ټولنیز ژوند کورنی ژوند

کونډو ښځو ته دا جملې مه وایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تاسو هم له داسې یوه حالت سره مخ شوي یاست، چې پوه نه شئ، د یوه کس د مړینې په وړاندې له ځانه څه ډول غبرګون ( عکس العمل ) ښکاره کړئ؟ په دې ډول شرایطو کې نورو ته ډاډ ګېرنه ورکول، څه آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه، که د خاوند د له لاسه ورکولو غم وي. ښایي تاسو د زړه خوږي له مخې ځینې جملې په خوله راوړئ، چې نه یوازې د مقابل لوري غم نه کموئ، بلکې او غم او خپګان یې لاپسې زیاتوئ . له دې امله غوره ده، په دې شرایطو کې کومې خبرې، چې کوئ، نو باید په ډېر پام او احتیاط سره یې وکړئ. د دې لیکنې په دوام په هغو جملو باندې رڼا اچوو، کومې چې نباید یوې ښځې ته د هغې د خاوند د مړینې پرمهال یې ووایئ.

زه ستا په احساس پوهېږم
په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو په خپل ژوند کې د خپلو او خپلوانو او دغه راز دوستانو د له لاسه ورکولو تجربه لرئ، خو د خاوند غم داسې څه نه دی، چې وکولای شئ، له نورو غمونو سره یې پرتله کړئ؛ نو له دې امله تاسو نه شئ کولای، چې د مقابل لوري یوه ذره احساسات هم درک کړئ، له دې کبله غوره ده، چې د ( زه ستا په احساس باندې پوهېږم) جملې له ویلو څخه ډډه وکړئ، ځکه نه یوازې تاسو د هغې غم نه کموئ، بلکې مقابل لوري ته دا احساس ور لېږدوئ، چې تاسو د هغې په غم باندې هېڅ نه پوهېږئ، یا دا چې د هغې غم کم ګڼئ.

ته باید د خپلو اولادونو په خاطر قوي واوسې
په ډاډ سره ویلی شم، مقابل لوری مو، حتا مخکې تر دې، چې خپل خاوند له لاسه ورکړي، هم د خپلو اولادونو په فکر کې و. هره ورځ له خوبه را ویښېده، د هغوی لپاره یې سبا ناری چمتو کاوه، هغوی یې ښوونځي ته لېږل او په بله وینا، هر کار یې چې په توان پوره و، نو د خپلو اولادونو لپاره یې ترسره کاوه، په حقیقت کې هغې نه یوازې د مسؤولیت دا احساس د خاوند په نشتون کې درلوده، بلکې د هغه په شتون کې یې هم د خپلو اولادونو په وړاندې د مسؤولیت دا احساس کاوه، نو له دې امله د خاوند شتون او نه شتون یې د هغې په چلند او احساساتو کې به بدلون را منځته نه کړي، نو غوره ده، چې دا جمله یوې کونډې ښځې ته، په داسې حال کې، چې د یوه یا څو اولادونو مور هم وي، ونه وایئ، ځکه هغې خپل خاوند له لاسه ورکړی دی، نه د خپلو اولادونو په وړاندې د مسؤولیت منل.

هېڅ پېښه بې دلیله نه ده
تصور وکړئ، چې هره پېښه یو حکمت لري او د خاوند مړینه هم د هغې برخه ده. داسې وګڼئ، چې مقابل لوری مو له کلونو وروسته دې پایلې ته ورسېږي، خوله دې هرڅه سره سره، په اوس کې د دې جملې ویل، سم کار نه دی، ځکه نه یوازې د هغې غم نه کموي، بلکې هغه غوسه کوي هم. په حقیقت کې د ستاسو له خولې څخه د دې جملې په اورېدو سره، هغه له ځانه سره فکر کوي، چې ولې دا غم وزغمي، یا په دې پېښه کې څه حکمت نغښتی دی، چې باید قصاص یې بېرته ورکړي.

تا له هغه سره ډېرې ښې شېبې تېرې کړې دي
که تاسو یوې کونډې ښځې ته دا ووایئ، چې تا له هغه سره ډېرې ښې شېبې تېرې کړې دي، نو په حقیقت کې تاسو هغه هغو ښو خاطرو ته ور ګرځوئ، کومې چې له خپل خاوند سره یې لرلې. همدا یادونه به د هغې غم لاپسې زیات کړي. هغه په دې فکر کې ډوبوئ، چې له خپل خاوند سره یې ډېرې ښې خاطرې درلودې او اوس اړه او مجبوره ده، چې دا ورځې د هغه له شتون څخه پرته تېرې کړي، په دې خبرو سره نه یوازې د هغې غم نه کموئ، بلکې غم یې لاپسې زیاتوئ.

هغه اوس په ښه او غوره ځای کې دی
دا جمله هم د هغو جملو برخه ده، چې د هغې ښځې غم لاپسې زیاتوئ، کومې چې خپل خاوند یې له لاسه ورکړی دی. په حقیقت کې تاسو د دې جملې په ویلو سره دا پیغام لېږدوئ، چې هغه له خپلې کورنۍ سره خوشاله نه و. ستاسو دا جمله د مقابل لوري په سر کې زرګونه فکرونه را منځته کوي، لکه: ( ما څه کړي و، چې اوس هغه په ښه او غوره ځای کې دی؟ )، ( ما خو هغه ته داسې کومه خبره نه وه کړې، چې پرې خپه شي او نه مې څه ترې کم کړي و؟ )، ( ولې له کورنۍ څخه د جلا کېدو له امله خوشاله وي؟ ) ( آیا داسې کوم ځای شته، چې له کورنۍ سره د اوسېدو په پرتله غوره وي؟ ) … دا ډول پوښتنې یوازې مقابل لوري ته مو د وجدان عذاب ورکوي، نو غوره ده، چې هېڅ یې په خوله را نه وړئ.

وخت به ټولې ستونزې حل کړي
آیا په رښتیا وخت، د خاوند د له لاسه ورکولو غم کموي؟ هغه کار، چې وخت یې ترسره کوي، دا دی، چې یوازې هغه فرد ته دا ورزده کوي، چې څنګه د خپل ژوند له شریک څخه پرته ژوند وکړي، خو هېڅکله د هغه د یاد او خاطراتو د هېرېدو سبب نه ګرځي، حتا که چېرې زر کلونه هم تېر شي. بیا هم کله چې هغه د خپل له لاسه تللي خاوند په اړه فکر کوي. خواشینې او غمجنه کېږي. هغه د دې جملې په اورېدو، چې د وخت په تېرېدو سره به خپل خاوند هېر کړي، خوشاله به نه شي، نو غوره ده، چې غم یې نا لیدلی ونه نیسئ او دا جمله بیان نه کړئ، چې د وخت په تېرېدو سره به خپل خاوند هېر کړي.

ته لا ځوانه یې، ډېر زیات فرصتونه لرې
په احتمالي توګه، کله چې تاسو کومه ځوانه ښځه وینئ، چې خپل خاوند یې له لاسه ورکړی دی، تر ټولو لومړی څیز، چې ذهن ته مو رسېږي، دا دی، چې هغه ځوانه ده او ډېر زیات فرصتونه په واک کې لري، خو که چېرې فکر ته مو هم دا جمله راغله، نو غوره ده، چې په خوله یې رانه وړئ. هغې طلاق نه دی اخیستی؛ هغه په خپله خوښه له خپل خاوند څخه نه ده جلا شوې، نو له دې امله هغه نه شي کولای، چې د خپل خاوند نشتون ته د بل نارینه د پیدا کولو لپاره د یوه فرصت په سترګه وګوري.

که کوم کار دې درلوده، نو ماته ووایه
چا چې تازه خپل خاوند له لاسه ورکړی وي، نو په ډېرې سختۍ له نورو څخه د مرستې غوښتنه کوي، نو له دې امله نباید هغې ته ووایئ، چې هر وخت دې مرستې ته اړتیا پیدا شوه، نو ماته ووایه، تاسو خپله باید حواس مو د هغې په لور وي. د بېلګې په توګه: کورته یې ورشئ، هغې ته خواړه وروړئ او که چېرې څه ته یې اړتیا وه، نو ور پوره یې کړئ، په یاد مو وي، چې هغه ډېر دروند درد او غم زغمي، هڅه وکړئ، چې یوازې یې پرېنږدئ، حتا که خپله یې هم غوښتنه وکړه. ورسره خبرې وکړئ او دې ته یې اړه کړئ، چې خپله هم خبرې وکړي، ترڅو له تاسو سره یې پام په بله شي. که چېرې په رښتیا ورسره مینه لرئ، نو اوس یې وخت دی، چې ورته ثابته یې کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل