سپورټ نړیوال کرکټ

IPL کې د سونېل نرېن درې ریکارډونه

سونېل نرېن په ۲۰۱۲ م کال کې له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره ملګری شو، له هغه راهیسې تر اوسه نرېن له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره لوبېږي، دا ټیم د سېنما ستوري شاه رخ خان دی.

دې لوبډلې دوه ځلې د ګاتم ګمبیر په لوبډلمشرۍ کې د آې پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده.

نرېن چې ۲۰۱۲ کال کې آې پي ایل سیالیو ته راغی او قرعه کشۍ کې شامل شو، له همغه لومړي سره پرې د ممبيي انډینز او کلکتې لوبډلې لانجه وه، په قرعه کشۍ کې له هغې وروسته کلکته لوبډله بریالۍ شوه او په ۷ لکه امریکایي ډالرو یې نرېن وپېره.

د نرېن بنسټیز قېمت ۵۰ زره ډالر و؛ خو ۷ لکه ډالرو ته یې بولي وخته او بیا کلکتې واخېست.

نرېن ۱۴ ځلې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په قېمت بولۍ ته وړاندې شوی؛ خو بیا په لوړ قېمت کلکتې اخېستې دی.

اول ریکارډ


۲۰۱۲ کال کې نرېن د پنجاب خلاف خطرناکه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې.

د آې پي ایل په ۱۷ مه لوبه کې چې پنځم پړاو یې و، کلکته لوبډله د پنجاب لوبډلې کوربنه وه، دا یوه ډی نایټ یا شپه او ورځ لوبه وه، دا د نرېن لومړۍ لوبه وه، چې آې پي ایل کې یې پیل وکړ.
نرېن په دغې لوبه کې ټول مینه وال ګوته په غاښ کړل.
ده په دریم اور کې د پنجاب لوبډلمشر اسټرالیايي اډم ګېل کرېسټ له مېدانه بهر کړ.
سونېل نرېن په دغه پړاو آې پي ایل کې په ۱۵ لوبو کې ۲۴ وېکټې واخېستې او پیل یې خورا په زړه پورې و.
په همدغه کال کلکتې د لومړي ځل لپاره د آې پي ایل سیالیو اتلولي وګټله.

دوهم ریکارډ
نرېن دوهم ریکارډ د ډیلي لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې جوړ کړ، شپږم پړاو آې پي ایل کې، کلکتې یو ځل بیا په نرېن ملا وتړله.
هغه په ۴ اورونوکې ۱۳ منډې ورکړې او څلور وېکټې یې واخېستې.

د شپږم پړاو لومړۍ او پرانېست لوبه وه، کلکتې پچه وګټله او توپ اچونه یې وکړه، د پیل په لومړي بال برېټ لي انموک چاند وسوځاوه او له دې وروسته مهیلا جایاوردني او ډېوېډ وارنر غوښتل چې ملګرتیا جوړه کړي او منډې وغځوي؛ خو نرېن یې ملګرتیا ور ماته کړه.
هغه دواړه وسوځول او وروسته یې بیا اشیش نِهرا هم له مخې پورته کړ.
یو بل لوبغاړی یې هم وسوځاوه او بالاخره د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

دریم ریکارډ
دریم ریکارډ هم په ۲۰۱۵ م کال کې د پنجاب خلاف و، نرېن په ۴ اورونو کې ۴ وېکټې واخېستې او ۱۹ منډې یې ورکړې.


منن وورا او ریډیمن ساحا یې وسوځول، له هغې وروسته یې ګلېن مکسویل په کېچ سره له لوبغالي بیرون کړ.
له دې وروسته یې یو لوبغاړی بل هم وسوځاوه.
خو د لوبې غوره لوبغاړی رسل راغی، هغه په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه ووهله او بریا کې یې ستر رول ولوباوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی