ژوند بڼه له نړۍ

دغې میرمنې له شا او خوا ۶۵ کلونو راهیسې خواړه نه دي خوړلي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

هغه ښځه چې شاوخوا ۶۰ کال یې خواړه نه دي خوړلي او هیڅ ستونزه هم نه لري.

د تالاب ويب پانې د داسې يوې ښځې په اړه معلومات خپاره کړي، چې نیمه پیړۍ کیږي خواړه یې نه دي خوړلي او په دې کار سره یې نړیوالې رسنې هم حیرانې کړي دي.

د یادې ويب پانې د راپور له مخې ساراسواتۍ چې د هند اصلي اوسېونکې ده او ۷۵ کاله عمر لري، وايي چې له تیرو۶۰ کلنو راپه دې خوا یې یوه دانه وریجه او نه یې نور جامد خواړه خوړلي دي.

میرمن ساراسواتۍ په اونې کې یوه کیله خوري او په اوبو او چای څښلو سره ژوند تیروي.

ساراسواتۍ ۶۰ کاله مخکې د نورو خلکو په څیر خواړه خوړل خو کله یې چې لومړنی زوی پیدا شو، د نس درد په ناروغۍ اخته شوه نو بیا یې د خوړو خوړل بند کړل.

له څه وخت وروسته چې د دې میرمنې د نس درد ناروغۍ ښه شوه دې د چای څښل شروع کړل، خو د خوړو لپاره یې هیڅ اشتها رانغله.

ساراسواتۍ خاوند د هغې د روغتیا لپاره ډېر اندیښمن وو، کوښښ یې وکړ چې خپله میرمن د خوړو خوړلو ته وهڅوي خو و یې نشو کړی، چې د همدې بې اشتهايي له امله تر نننه دا میرمن یوازې اوبه او چای څښي.

ساراسواتۍ سره له دې چې خواړه نه خوري خو پنځه اولادونه یې نړۍ ته راوړي، چې له خپل پلار سره په کارونو کې مرسته کوي.

سره له دې چې دا میرمنه د خوړو رژیم لري، خو بیا هم له پوره انرژۍ نه برخمنه ده، او حتا دا په ۷۵ کلنۍ کې هم د ورځ ۵ ساعته په خپلو ځمکو کې کار کوي.

یاده دي وي یو شمېر خلک به دا باور نه کوي چې ساراسواتۍ دې ۶۰ کاله په چای او اوبو ژوند کړی وي، خو دا موضوع د دې میرمنې ګاونډیانو رسینو ته تایید کړې ده چې ساراسواتۍ خوړو ته اشتها نه لري او نه یې دي خوړلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي