افغانستان سیاست

ننګرهاروالي: د ولایتي شورا ریس احمد علي حضرت او غړی، اجمل عمر اقتصادي مافیا ده

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د ننګرهار والي نن سهار په خپله فیسبوک پاڼه “د اقتصادي خبیثه او انحصاري حلقو افشا” په نوم یوه اوږده مقاله خپره کړې، چې پکې د ننګرهار ولایتي شور ریس احمد علي حضرت او د ولایتي شورا غړی اجمل عمر په اقتصادي انحصار د ولایتي ادارو په کارونو کې په لاس وهنه تورن کړل.

والي شامحمود میاخیل وايي، د ولایتي شورا ریس احمدعلي خپل ټول وخت په داخلي او بهرنیو سفرونو او چکرونو تیروي او د خپلې ادارې له کارونو هم خبر نه دی. والي تور پورې کوي، چې احمدعلي د ولایت په هیڅ غونډه او مجلس کې ګډون نه کوي، بلکې یواځې کوښښ کوي، چې د نظامي شورا په غونډه کې ګډون وکړي.

والي شک کوي، چې د ولایت په اونیزو نظامي شورا مجلسونو کې د احمدعلي او اجمل عمر د ګډون ټینګار بې هدفه نه دی. هغه وايي، په همدې اساس يې د هغوی ګډون په دې جلساتو کې منع کړ.

شاه محمود میاخیل وايي، احمدعلي تخریبوونکی دی او په فیسبوک کې يې پلویان په ولایتي ادارې او حکومت پسې له جعلي ادرسونو منفي تبیلیغات کوي.

نوموړي د شیرزادو د شوکاڼې د استخراج خبره هم وکړه او ويې ویل، چې ولایتي اقتصادي مافیا پکې شریکه وه. هغه زیاتوي، چې د ګمرکي اصلاحاتو لپاره يې کار کړی او د سره رود ولسوالۍ په رهبرۍ کې یې تغیر راوستی.

په شیرزادو کې سیمه ایزه اردو:

د ننګرهار والي وايي، چې د شیرزاد ولسوالۍ د امنیت د تامین لپاره پلان لري، چې منطقوي اردو جوړه کړي. هغه وايي، د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ترې غوښتي، چې هغه پورې تړلي کسان په دې اردو کې شامل کړي.

والي لیکي:

“د ښاغلي اجمل عمر مقصد دا و که د ده نفر په دغه ټولیو کې ځای په ځای شي، نو بیا به دی د دغه شوکاڼې د غیر قانوني استخراج او ترانسپورت نه په ښه او مصئونه توګه برخه اخلي.”

میاخیل وايي، چې د اجمل عمر د غوښتنې خلاف يې په شیرزادو ولسوالۍ کې د قومي شورا ګانو څخه وغوښتل، چې خپل د خوښې کسان دوی ته معرفي کړي.

والي زیاتوي، کله چې اجمل عمر په دې پوه شو، چې اقتصادي سرچینې به يې وچې شي، د سیمه ایزه اردو د جوړیدو د پروسې په وړاندې يې خنډونه جوړ کړل او دا پروسه يې څو ورځې د ځنډ سره مخ کړه.

د ننګرهار والي وايي، چې د ولسمشر د حکم په اساس د ننګرهار والي دی او هیڅ اقتصادي انحصاري کړیو سره د جوړ جاړي ته اړتیا نلري.

والي وايي، چې مخالفین يې ورخطا کړي او هغوی اوس کوښښ کوي، چې د عامو خلکو په مینځ کې ویره خپره کړي. نوموړی ټینګار کوي چې د مخالفینو په ضد په خپل پلان سره مبارزه کوي او مافیا خپل څنګ ته نه نږدې کوي.

د یادونې ده، چې د والي تر څرګندونو یوه ورځ وړاندې، د ولایتي شورا ریس احمدعلي په ولایتي اداره تور پورې کړ، چې د ولایتي شورا او ولس سره د امنیت په برخه کې همغږي نه کوي.

نوموړی ویلي وه، چې د ننګرهار ولایتي اداره د مافیایي کړیو او قاچ قبرانو په وړاندې چپ ده او هیڅ ډول اقدام نکوي. ده ټينګار وکړ، چې ولایتي اداره دې د مافیاوي کړیو نومونه واخلي؛ رسوا دې کړي او ودې نیسي. هغه د ولایتي ادارې کارکوونکي په ادرې فساد کې ښکیل وبلل.

د ولایتي شورا غړي اجمل عمر هم د ننګرهار ولایتي اداره کمزورې بللې، او په ټکو يې کله چې ولایتي اداره ناکامه شي، نو بیا يې پړه په مافیا اچوي. نوموړي هم په ولایتي اداره غږ وکړ، چې د مافیايي کړیو نومونه دې واخلي.

ده د ننګرهار ولایت په محبس کې د پراخ فساد خبره وکړه او زیاته يې کړه، چې ولایتي اداره يې په مخنیوي کې پاتې راغلې.

بل لورې ته، د والي د وروستیو څرګندونو په اړه د ولایتي شورا ریس احمد علي حضرت کوم غبرګونه نه دی ښودلی، خو د ولایتي شورا غړي اجمل عمر یاران ته ویلي، چې د والي ټول تورونه بې اساسه دي او دی تیار دی، چې د ولس او رسینو په وړاندې ورسره مخامخ سپيناوی وکړي.

د ننګرهار د والي یاد پوسټ:

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین