کلتور او هنر

له کابل نه خوابدې مژده جمالزاده؛ چا جنسي اړیکو ته بلله؟

لیکنه: ياران

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش

مژده جمالزاده چې مشهوره افغان ـ کاناډایي سندرغاړې ده، په کابل کې له څو کلن هنري فعالیت وروسته له دغه ښاره خوابدې تلې.

مژده غالباً یوازینۍ افغانه سندرغاړې ده، چې د امریکا په سپینه ماڼۍ کې یې ولسمشر اوباما ته سندرې ویلې وې او د هغه په لاس یې د ښه هنري فعالیت جایزه ترلاسه کړې.

له دې پرته مژدې ګڼې نورې جایزې هم ګټلي او د نړۍ په اغېزناکو او مشهورو ښځینه وو کې شمار شوې.

هغې په یوه تازه مرکه کې له افغاني ټولنې د نورو شکایتونو ترڅنګ دې ته د جنسي اړیکو له بلنو هم شکایت کړی.

د وکالت ارمانجنه

مژده جمالزاده په کابل کې زېږیدلې، خو په ۵ کلنۍ کې ترې کاناډا ته کډواله شوې . زده کړې یې هلته د ژورنالېزم په برخه کې کړي، خو موسیقۍ ته یې راتګ( ۲۰۰۷) تصادفي؛هغه هم د افغان ښځو د غږ پورته کولو لپاره ګڼي.

۳۲ کلنه مژده وایي، چې پلار یې یو فیمینسټ ( د نارینه او ښځينه حقوقو د برابرۍ مدافع» او مور یې د دې تر ټولو غوره ملګرې وه.

مژده خپله مور د موسیقۍ هڅونکې یې هم یادوي او وایي، که د مور هڅونه یې نه وای، اوس به سندرغاړې نه؛ بلکې وکیله به وه.

مژدې پر سندرو ویلو سربېره د کابل په یوه خصوصي تلویزون کې هنري او ټولنیزه خپرونه هم مخته وړې او فلمي لوبغاړې هم ده.

نژده همدا شان یوه مشهوره موډله ده، چې ځینو نړیوالو رسنیو او د موډلینګ له شرکتونو سره کارکوي.

مژده له خپله انده

مژده جمالزاده د ځان په اړه وایي چې: متفاوته، خجالته، پلټونکې او مشاهده ګره نجلۍ ده.

د هغې په وینا دا د نورو ډېرو افغان مېرمنو برعکس فکرکوي، چې یوازې د ژوند ملګري د خوشالولو لپاره نه ده پيدا شوې.

د دې په خبره د ګڼو افغان مېرمنو په توپير د ښځو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او غواړي افغان ښځې هم لکه د نورې نړۍ د ښځو په شان پوره حقونه ولري.

مژده نه مورکیږي!

مژده د واده مخالفه نه ده، خو یو «ټولنیز تړون» یې ګڼي او وایي، چې یو له «موده لویدلی» شی دی.

هغه مشخصاً نه وایي، چې واده به کوي کنه، خو وایي نه غواړي مورشي او ماشوم وزېږوي.

د مژدې په وینا د فلسفي په برخه کې یې هم لوړې زده کړې کړي، چې دغو زده کړو یې له نورو څخه د فکر و نظر د بدلولو سبب شوی.

هغه زیاتوي، چې د نورو انسانانو په شان فکر نه کوي، غواړي ځانته د ژوند خپله فلسفه او لاره ولري.

دا په دې لاره کې د نورو غبرګونونه جدي نه ګڼي او باور منه ده، چې هرڅوک خپل ژوند ته پيدا شوی او باید خپلې خوښې ته پریښودل شي.

تصادفي سندرغاړې

لکه چې وویل شول، مژده ځان تصادفي سندرغاړې ګڼي. د هغې په وینا نه یې غوښتل هنرمنده شي، خو مور یې دغه کار ته وهڅوله.

دا د خپلې لومړۍ سندرې یادونه کوي، چې زړه نازړه یې وویله، خو د خلکو تاوده هرکلي د نورو سندرو ویلو ته تشویق کړه.

هغه په وروستۍ مرکه کې له موسیقۍ او هنرمندۍ څخه یې خوابدې ښکاري.

د دې دلیل مژدې نه دی جوت کړی، خو په ډېر ګومان چې دا به یې له کابله له ځان سره د وړو بدو خاطروله کبله وي.

د کابل بدې خاطرې

مژده په کابل کې د پراخ تشویق ترڅنګ له پراخو مخالفتونو سره هم مخ وه. دې په یوه خصوصي تلویزون کې د «مژده شو» په نوم یو پروګرام مخته وړه، چې پکې د نورو ټولنیزو ناخوالو ترڅنګ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري پر مسئلو زیات بحثونه کیدل.

د مژدې په اړه ویل کیږي، چې یو ځل په کابل کې ناڅرګندو کسانو وتښتوله او بیا د زیاتو پیسو په بدل کې خوشې کړه. ویل کیږي، چې له دې پېښې تر ژغورل کیدو وروسته مژده څو ورځې په روغتون کې بستر وه، ترهغې چې عادي حالت ته راغله.

مژده وایي، کابل نه ترهمدې پېښې وروسته لاړه. مژدې ته یې کورنۍ او دوستانو ډېر ویل، چې ورسره د مخالفتونو له زیاتیدو سره دې نوره په کابل کې نه وي، خو هغې نه منله، تردې چې وتښتول شوه، د مرګ اوازه یې خپره شوه او دې وضعیت بیرته کاناډا ته په ستنیدو مجبوره کړه.

د جنسي اړیکو بلنې

مژده وایي په کابل کې ځینو مقتدرو خلکو اړیکې ورسره نیولې او د جنسي اړیکو غوښتنه یې ترې کوله.

د مژدې په وینا افغانان له لویدیزه ډېرو ورستنو شویو مېرمنو ته په دې ګومان دي، چې له هرچا سره به جنسي اړیکې نیسي او د هغوی د شهوت اور به سړوي.

مژده له کابله د خپلې خوابدۍ یو لوی دلیل همدا ستونزه یادوي.

ناڅرګند هنري راتلونکی

د مژدې هنري راتلونکی؛ بالخصوص د موسیقۍ په برخه کې نه دی معلوم. ګومان دا دی چې په نړیوالو فلمونو کې کار ته به دوام ورکوي، په بهرنیو هېوادونو کې به خپلو کنسرتونو ته هم ممکن دوام ورکړي، خو افغانستان ته بیا راتګ او هنري فعالیت به یې ډېر امکان ونه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران