سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د محمد نبي او راشد خان لپاره بده ورځ !

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي الراونډر محمد نبي عیسی خیل او لیګ بریک ګوګلي ماسټر راشد خان، چې په وروستیو وختونو کې د کرکټ په ډګر کې به خپلې توپ اچونې راج کوي، د ټي ټين لیګ په سیالیو کې یې پرون بده ورځ وشمیرل شوه.

 دغه دوه افغان لوبغاړي، چې د کرکټ ټي ټين په نوم ۱۰ اوریزه سیالیو کې د بنګال ټایکرز او مراتا اربینز لخوا لوبیږي، د انګلستاني او ویسټ انډیزي توپ وهونکو لخوا د برید سره مخامخ شول.

په متحده عربي اماراتو کې د ۱۰ اوریزه لیګ سیالیو په دوام کې پرون د بنګال ټایګرز او مراتا ابینز لوبډلو ترمنځ لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې پکې افغان توپ اچونکی راشد خان د سونیل ناراین او محمد نبي عیسی خیل لخو د شپږیزو او څلوریزو سره مه شو، خو په دویمه سیالۍ کې نوموړی د بل ویسټ انډیزي نیکلاس پوران لخوا د ورته برخلیک سره مخ و او په دواړو لوبو په ۴ اورونو ترسره کولو کې یې ۷۰ منډې ورکړې، چې د راشد خان لپاره بد ترینه توپ اچونه وشمیرل شوه.

 همدا راز د انګلستاني توپ وهونکي الیکس هیلز لخوا محمد نبي عیسی خیل په یو اور کې د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو سره مخ شو، چې په یو اور کې ۳۲ منډې د محمد نبي عیسی خیل د کرکټ په تاریخ کې بد ترینه توپ اچونه حساب شوه.

 د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ چې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، په همدغه لیګ سیالیو کې د بهرنیو مبصرینو په وینا، په دې لوبو کې د بالرانو لپاره بده ورځ وي، خو کله کله یو شمیر توپ اچونکي له توپ وهونکو څخه ځان ژغوري.

 له دې وړاندې د روان ټي ټين لیګ په لمړۍ لوبه کې شهزاد محمدي د سریلنکايي الرونډر تیسارا پریرا خلاف هم په یو اور کې د ۴ شپږیزو او د ۲ څلوریزو پرمټ ۳۲ منډې جوړې کړې، خو ورپسې بل افغان توپ وهونکي شفیق الله شفق د تیز بالر ریچارډ ګلیسن خلاف په ۵ بالونو د ۴ مسلسل شپږیزو په شمول ۲۶ منډې جوړول د بالرانو د بدې ورځ ښکاره بیلګې او د کرکټ جالبه شیبې وې.

 د یادونې وړ ده، چې د دې سیالیو پای لوبه سبا د ډیسمبر میاشتې په دویمه نېټه په شارجه نړیوال لوبغالي کې د پښتون او نورترن ویریرز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی