای شي، په مېرمنو باندې مثبته اغېزه وکړي، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ:

د هغې لپاره مینه ناک یاددښت پرېږدئ
موږ په کوچني والي کې دا کار په ډېره ښه توګه ترسره کاوه. خپل مور او پلار او حتا خپل ښوونکي ته مو لیک لیکه او د خپل زړه خبرې مو پکې لیکلې، خو که ستاسې میرمنه تعلیم لري، اوس تاسو کولای شئ، له دې تګلارې څخه د خپلې عاطفي اړیکې لپاره هم کار واخلئ. د بېلګې په توګه یوه آسانه او ساده جمله: ( درسره مینه لرم ) د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ او د خپل ژوند د شریک په بکس کې یې کېږدئ، پرته له شکه، کله چې هغه دا یاددښت وویني، نو په شونډو باندې به یې مسکا خپره شي.

په خپله ژمنه وفا وکړئ
که چېرې د خپل ژوند له شریک سره مو ژمنه کړې وي، چې کوم کار ترسره کوئ، نو هرومرو یې ترسره کړئ او په خپله ژمنه باندې وفا وکړئ. کله وخت په خپله ژمنه باندې درېدل سخت او ستونزمن کار دی، که چېرې په خپله ژمنه باندې وفا ونه کړئ، نو په ځان باندې د مقابل لوري اعتماد او باور له منځه وړئ، تاسو نباید هغه څوک خواشینی او اندېښمن کړئ، له کوم سره، چې مینه لرئ، بلکې باید د کړنې او عمل نارینه واوسئ، ترڅو وکولای شي، په هر ډول شرایطو کې ستاسو په خبره باندې اعتماد وکړي.

خبرو ته یې غوږ ونیسئ
مېرمنې د ویلو لپاره ډېرې زیاتې خبرې لري. کله چې په کار کې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي، یا دا چې له کومې جالبې او په زړه پورې پېښې سره مخامخ کېږي، نو خوښېږي یې، چې په اړه یې په جزئیاتو سره تاسو ته کیسه وکړي. په دې شرایطو کې، که حتا دا موضوع ستاسو لپاره هېڅ جذابیت هم ونه لري، نو باید خبرو ته یې غوږ ونیسئ. دا چلند نه یوازې ستاسو عاطفي اړیکه ښه کوي، بلکې تاسو د خپل ژوند په شریک باندې لاپسې ګرانوي.

په یوه سبا ناري سره یې حیرانه کړئ
مېرمنې له حیرانېدلو څخه ډېر زیات خوند اخلي. کولای شئ، یوه ورځ له خپلې مېرمنې څخه ژر له خوبه را پاڅېږئ او د هغې لپاره سبا ناری چمتو کړئ، دا کار که څه هم ساده او آسانه دی، خو د ژوند په شریک باندې به مو ډېره زیاته ښه اغېزه وکړي.

پرې مهربان واوسئ
طبیعي ده، چې تاسو د خپل ژوند له شریک سره ډېره زیاته مینه لرئ، خو باید خپله دا مینه او لېوالتیا هغې ته څرګنده کړئ. د بېلګې په توګه، په نا څاپي ډول یې لاس ونیسئ، ښکل یې کړئ او ورته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ. کله وخت اړتیا لرو، چې مینه ناک چلند ووینو، یا هم مینه ناکې خبرې واورو، ترڅو اعتماد مو د مقابل لوري په احساس باندې لاپسې ټینګ او پیاوړی شي.

په اوږو باندې یې لاس تېر کړئ
کله وخت ځینې ساده او عادي حرکتونه کولای شي، د ژوند شریک ته مو مینه او محبت ثابت کړي. اړینه نه ده، چې تاسو باید کور له شمعو څخه ډک کړئ، دا چې کله وخت یې په اوږو باندې لاس تېر کړئ، نو هغې ته د خوندیتوب او ډاډ احساس ور لېږدوئ.

رښتیني واوسئ
هرومرو به مو اورېدلي وي، چې رښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی. که څه هم رښتینی اوسېدل تل آسانه کار نه دی، خو که چېرې غواړئ، چې ټینګه او اوږد مهالې اړیکه ولرئ، نو باید له دروغو څخه لرې شئ، البته اړینه نه ده، چې تل د خپل زړه خبره وکړئ، د بېلګې په توګه: که چېرې د ژوند شریک مو په کومه جامه کې چاغه معلومه شوه، د دې لپاره، چې په ځان باندې باور یې کم نه شي، نو غوره ده، چې حقیقت پټ کړئ، خو د ژوند د مهمو مسایلو په اړه، باید تل رښتیني واوسئ، په دې باندې ډاډه اوسئ، چې د ژوند شریک به مو هم ستاسو له دې چلند څخه منندویه وي.

کارونه یې په داوطلبانه توګه ترسره کړئ
که څه هم هر څوک د خپل کار مسؤول دی، خو اړینه ده، چې تاسو د خپلې مینې او لېوالتیا د ښودلو لپاره، کله وخت د مقابل لوري کارونه په داوطلبانه توګه ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: کور پاک کړئ، ترڅو یې حیرانه کړئ. دا کار نه یوازې له تاسو څخه کوم څه نه کموي، بلکې د ژوند د شریک په وړاندې مو ستاسو ارزښت او درنښت زیاتوي.

هغې ته د خوندیتوب احساس ورکړئ
د خوندیتوب له احساس څخه موخه دا نه ده، چې تاسو له هغې څخه په فزیکي توګه ساتنه وکړئ، بلکې باید له عاطفي پلوه هغې ته د خوندیتوب احساس ور ولېږدوئ. د ژوند شریک مو باید ستاسو ترڅنګ د آرامتیا او خوندیتوب احساس وکړي، له دې امله، که چېرې په زړه کې یې کومه اندېښنه شتون ولري، نو باید ژر تر ژره یې لرې کړئ. د دې احساس د لېږدولو لپاره، اړینه نه ده، چې کوم ستر کار ترسره کړئ، په سختو او ستونزمنو شرایطو کې ستاسو یوه خبره او یا هم یو حرکت کولای شي، هغې ته د خوندیتوب احساس ور ولېږدوي.

نظر ته یې درنښت ولرئ
په یوه عاطفي اړیکه کې، دوه کسان په دوو بېلابېلو شخصیتونو او اړتیاوو سره، یو د بل ترڅنګ درېږي، طبیعي ده، چې له یو بل سره د نظر اختلاف ولري، خو هغه اړیکه ټینګه او پایښت لرونکې ده، چې دوه کسان وکولای شي، له یو بل سره هوکړې او توافق ته ورسېږي. د بېلګې په توګه: د ستاسو یوه ټلویزیوني خپرونه نه خوښېږي، خو د ژوند شریک مو غواړي، چې هغه وګوري، په دې شرایطو کې، که چېرې نظر ته یې درنښت او ورسره ملتیا وکړئ، نه یوازې دا مو ښودلې ده، چې فکري بلوغ ته رسېدلي یاست او د لوړ درک ځواک لرئ، بلکې د ژوند شریک ته مو دا ورښودلې ده، چې څومره هغې او احساساتو ته یې ارزښت ورکوئ.

زغم ولرئ
زغم لرل، په خوله آسانه او ساده، خو په عمل کې ډېر سخت او ستونزمن کار دی. کله چې تاسو له اوسنیو شرایطو او حالاتو څخه خوښ او راضي نه یاست، خو زغمئ یې، مقابل لوری مو پوهېږي، چې څومره دې اړیکې ته ارزښت ورکوئ، په حقیقت کې تاسو نباید د ژوند شریک مو د کوم کار ترسره کولو ته اړ کړئ، که چېرې په اړیکه او یا د مقابل لوري په چلند کې بدلون راوستلو په لټه کې یاست، باید صبر وکړئ، ډاډ ولرئ، چې پایله به یې ترلاسه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل