د ښځو وزارت لېواله نغمه: افغانان راسره مینه لري خو د مینې په چل نه پوهیږي

لیکنه: صادق طارق

ښاپېرۍ نغمه هغه افغان هنرمنده ده، چې سندرو او ښایست یې د څو نسلونو زړونه وړي دي.

هغه د وړو، زړو او ځوانانو ټولو خوښیږي. دا مینه دومره شدیده او سرعامه ده، چې ډېری خلک د یو چا د ښکلا د ستاینې پر وخت نغمه په مثال ورکوي او وایي پلانۍ د نغمې په شان ښکلې ده.

د ښځو وزارت لېواله نغمه
ښاپېرۍ نغمه په وروستیو کې کابل ته راغلې او څه وخت وړاندې د بي بي سي پښتو تلویزون مېلمنه وه.

نغمې په دې مرکه کې د سیاست په اړه وویل: خدای مه کړه چې ورته مخه کړم خو که مې مخه شوه د ښځو چارو وزارت او ښځو ته خدمت به کوم.

نغمه دا هم وایي، چې د دې په ګډون په ګوتو په شمارو افغانو ښځو د ملالې، رابعه بلخي او نورو ښځینه مشاهیرو څخه زیاته اتلولي کړې ده.

دلیل یې دا ګڼي، چې د هغوی په وخت کې ځانمرګي بریدونه، افراطي دریځونه او نورې ستونزې دومره جدي نه وې، خو د دوی په دور کې ننګونې پریمانه او ښځو ته کار تر هرڅه سخت دي.

نغمه ځان قهرمانه ګڼي او وايي تاریخ باید په درنه سترګه ورته وګوري.

له کابله خوابدې نغمه
نغمه په دې مرکه کې وایي چې د کابل او وطن چاپېریال یې د ناپاکۍ، غربت، ترافیکي بې نظمۍ او نورو ستونزو له کبله ځوروي.

هغه وایي که اولادونه وطن ته راوړي سمدستي به ټول د چټلې هوا، ناپاک چاپېریال او نورو ستونزو له کبله مریضان شي.

نغمه نیوکه کوي، چې خلک بې حسه شوي او خپل مسولیتونه یې هېر کړي.

د دې په وینا ډېرو خلکو د اروپا او امریکا په کچه بنګلې جوړې کړي، خو د کور شاوخوا یې ناپاکه او له چټلیو ډکه ده.

سوله ښکر که لکۍ لري؟
نغمه په دې مرکه کې د سولې په اړه هم غږیږي او وایي نه پوهیږي چې سوله ښکر که لکۍ لري، یا بل ډول ده چې نه راځي.

هغه طالبانو ته وایي، چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.

دا ورته دا وعده هم ورکوي، چې که سوله وکړي او له نغمې وغواړي څو ټیکری په سر او هغوی ته نعتونه ووایي، ورسره به یې ومني.

د ملي ځواکونو ملاتړ ته چمتووالی
ښاپېرۍ نغمه دا هم وایي چې افغان ځواکونو ته د مورال ورکولو لپاره حاضره ده څو د جګړو جبهو ته لاړه او هملته ورته سندرې ووایي.

هغه د ډاکټرنجیب د واکمنۍ خاطرې او (لالیه هوابازه) سندره یې یادوي، چې له هوایي عملیاتو خوابدي پیلوټان یې بیا کار او الوتنو ته هڅولي.

د نغمې په وینا دا سندره یې وه، چې افغان پيلوټان یې وننګول څو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

هغه دا هم وایي، چې پخوا لوډسپیکرونه نه وو او دې په داسې ځای کې افغان ځواکونو ته د ټانګونو پر سر سندرې ویلي، چې بلې غاړې ته یې مجاهدین نیږدې وو او هغوی یې هم له سندرو خوند اخیسته.

پر ژوند بې اعتباره نغمه
د نغمې په اړه یوه عامه خبره دا ده، چې هغې خپل څو نسله مینه وال زاړه کړل، خو دا لا ځوانه او هماغسې شوخه شنګه پاتې ده.

خو نغمه په دې مرکه کې د ژوند او راتلونکي عمر په اړه یې ډېره خوشبینه نه ښکاري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ترکله به سندرې وایي، وویل: ترڅو چې مې غږ ښکلی وي او انرژي ولرم، سندرې وایم، خو پر ژوند باور نشته!

نغمې له منګل سره تر بیلتون وروسته د یوه جهادي مشر له زوی سره واده کړی

د اصیلي موسیقۍ په لټه
نغمه وایي پخوانۍ سندرې یې ځکه تر اوسه خلک خوښوي، چې د موسیقۍ اصیلې افغاني آلې پکې غږول شوې وې.

هغه زیاتوي:اوس هم د دغو آلو په غږونکو پسې ګرځمه، خو نه پیدا کیږي.

نغمه د موسیقۍ له اوسنیو عامو شویو آلو څخه خوشاله نه ده، وایي اصیله افغاني موسیقي تلپاتې ده او ځانګړی خوند لري.

نغمه ښه شعر، ښه کمپوز او ښه غږ د ښو سندرو معیارونه ګڼي او پخپلو سندرو کې دا معیارونه ورته ښکاري.

د ډاکټرۍ شوقي
ښاپېرۍ نغمه وایي که سندرغاړې شوې نه وه، د طب ډاکټره شوې به وه.

دا اوس هم ځان ډاکټره ګڼي خو وایي توپیر دا دی چې اوس د خلکو رواني درملنه کوي او هغه وخت به یې جسماني درملنه کړې وای.

د نغمې په وینا د ښوونځي په لومړنیو کلونو کې لایقه نجلۍ وه او هرکال به د ټولګي دویمه ـ درېیمه نومره وه.

د زیاتو خلکو په شان په درسونو کې د هغې هم د ریاضي مضمون بدې راته، خو تاریخ او جغرافیه یې د خوښې مضامین وو.

د مینه والو پر مینې اعتراض
ښاپېرۍ نغمه وایي د خپلو مینه والو خوښیږي او دا ورته مهمه خبره ده، خو ګیله کوي چې افغانان د مینې په چل نه پوهیږي.

نغمه، چې د یوه سپین ږیري مینه وال لخوا یې د دې په لیدو د ګریوان شلولو ویډیو یو وخت ډېره رسنیزه شوې وه، وایي: مینه وال باید د ګریوان شلولو پرځای راته ګل راکړي.

هغه د دې باوجود هم د خپلو مینه والو مینې ته درناوی لري.

له کمالونو ډکه ښځه
نغمه وایي یوازې د سندرو کمال یې نه دی زده؛ په اشپزۍ، موټر چلولو، د لباسونو په ډیزاین، خیاطۍ او نورو شیانو کې هم ماهره ده.

د دې په وینا د جامو ډیزاین یې خپله کوي او په سندرو کې تر یو ځل اغوستو وروسته یې خپلو دوستانو ته ډالۍ کوي.

ربابي ملنګه راشه!
نغمې په دغه مرکه کې د مشهور افغان شاعر پيرمحمد کاروان (ربابي ملنګه راشه!) نظم هم زمزمه کړ.

د هغې په وینا دا نظم یې تازه ویلی، چې زر به یې له موسیقۍ سره خپلو مینه والو ته وړاندې کړي.

له بي بي سي سره د مرکې لینک؛