ټولنیز ژوند

که نوم مو په ( الف ) توري پیلېږي، نو ویې لولئ

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هغه څه، چې یو شخص پیاوړی او ځواکمنوي، د ژوند په واقعیتونو باندې د هغه سترګې نه پټول دي، هغه پوهېږي، چې هېڅ څیز په آسانۍ سره نه شي ترلاسه کېدای او هره شېبه باید چمتو واوسي، ترڅو د خپلو غوښتنو لپاره وجنګېږي. کله چې ژوند مو هیلې پرته له کوم کړاوه پوره کوي، نو لږ لږ له دې شرایطو سره عادت کېږئ، په پایله کې، کله چې له سختو او ستونزمنو شرایطو سره مخامخ کېږئ، نو په خپل ځان باندې له اړین باور څخه برخمن نه یاست.

خو دا خبرې د هغو کسانو په اړه، چې نوم یې د (الف) په توري سره پیلېږي صدق نه کوي هغوی مور زادي رهبران دي، چې په ښه توګه پوهېږي، څنګه د ژوند په لوړو او ژورو کې، په خپلې موخې باندې تمرکز له لاسه ورنکړي.

که چېرې ستاسو نوم په (الف) توري سره پیلېږي، نو شخصیت مو له ځواکمنو ځانګړتیاوو څخه مالامال دی، که څه هم ستاسو لپاره به ښکاره نه وي، خو تاسو د څو اړخیز شخصیت خاوندان یاست، چې تاسو ته دا شونتیا درکوي، ترڅو نړۍ ته په خپلې خوښې او دغه راز په خپلې ګټې سره بدلون ورکړئ.

دا کسان دومره هوښیار او ځیرک دي، چې د نورو په څېر نه کېږي او په اړین وخت کې په یوازې توګه د خپلې موخې لپاره جنګېږي او هوښیار پاتې کېږي.

که چېرې نوم مو په (الف) توري سره پیلېږي، نو لاندې ځانګړنې ولولئ:
۱ ـــ په ځان باندې ډاډه یاست او په یاد ولرئ، چې په ځان باندې باور لرل، هرې غوښتنې ته مو د رسېدو کیلي ده.

۲ ـــ تاسو په ښه توګه پوهېږئ، چې کله وخت څنګه د ستونزو په اړه په بې تفاوته اوسېدو سره، ځان ته لومړیتوب ورکړئ، مه هېروئ، چې ستاسو اروایي آرامتیا او هوساینه تر ټولو مهمه موضوع ده.

۳ ـــ تاسو تل په خپلې موخې باندې متمرکز یاست، هېڅ ارزښت نه لري، چې د حواسو د ګډوېدو لپاره څومره موضوع ګانې شتون لري. تمرکز او ژمنه مو بېسارې ده.

۴ ـــ ترڅو چې خپل مراد ته نه یاستئ رسېدلي، نو تل په خپلې موخې باندې تمرکز کوئ.

۵ ـــ ستاسو کوښښ تل د زغم لرلو لپاره دی، خو په هر ځای کې په چټکه توګه کولای شئ، غبرګون ښکاره کړئ.

۶ ـــ تاسو ډېر جذاب، با نزاکته او روڼ اندي یاست، د ادب او نزاکت مراعاتول ستاسو لپاره ډېر زیات ارزښت لري.

۷ ـــ د نورو پیغورونه، طعنې او بدې خبرې په تاسو باندې اغېزه نه کوي.

۸ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو لپاره، یو نعمت ګڼل کېږئ، ځکه چې د ستونزو د حل کولو فوق العاده مهارت لرئ.

۹ ـــ د یو خان زاده په څېر ژوند کوئ.

۱۰ ـــ تاسو کولای شئ، هر ډول بحراني شرایط په سولې سره پای ته ورسوئ، ځکه چې د خبرو او وینا له غوره مهارت څخه برخمن یاست.

۱۱ ـــ ستر زړه لرئ او دا ځانګړتیا مو ډېر زیات کسان ستاسو لور ته را ماتوي. هغوی ستاسو د استدلال له ځواک څخه د ګټه اخیستنې لپاره، تل تاسو ته رجوع کوي او تاسو یې هېڅ وخت نه ناهیلي کوئ.

۱۲ ـــ تاسو ته د خپلو احساساتو په اړه خبرې کول ستونزمن کار دی او په ډېر پشتکار سره، له خپل زړه څخه ساتنه کوئ.

۱۳ ـــ تل هڅه کوئ، چې د نورو په اړیکه باندې ډېر زیات اغېز ولرئ.

۱۴ ـــ تاسو په همېشنۍ او نه درېدونکې سیالۍ او رقابت کې ژوند کوئ، ترڅو هره ورځ د تېرې ورځې په پرتله ښه او غوره انسان واوسئ.

۱۵ ـــ تاسو د خپلو شاوخوا خلکو لپاره، ښه، غوره او خوږ انسان یاست، چې نوم مو په (الف) توري سره پیلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل