کلتور او هنر

نغمه وايي، د لمسي په تصویر یې خلکو ددې د زوی ګومان کړی

لیکنه: یاران هنر

نامتو افغان سندرغاړې نغمه وايي، ددې د لمسي او د شفیق مرید د زوی په تصویر خلکو ددې د زوی ګومان کړی دی.

هغې دا سپیناوی وروسته له هغې کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د نغمې یو تصویر خپور شو چې یو کوچنی ماشوم یې په غیږ دی او ګڼو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې دا تصویر خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې دا د نغمې نوی زیږیدلی زوی دی.

د ټولیزو رسنیو ګڼ افغان کارونکي چې ډیر کله په داسې مواردو کې د هنرمندانو په وړاندې په ډیرې سپین سترګۍ لیکل کوي او د هغوی شخصیت ته هیڅ ډول درناوی نه ساتي پرې د تصویر لیکل وکړل او رنګارنګ خبرې او مسخرې یې پسې غوټه کړې.

اوس نغمې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ددې زیاتره دوستان پوهیږي چې په غیږ کې یې د شفیق مرید زوی او د نغمې لمسۍ زاهد جان دی. خو هغوی چې نه دې خبر اوس دې خبر شي.

هغې د پښتو دا متل هم پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې( څو ريښتیا راځي دروغو په کلي وران کړي وي. )

نغمه وايي، ځینو دوستان ترې د لمسي د تصویر غوښتنه کړې وه، دا عکس یې هغوی ته استولی و خو هغوی ددې له اجازې پرته ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. او دا یې هم ورسره نه دي لیکلي چې دا د نغمې لمسی دی.

هغې لیکلی چې زاهدجان لمسی یې یو نیم کلن دی.

د یادونې وړ ده چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ افغان کارونکي د خپلو سندرغاړو او هنرمندانو په اړه په ځانګړې توګه د ښځینه هنرامندانو په اړه ډیر کله داسې مسخري کوې، چې ددې سندرغاړو شخصي ژوند او کورني محرمیت ته په کې هیڅ ډول درناوی نه وي.

په دې وروستیو کې بلې افغان سندرغاړې سیتا قاسمي هم په یوه ویډیو کې له خپلو مینه والو شکایت کړی چې ددې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې مسخرې کوي او بې ځایه خبرې پسې خپروې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر