ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د خاوند او میرمن ترمنځ، د نړۍ تر ټولو خوږې غوښتنې او سپارښتنې

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

خاوند:
څومره، چې زه او ته د خپل ژوند د جوړولو لپاره هڅه کوو، کېدای شي ځېنې وخت تېروتنې هم رانه وشي! که د کوټو رنګ ستا په خوښه هم نه دی، پروا نه کوي کله، چې د کوټو له رنګولو وزګارشم ستړي مشي راته و وایه، یوازې تېروتنو ته مې پام مه کوه.

غواړم، او هیله مې دا ده، چې ژوند مو په یو ډول مخته ولاړ نه شي، باید نوښت پکې ولرو، زما او ستا تر منځ اړیکه یوه ارزښتناکه تحفه ده، داسې څه نشته، چې د دې با ارزښته تحفې ځای ونیولای شي.

غواړم، پوهه شې کله، چې ماته و وایې« پر تا ویاړم» د خوښۍ له لاسه د جګو غرونو پر سر لکه شاهین غوند پروازونه کوم، هغه هم هغه وخت کله، چې له ځانه سره په دې فکر کوم، چې «زه ولې د نور په څېر بډای او ښه نه یم!»

غوام، پوه شې، چې هر خاوند غواړي په اونۍ کې یوه ورځ، د خپلې خوښې کارونه لکه، تلوزیون کتل، له ملګرو سره چکر ته تلل… بې له دې، چې له کومې پوښتنې سره مخ شي.

غواړم، په ډېرو مهمو او اړینو کارونو کې راته مشوره راکړې، او کله چې تېروتنه کوم، غاښ مه راته چیچه، بلکې د دې پر ځای دې زما پر وړاندې مینه ښکاره کړه.

غواړم، راته و وایې، چې څنګه کولای شم خوشاله دې وساتم، یو ارامه او له خوښیو ډګ ژوند سره وکړو. که ته تل له ما څخه ګیلې او مانې کوې، داسې احساس کوم، چې زه نو د نړۍ پر سر تر ټولو بد خاوند یم! ډېر وخت دې د هغه ښو خبرو پر کولو تېر کړه، چې په ما کې یې وینې.

مېرمن:
غواړم له ما سره خبرې وکړې، کیسې راته و وایې او په ګډه تفریح وکړو. داسې خبرې راته وکړه، چې تر اوسه دې چاته نه دي کړې، کله، چې له کوره بېرون وې، زنګ راته وکړه او راته و وایه، «په تا پسې خفه شوی یم!»

غواړم، کله، چې له تا سره خبرې کوم په پوره دقت سره مې خبرو ته غوږ کېږدې. ډېر کله فکر کوم، چې سترګې دې په ما کې خښې کړې وي، خو فکر دې بل ځای وي، ګرانه! د خبرو کولو پروخت د غوږنه او زړه دواړه ماته وسپاره.

غواړم، د زړه خبرې دې راته پر کاغذ ولیکې او له یوه ګل سره یې ماته ډالۍ کړې کټ مټ لکه له واده مخکې. ټول لیکونه او ډالۍ دې چې ماته راکړي، تر اوسه مې ساتلي.

غواړم، کله، چې تر ټولو په بد روحي حالت کې وم، د خبرو وس نه لرم له بل هر وخت ستا له مینې ډکو خبرو ته اړتیا لرم. ستا پاملرنه ماته د غره په شان ستونزو لاندې ارامي را کوي.

غواړم، د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه درې ځله راته و وایې ((له تا سره مینه لرم))! دغه جدایي او زړه وړونکي عبارات لکه د واورې په شان کم وخت لري، نو هره ورځ یې تکراروه.

غواړم، له ما سره د کور په کارونو کې مرسته وکړې، د کور د نظیم اولادونو روزنه یوازې زما دنده نه ده، بلکې د دواړو دنده ده او کله کله بې له دې، چې زه و وایم د کور په کارونو کې په خپل زړه را سره مرسته وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران