افغانستان اقتصاد

د کورنیو تولیداتو نندارتونونه؛ د ښځو لپاره د لازمې اسانتیا نه شتون

لیکنه: الما افغان
اعلان

که څه هم په افغانستان کې کلونه، کلونه کیږي چې، د هیواد تولیدات په بیلابیلو ولایتونو کې اخیستلو ته یې د خلکو د هڅونې په خاطر نندارې ته وړاندې کیږي، ډیری ګډونوال او لیدونکي يې نارینه وي.

۱. له نندارتونه موخه څه ده؟
نندارتون ددې لپاره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې جوړیږي چې، هیوادوال له خپل صنعت، لاسته راوړنو، لاسې صنایعو خبر کړي او خپل تولید وکاروي.

ترڅنګ يې د سوداګرو په هیواد کې پانګې اچونې ته هڅونه، هیوادوال د خپلو تولیداتو پیر ته هڅول او د هیواد اقتصاد ته پرکختګ ورکول د نندارتون د پرانیستو نورې موخې دي.

۲. نندارتون د تیرو څو کلونو راهیسې د خلکو په ژوند څه اغیز کړی؟
نازینه نومې پیغله سوداګره څلور کاله کیږي چې، په خپل لاس جوړې شوې جامې پلوري او د نندارتون له برکته يې د نوموړې په وینا ورځ تر بلې سوداګرۍ مخ په ښه کیدو ده هغه وايي:
«موږ افغانې ښځې له هیچا هم کمزورې نه یوو، د یوې ځوانې په توګه زه مې د خپلې کورنۍ لاسنیوی کوم او د همدې سوداګرۍ له لارې مې هم خپل لاس نورو ته د خیرات غوښتو څخه ژغورلی او هم مې کورنۍ د نورو له احتیاجه ساتلې.»

۳.د نندارتون د ځینو لیوالو نندارکوونکو کورنیو ګیله!
مدنې فعاله وږمه بارکزۍ د تیر ځل نندارتونونو له جوړیدو ډیره ګیله منده ده او وايي:
«زه تیر ځل د خپلې کورنۍ سره په پوره ډاډ، تفریح او د ځینو کورنیو تولیداتو د رانیولو په پلمه په ننګرهار کې جوړ شي نندارتون ته ورغلم خو نندارتون ته په رسیدو مې اراده بدله شوه.»

هغه وايي د مېرمنو کمرنګه ونډه، د مصونیت نه احساس، ناسم چاپیریال او روان ناسم امنیتي وضیعت هغه مهم ټکي وو چې، يې د نندارتون له نندارې راوګرځولو.

که په راتلونکو کې د نندارتونونو د جوړیدو په صورت کې پورتنیو ټکو ته پام ونه شي نو لیرې نده چې، د نندارتونونو ګډونوال او سوداګرې مېرمنې دې په دغه برخه کې د پرمختګ تمه ولري، بلکې لا به يې کمرنګي احساسوي.

۴. د خپل وطن د تولیداتو ننداره یواځې د نارینه وو حق دی که د مېرمنو هم؟
همدا پوښتنه راته د ننګرهار د صنایعو او معادنونو خونې د عامه اړیکو مسوول شکیب شریفزی ځوابوي، نوموړی وايي:
«د نندارتونه ننداره د هیواد د ټولو وګړو حق دی که هغه نارینه وي که ښځینه.»

د مېرمنو په برخه کې د ننګرهار د ښځو د چارو ریاست د همکاري، روان ناسم امنیتي حالات، د مېرمنو کمزوری اقتصاد او داسې نور ټولنیز محدودیتونه هغه موارد دي چې، ښاغلی شریفزی يې په نندارتونو کې د مېرمنو د نه ګډون لاملونه بولي.

د شکیب په وینا په راتلونکو کلونو کې به د نندارتونو په برخه کې پرتې ټولې نوټ شوې ستونزې حلوي.

د یاد وړ دا چې پخوا هغه مواد چې، موږ له بهره هیواد ته راوړل نن مو په خپل هیواد کې د هیواد والو په مرسته د جوړیدو وړ او هم نورو هیوادونو ته د صادراتو جوګه شوي.

یادونه: جلال اباد کې د وروستي په لاره اچول شوي نندارتون کیسه هم همداسې وه، د ښځینه ونډه په کې ډیره کمه وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده