سینما او موسیقي کلتور او هنر

د نغمې د تشدد کیسې؛ د یوه کس سریې مات کړی او یو ترافیک یې په موټر وهلی

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ښاپېرۍ نغمه هغه افغان هنرمنده ده، چې سندرو او ښایست یې د څو نسلونو زړونه وړي دي.

هغه د وړو، زړو او ځوانانو ټولو خوښیږي. دا مینه دومره شدیده او سرعامه ده، چې ډېری خلک د یو چا د ښکلا د ستاینې پر وخت نغمه په مثال ورکوي او وایي پلانۍ د نغمې په شان ښکلې ده.

د نغمې د ژوند، ښایست، هنر او لاسته راوړنو زیاتې کیسې به مو اوریدلې وې؛ دلته یې د ماشومتوب او ځوانۍ د تشدد څو کیسې درسره شریکوو.

دا کیسې ښاپېرۍ نغمې پخپله یوه تازه مرکه او کنسرټ کې کړي.

دا کنسرټ د لمر تلویزون په دېره خپرونه کې د لوی اختر په مناسبت برابر شوی و.

د یوه کس د سرماتولو کیسه

ښاپېرۍ نغمې په دې مرکه کې د خپل ماشومتوب یوه کیسه وکړه او ویې ویل: په ماشومتوب کې مې د ورور یو ملګری کور ته راغی، ویل یې: ورور دې هلکانو ایسار کړی، وهي یې!

د نغمې په وینا له دې سره دا په منډه کوڅې ته ووته، ګوري چې یوه مشر هلک یې ورور په ویاله کې منډلی او ډبوي یې.

نغمه وایي: ما هم دستي پردغه هلک د خښتې ګوزار وکړ، چې سر یې مات شو.

د نغمې په وینا د هغه هلک مور پولیسو ته عریضه کوي، چې وروسته پولیس د دوی دروازه ټکوي، خو همدا چې ویني ماشومې نغمې هغه غټ هلک په وینو لړلی، بیرته پخپله مخه ځي او هغه هلک ملامتوي.

نغمه په خندا وایي: که هغه کس اوس ژوندی وي او په سر یې هغه زخم وي، خوشاله به وي، چې نغمې پرې سرمات کړی.

د ترافیک په موټر وهل

ښاپېرۍ نغمه په دغه مرکه او کنسرټ کې د خپلې موټر چلونې کیسې هم وکړې.

ویل یې: په ځوانۍ کې یې موټر چلونه په کابل کې زده کړي او هغه مهال یې خپل موټر پخپله چلوه.

( د یادونې وړ ده، چې نغمه د کمونیست پلوه حکومت پر مهال په کابل کې مطرحه او د پام وړ سندرغاړې وه، همدلته یې ژوند کاوه).

نغمې په دغه مرکه کې پخپل موټر د یوه ترافیک د وهلو کیسه هم وکړه.

نوموړې وویل: په انټرکانټیننټل کې مې کنسرټ و، په بېړه مې موټر ځغلوه، چې زر ورسیږم، هوټل ته نیږدې یوه ترافیک د ورو تګ اشاره وکړه، خو ما نه د بریک نیولو پرځای موټر لا تیز او ترافیک ووهل شو.

د هغې په خبره ترافیک پېژندلی و او ویلي یې و، چې نغمې سهواً په موټر وهلی.

نغمې د دغه ترافیک د ژوبلیدو سطحه او وروسته له دې څخه په دې اړه د پلټنو یا نه پلټنو په اړه څه ونه ویل، خو داسې ښکاري چې یا به ترافیک نه وي غوښتي دا موضوع تعقیب شي او یا به د وخت حکومت کې د نغمې د مطرح والي له کبله یې وس نه وي شوی.

نغمه هغه مهال د کورنیو چارو وزارت لوړپوړې او مطرحه افسره وه.

د نغمې په اړه د یاران وېب پاڼې دا مفصله لیکنه هم د لوستو ده:

https://yaraan.com/naghma-singer/

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق