ژوند او ژواک

نوروز منګله ته راته رښتینی اتل یې. – رحیم ګل څاروان

نوروز منګل نن کرکټ پرېښود. څنګه دنیا ده او څنګه یې ژوند. څنګه عمر دی چې دومره ژر تیریږي.

نوروز منګل مې لس کاله مخکې لیدلی وو. دداسې لوبډلې کپټان وو، چې نه یې نوم درلود نه یې نښان.

د چمن حضوري ترڅنګ د المپيک په یوه ګوښه کې تاج ملوک بالینګ مشین ته وو، په یوه یوه بېټسمین به یې غږ کړ، چې هله بېټینګ ته ودریږه.

تاج ملوک وویل نوروزه پیډونه واچوه.

زما اول ځل وو چې د نوروز منګل نوم مې واورېده.

فیلډینګ لپاره چمن نه وو، خړه توشکه وه او د فیلډینګ تمرین.

لس کاله مخکې د نوروز منګل په مشرۍ لوبډله په یوه سفر تله، زه ورسره وم تر هوايي ډګره، دنیا هېلې وې. خو هیڅ داسې تمه نه وه، چې اینده به دومره وي لکه دا اوس چې ده.

نه ماليي ملاتړ وو، نه ولسي. سیاسي ملاتړ خو هیڅ نه وو. یوازې شهزاده مسعود وو.

نه مرستې وې، نه سپانسر. بس یوازې د نوروز منګل د لوبډلې همت، شوق، ژمنه او ما لیده څومره له وطن سره مینه.

رشخند به وو، یو نیم به ویل افغانستان او د کرکټ ملي لوبډله…

د نوروز منګل د هغه وخت لوبغاړي داسې نه وو، لکه نن چې دي، نه مشهور ول – نه چا پیژندل. نه ورسره چا سیلفي اخیسته. نه فیس بوک وو.

ښه مې په ياد دي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په څلور لارې کې د نوروز منګل لوبډله ودرول شوه، یوه امنیتي سرتیري ودروله، یو لوبغاړی ور وړاندې شو. ورته یې وویل د کرکټ ملي لوبډله ده. ویل یې اخوا شه او څو نور ټکي……

خو اوس نوروز منګل خدای په اماني کوي.

له داسې لوبډلې سره خدای په اماني، چې نړۍ یې پيژني. هر لوبغاړی یې مشهور دی.

نوی نسل دی، شوق دی. دې لوبې سره مینه ده.

داسې لوبډله چې ولس یې په هر څه کې ښکیل دی. د ادارې له بدلون را واخله د لوبغاړي تر بدلونه ولس پرې غبرګون ښيي.

نن نوروز منګل لاړ، د هغه وخت نوروز منګل چې شونډې به یې وچې وې، څېره به یې خړه وه، سلګونه ارمانونه به یې څېره کې وو. نامعلومې هېلې ته په تمه وو، نن خوښ، خندان ځي.

نن داسې لوبډله پرېږدي چې کلونه کلونه یې ورته خوارۍ ګاللي.

نوروز منګله ته راته رښتینی اتل یې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */