افغانستان سیاست سیمه

د ننګرهار سرحدي ولسوالیو ته اضافي سرتیري استول شوي

د ننګرهار ولایت چاروکي وايي، د لال پورې او ګوشتې ولسوالیو ته یې د پاکستاني د راکټي بریدونو د ځواب لپاره اضافي سرتیري او توپچي ځواکونه استولي او د کابل د امر په تمه دي.

په دې اړه د یکشنبې په مازیګر د ننګرهار والي ګلاب منګل په یوه غونډه کې وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.

ښاغلي منګل وویل، په ننۍ امنیتي غونډه کې پریکړه شوې چې پلي سرتیري او ملاتړي توپچي ځواګونه هم د ګوشتې او هم د لال پورې ولسوالۍ ته واستوي.

په تیرو دوو ورځو کې دا دواړه ولسوالۍ د پاکستاني پوځي د توغندیو د بریدونو لاندې دي او په سیمه کې یې ځینې کسان ټپیان کړي او یو شمیر کورونه یې ویجاړ کړي دي. له سیمې څخه په سلګونو کورنۍ نورو خوندي سیمو ته کډه شوې دي.

د ننګرهار، کونړ او د افغانستان پر نورو هغو سیمو چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پرتې دي، د پاکستان له خوا وروستي بریدونه وروسته له هغې کیږي چې پاکستاني چارواکو ادعا وکړه، ددې هیواد د وروستیو خونړیو بریدونو پلانونکي افغانستان کې خونډي اډې لري.

پاکستاني پوځ وايي، ددې هیواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن ته ویلي چې د دوی د هغې پالیسۍ امتحان دې نه اخلي چې له پولې اغاړه نه اوړي او عملیات نه کوي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، له هغو سیمو چې د پاکستان د توغندیو تر برید لاندې دي، بې ځایه شویو کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسیدلي دي. هغه وویل هغه مساپرو ته یې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې په تورخم کې بند پاتې دي.

بل خوا په ختیزه سیمه کې د سرحدي لوا قومندان سمونوال محمد ایوب حسين خيل ډاډ ورکړی چې هیچا ته به د افغانستان د یوې لویشتې خاورې د لاندې کیدو اجازه هم ورنه کړي.

په ننګرهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې ګڼو افغانانو پر سرحدي سیمو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د خپل دولت تر څنګ یې د پاکستان په وړاندې د دریدو هوډ څرګند کړی.

په ورته وخت کې وړمه ورځ افغان ولسمشر د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان جګړه د دولت له دولت سره نااعلان شوې جګړه وبلله چې اشاره یې د پاکستان له خوا د افغانستان په وړاندې نااعلان شوې جګړې ته وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */