روغه سټه

د نقرس ناروغي؛ نښانې او درملنه یې!

لیکنه: پلوشه فضلي
اعلان

ژباړه او راټولونه: پلوشه فضلي

نقرس یوه التهابي ناروغي ده. نقرس ناروغي په وینه کي د یوریک اسید د سطحي د لوړېدو څخه منځ ته راځي. دا ناروغي په ښځو کي د نارينه وو په پرتله ۹ سلنه زیاته وي او ډېر وخت د درملو په کارولو سره ښه کېږي.

نقرس څه ډول ناروغي ده؟

نقرس يوه التهابي ناروغي ده چي په بندونو یا مفصلونو کي د يوریک اسید را جمع کېدو څخه منځ ته راځي. نقرس د آرتروز (د بندونو یا مفصلونو پاړسوب) يو دردناک شکل دئ چي ځیني وختونه په همدې خاطر ورته د مفصلونو د پاړسوب التهاب هم ورته وايي. یاده ناروغي زیات وخت د پښې بټه (غټه) ګوته تر اغېز لاندي راولي او بند ئې سخت درد ورکوي. پر څنګ ئې د پښې بندونه، د بجلکې بند، او د لاسونو بندونه تر خپل نفوذ لاندي راولي. په هر حال، په نقرس ناروغي کي هم مهاله له دوو څخه زیات بندونه التهابي کېدل غیر عادی و خطرناک عمل بلل کېږي.

کوم کسان په يادي ناروغي اخته کېږي؟

دا ناروغي د نارينه وو په پرتله په ښځو کي زیاته ده. نارينه تر ډېره د بلوغ وروسته او تر دې هم زیات تر ۷۵ کلنۍ وروسته په دې مریضۍ اخته کېږي. په داسي حال کي چي ښځي بیا تر ډېره هغه وخت په اخته کېږي کله چې( چي ئې) د عمر په لحاظ میاشتني عادت بند سي. دا هم د یادولو ده، چي که مو والدین په نقرس باندي اخته وي، ماشوم هم په ارثي ډول ۲۰ سلنه د نقرس په ناروغۍ د اخته کېدو چانس لري. نقرس ناروغي په وينه کي د يوریک اسید د سطحي د لوړېدو څخه رامنځ ته کېږي. یوریک اسید په طبیعي ډول سره د انسان په بدن کي توليدېږي. په عادی حالت کي دا ماده په وينه کي نه حلېږي او پښتورګي هغه د بدن د يوریا د یوې برخي په توګه دفعه کوي. په بدن کي د يوریک اسید سطحه هغه وخت لوړېږي کله چي تر اړتیا زیات یا لږ دفع او یا تر اندازې زیات توليد سي. نو په داسي وخت کي د يوریک اسید کرستالونه په بندونو کي غټېږي، او په همدې خاطر سره انسان د نقرس په ناروغي اخته کېږي. کوم کسان چي د خپل بدن یوریک اسیدو اندازې ته متوجه کېږي، هغوی په دې ناروغي نه اخته کېږي.

کوم لاملونه د نقرس ناروغۍ سبب کېږي؟

1- چاغښت؛
2- د الکهولو زیات چښاک و جذبول؛
3- د زیات پورین لرونکو غذاوو کارول لکه سمندري خواړه و ځیني غوښي؛
4- د یورتیک درملو زیاته کارونه؛
5- د بندونو یا مفصلونو زیانمنېدل؛
6- د پښتورګو په ناروغي اخته کېدل؛

د نقرس ناروغي ډېر وخت د پښې بټه ګوته اغېزمنوي او د شپې په ناڅاپي ډول دا درد را پورته کېږي او د لومړي ځل له پاره له ۱۲ څخه تر ۲۴ ساعتو پوري دوام کوي. همدارنګه شونې ده چي د ځینو بندونو درد تر څو ورځو پوري اوږد سي او څومره چي په یاده ناروغي کي ډېر وخت تېرېږي؛ هغومره ئې درد هم زیاتېږي. بله علامه ئې دا ده چي بند التهابي کېږي او سور رنګ غوره کوي.

نقرس نوري کومي ناروغۍ رامنځ ته کوي؟

– نقرس ناروغي هر وخت د پرمختګ په حال کي وي،
او کې ( که ئې) پر وخت درملنه ونه سي نو تر پوست/جلد لاندي د يوریک اسید کرستالونه راجمع کېږي چي د (TOEFI) په نوم یوه بله ناروغي رامنځته کوي چي هغه په لاسونو، ګوتو، او په پښو کي ښکاره کېږي – دا ناروغي دردناکه نه وي خو پسي زیاتېږي.
– د پښتورګي ډبره
د يوریک اسید کرستالونه ممکن د ادرارو/بولو په نلونو کي راجمع سي او په ډبره بدل سي.

د نقرس ناروغي تشخیص او درملنه ئې د ډاکټر په مرسته:

– عکس اخیستل؛
– بندونو ته حرکت ورکول؛
– د پېچکارۍ په واسطه التهاب اخیستل او هغه ازمویل

د یادي ناروغۍ د تشخیص لاري دي. او ډاکټر ممکن تاسو ته د التهاب ضد ګولۍ لکه ایبروفن، ناپروکسن او یا تر دې قوي څه درکړي – خو هیڅ وخت د ډاکټر له مشورې دا ګولۍ پر خپل سر وانخیستل سي. همدارنګه کېدلای سي چي ډاکټر تاسو ته د ایندومتاسین چي د درد او التهاب کمولو له پاره کارول کېږي، توصیه کړي.

په عنعنوي طب سره د نقرس ناروغۍ درملنه:

د هر ډول سنتي درملو کارولو دمخه باید د داکټر سره مشوره وکړئ چي ستاسي په درملو کي خو به مداخله نه کوي.
– قهوه:
له کافین پرته قهوه په وینه کي د یوریک اسید سطحه کموي.
– ویټامین سي:
پر نقرس ناروغي باندي کومه ښکاره اغېزه نه کوي خو په وینه کي د یوریک اسید سطحه کموي. نو تاسي فکر مه کوئ چي د ویټامین سي په زیاته اندازه استعمال به ډېره ګټه درته وکړي، بلکي زیات استعمال ئې په وینه کي د یوریک اسید سطحه لوړوي.
– ګیلاس یا چېري:
څېړونو ښودلې ده چي ګیلاس په وینه کي د یوریک اسید سطحه کموي خو د نقرس او ګیلاس ترمنځ کومه اړیکه نه ده ښودل سوې.

د نقرس ناروغۍ مخنیوی:

۱ـ له ۲-۴ لېټرو پوري مایعات باید وکاروئ چي نیمی ئې باید صافي اوبه وي چي دا اته یا شپږ ګیلاسه اوبه کېږي.
۲ـ له الکهولو چښلو څخه ډډه وکړئ.
۳ـ له مناسبي منبع څخه مناسبه اندازه پروټین وکاروئ او هم لبنیات چي لږ چربی لرونکي وي لکه: د چرګي هګۍ، بادام، او له ۱۱۳-۱۷۰ ګرامو پوري سره او د ماهي غوښه وخورئ.
مناسب غذايي رژیم ولرئ لکه مېوه، سبزیجات، غله او کم چربي لرونکي لبنیات او په لږه اندازه سره د ماهی غوښه خوړل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي