سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

یوسف پټان ته د راشدخان او محمد نبي مبارکي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي غوره الراونډر يوسف پټان چي لا اوس هم د هندوستان په پريمر ليګ او کورني کرکيټ کي په خورا جوش او جذبې لوبي ترسره کوي، ۳۶ کلن سو.

يوسف پټان په ۱۹۸۲ز کال د نومبر مياشتي په ۱۷مه نيټه د هندوستان په يوه مسلمانه، دينداره او پښتنه کورنۍ کي وزیږيدی.

پټان ته د کرکټ پوهانو، کرکيټرانو، ورزشکارانو او لوبډلو ترڅنګ افغاني کرکيټرانو، راشد خان او محمد نبي هم دده د ۳۶مي کليزي مبارکي ويلې ده.

راشد خان پرخپل ټويټر پاڼه د يوسف پټان او خپل ګډ انځور ترڅنګ ليکلي چي پياوړي توپوهونکي او غوره انسان ته دي کليزه مبارک وي.

راشد خان یوسف پټان ته مبارکي ویلې

محمد نبي هم پرخپل ټويټر پاڼه د خپل او يوسف پټان د ګډ انځور ترڅنګ ليکلي چي يوسف پټانه وروره کليزه دي مبارک سه.

محمد نبي او راشد خان په ۲۰۱۸ز کال IPL کي د يوسف پټان سره يوځای په سنرايزرز حيدراباد لوبډلي کي ولوبيدل، دوی د يوبل سره ګډ مجلسونه وکړل، خوږې کيسې يې سره وکړلې او ان يوسف پټان ورته په خپل کورکي ميلميستا هم ورکړل.

يوسف پټان هيله لري چي خپله مورنۍ ژبه پښتو زده کړي نوځکه راشد خان او محمد نبي هم ورسره پدې برخه کي مرسته کوي.

په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال IPL لوبو کي بياهم يوسف پټان د محمد نبي او راشد خان سره يوځای په سنرايزرز حيدراباد لوبډله کي لوبيږي.

محمد نبي پټان ته ویلي، وروره مبارک دې وي

يوسف پټان په ښی لاس بې رحمه توپوهنه کوي او ښی لاسی اپ بريک توپ اچوونکی دی.

نوموړي خپله لومړۍ نړيواله شل اووريزه لوبه د اسټرالیا په وړاندي په ۲۰۰۷ز کال د سپټمبر په ۲۲مه نيټه ترسره کړل.

د ۲۰۰۸ز کال د جون مياشتي به ۱۰مه نيټه د پاکستان په وړاندي يې لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کړل.

د ملي لوبډلي ترڅنګ په هندوستان پريمرليګ کي د ۲ کلونو لپاره د راجستان رويالز، د ۶ کلونو لپاره د کلکته نايټ رايډرز او په ۲۰۱۸ز کال کي د سنرايزر حيدراباد لوبډلي لخوا واخيستل سو چي په راتلونکي پړاو IPL کي به هم د محمد نبي او راشد خان سره يوځای په لوبډله کي ولوبيږي.

يوسف پټان په ۲۰۱۳ز کال کي د افرين خان سره واده وکړ چي اوسمهال دوه اولادونه لري.

نوموړي په ۵۷ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۸۱۰ منډي کړي او ۳۳ لوبغاړي سوځولي دي، دوې سليزي او درې نيمه سليزي يې وهلي دي.

یوسف پټان، افرين خان او ځوی یې

په ۲۲ شل اووريزو لوبو کي يې ۲۳۶ منډي کړي او ۱۳ ویکټي يې اخيستي دي.

په فرسټ کلاس ۸۶ لوبو کي يې ۴۳۱۹ منډي کړي،۱۰ سليزي او ۱۹ نيمه سليزي يې وهلي، همدارنګه ۱۹۲ ویکټي لري چي دوه ځلي يې په يوه لوبه کي ۱۰ ویکټي ، ۱۴ ځلي ۵ ویکټي او ۵ ځلي ۴ ویکټي اخيستي دي.

د يوسف پټان ورور عرفان پټان هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی او مشهور الراونډر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.