سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په شل اوریزو لوبو کې د محمدنبي او شکېب الحسن پرتله

تاسو ته یاد دي، چې تېر کال آې پي یل کې شکېب الحسن تر محمدنبي ډېر ولوبېد او چانس زیات ورکړل شو؛ خو محمدنبي بیا یواځې یوه لوبه کې واخېستل شو.

محمدنبي که وګورو تر شکېب الحسن په شل اوریزو لوبو کې ښه ځلېږي او په ډېرو لیګونو کې هم اخېستل کېږي.

د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د محمدنبي رول سږ کال بیخي د ستایلو و، کله چې دی پلی اف لوبو کې له بېګ باش لیګ څخه هندوستان ته راغی؛ نو د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې مشر ورپسې خفه و او د محمدنبي نه شتون یې ضایع وبلله.

په افغانستان سوداګریز لیګ کې د محمدنبي لوبډلمشري او لوبه دومره په زړه پورې وه، چې لوبډله یې تر اتلولۍ ورسېده.

په انګلستان کې بلاسټ سیالیو کې، د سي پي ایل په نیویس پېټرائیټس لوبډله کې د ده رول د لمر په څېر روښانه دی.

په دې وروستیو کې د ایرلېنډ خلاف شل اوریزو لوبو کې په دوه مېچونو کې مېن اف د مېچ راغی.
خو سربېره پر دې د حېدراباد لوبډله محمدنبي عیسی خېل ته ډېر چانس نه ورکوي او ارزښت یې ورته ډېر کم ښکاري.

که شکېب الحسن وګورو او توپ وهنه کې له محمدنبي ښه نه دی، د محمدنبي توپ وهنه تر شکېب ډېره ښه ده.

که توپ اچونه کې محمدنبي تر شکېب الحسن ښه نه وي نو بد ترې هم نه دی.

خو سربېره پر دې بیا هم د حېدراباد رهبري محمدنبي ته کمه ونډه ورکوي.

سږ کال مو هیله دا ده، چې محمدنبي د نړۍ د غوره الراونډر په توګه حېدراباد لوبډله ډېر ولوبوي او له وړتیاوو یې ګټه واخلي.

که حېدراباد په مهمو لوبو کې محمدنبي له راشدخان سره یو ځای ولوبوي، حېدراباد لوبډله تر اتلولۍ رسېدای شي.

بل پلو د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ګلېن مکسوېل لومړی دی، شکېب الحسن دوهم دی او محمدنبي عیسی خېل یواځې اته نومرې له شکېب وروسته دی.

د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې شکېب اووم مقام کې دی او محمدنبي بیا ۱۵ م ځای نیولی دی.

مخکې داسې اوازې وې، چې شکېب الحسن ټپي دی او ښایي د آې پي ایل لومړیو لوبو کې ونه لوبېږي، که چېري شکېب ټپي وي؛ نو محمدنبي ته ښه چانس دی، د غوره الراونډر په توګه په لوبډله کې ولوبېږي او خپله وړتیا وښایي.

محمدنبي باید په دوه لوبو کې خامخا نیمه سلیزې ثبت کړي او ښه ډاډه ولوبېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی