افغانستان عمومي

ننګرهار: د مقناطیسي ماینونو ماهر نیول شوی

د ملي امنیت د ریاست لخوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په ننګرهار کې د مقناطیسي بمونو یو استاد نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کس د مقناطیسي بمونو په جوړولو او ځای په ځای کولو کې پوره مهارت درلود او په زیاتو تروریستي پیښو کې ښکیل و.

د خبرپاڼې په حواله نوموړي د تښتونکو له ډلو سره هم لاس درلود.

خبرپاڼه لیکي، چې یاد کس بریالی نومیږي او د ننګرهار ولایت اړوند غازي امان ښارګوټي ته څيرمه د ملي امنیت سرتیرو نیولی دی. پولیسو ته د مجرم سره یو ځای ۶ مقناطیسي بمونه او دوه بې غږه تفانچي هم لاس ته ورغلي.

د دولت ضد کومې وسله والې ډلې په دې اړه کومه تبصره نه دې کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */