ټولنیز ژوند کورنی ژوند

یو مسلمان خاوند؛ خویونه او ځانګړتېاوې یې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

له ابو هُریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه والسلم وفرمایل:” غوره مومن هغه دئ د چا چي چلاو غوره وي، او ستاسي له منځ څخه هغه یو غوره دئ چي د خپلي مېرمني سره غوره سلوک کوي “ رواه الترمذی

پورتنی حدیث پر دې ګواه دئ چي د اسلام مبین دين په ټولنه کي د ټولو انسانانو حقوق تضمین کړي دي. پورتنی حدیث د يوه مسلمان خاوند له پاره مشعل او څراغ دئ او ورته بویه چي د خپلي مېرمني سره ورته سلوک وکړي. لاندي به د یوه مسلمان خاوند ځیني نېک خویونه، عادتونه او ځانګړتیاوي ذکر کړو:

د يوه غوره مسلمان خاوند ځانګړتیاوي او خویونه

– د مېرمني سره ملایم او منصفانه چلند کوي

– یو غوره خاوند نه پرېږدي چي کار، شوق، مسئولیتونه یا ملګري ئې له ده څخه ټول وخت واخلي او دی له خپلي مېرمني سره وخت تېر نه کړي؛ بلکي له دېو هیڅ یو ئې هم ددې سبب نه کېږي هغه وخت چي دی ئې باید له خپلي مېرمني سره تېر کړي، له ده څخه واخلي.

– د اسلام مبین دين د یوې مېرمني – د خپل خاوند له ناستي پاستي او د هغه له هرڅه څخه تر داسي اندازې پوري د خوند اخیستلو حقوق تضمینوي چي حتا خاوند ته ویل کېږي چي باید خپل ټول وخت عبادت ته لا هم ورنکړي. لکه د عبدالله ابن عمر څخه په یوه روایت سوي حدیث کي چي رسول الله صلی الله علیه والسلم له ده څخه پوښتي:” زه خبر کړل سوی یم چي ته ټوله ورځ روژه یې او بیا د شپې ټول وخت په عبادت تېروې؟ “ عبدالله وویل:” هو، د خدای رسوله، همدا حقیقت دي. ” رسول الله صلی الله علیه والسلم ورته وویل:” داسي مه کوه. روژه ونیسه او روژه مه نيسه، بیده سه او راکښېنه. ځکه ستا وجود پر تا باندي حق لري، ستا سترګي پر تا باندي حق لري، ستا مېرمن پر تا باندي حق لري، او ستا مېلمانه پر تا باندي حق لري. [رواه البخاری والمسلم]

– هغه د خپلي مېرمني سره په ډېره غوره ممکنه طریقه سره عمل کوي؛ هغې ته ورین تندی، خندانه خوله، زغم، پر هغې باندي سختي نه راوستونکی طبیعت لري.

له عایشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دئ چي کله هغه مبارکه د رسول الله صلی الله علیه والسلم سره په یوه سفر کي ملګرې سوه، نو دې مبارکي رسول اقدس صلی الله علیه والسلم ته په چابک تګ کي چېلېنج ورکړ او وې ګټله. وروسته، کله چي عایشه رضی الله تعالی عنها یوڅه وزن ترلاسه کړی وو، بیا ئې د رسول الله صلی الله علیه والسلم سره چابک تګ پیل کړ، خو دا وار نبی کریم صلی الله علیه والسلم ورڅخه دمخه سو او وې ګټله او… [رواه احمد و ابو داود]

په یوه بل روایت کي، عایشه رضی الله تعالی عنها وايي:” په الله قسم، ما پیغمبر ص زما د اطاق په دروازه کي ولاړ ولیدی، چي کله ځینو حبشیانو په مسجد کي نېزه بازۍ کولې. نو د الله رسول ص زه پر خپلو اوږو واخیستم او په خپله خرقه کې وپېچلم ترڅو زه وکولای سم د حبشیانو لوبي ننداره کړم. دی مبارک هلته زما له پاره ودرېدی، تر هغو چي ما د هغوی له لوبو پوره خوند واخیست. نو د خپلو ځوانو نجونو د ساتېري اړتیاوي په پام کي نیسئ. “ [رواه البخاری و المسلم

– نېک او غوره خاوند ځان د خپلي مېرمني له پاره جذاب کوي

– هغه پر بې ارزښته او محضی څه باندي نه په غُسه کېږي[ ډېر جاهل او ناپوه مېړونه همداسي کوي، پر خپلو مېرمنو باندي نارې وهي چي ولي ئې د خوښي خواړه نه دي ورته پخه کړي، ولي ئې پر وخت ډوډۍ نه ده تیاره کړې، او یا داسي نور چي اکثره وخت ئې د مېرمنو سره خپګان، شخړي، او ستونزي راولاړي سوي وي].

– نېک خاوند د خپلي مېرمني په طبعه او ظاهر باندي پوره پوهېږي.
– هغه خپله مېرمن ځان ته تر نژدې کېدو دمخه خدای ج ته نژدې کوي او د اسلام حقه لاره ورته ښيي.
– هغه ته معلومه وي چي مېرمن ئې چشي خوښوي، د چشي غوښتنه لري، طبیعت ئې څنګه دئ، او کوشش کوي چي د دوئ او د هغه خیالي ژوند او سلوک په اړه چي دی ئې د هغې له پاره غواړي ترمنځ پخلاینه او جوړ آمد کوي.
– هغه خپله مېرمن درک کوي او احساساتو تې درنښت کوي.
– هغه د خپلي مېرمني پر کورنۍ یا ئې دوستانو باندي نیوکه نه کوي. (او نې باید مېرمن وکړي).
– هغه د خپلي مېرمني رازونه نه افشاء کوي.
– هغه د خپلي مېرمني سره د هغې د کمزورو ټکیو په قوي کولو کي مرسته کوي. مثلاً، کې مېرمن علم نه لري او یا ئې سلوک و رفتار سم نه وي، هغه باید د خپلي مېرمني سره په نرمه، مثبته او عاقلانه توګه مرسته وکړي.
– هغه له سختي نیوکي و انتقاد څخه [په ځانګړي ډول د نورو کسانو په حضور کي] منعه کوي. رښتینی مسلمان د نورو د احساساتو په وړاندي ډېر حساس او محترم وي.
– هغه د خپلي مېرمني او مور په راضی او خوشحاله ساتلو کي له اعتدال څخه کار اخلي. هغه هڅه کوي چي یوه له دوئ څخه هم زهیره نه کړي. هغه د خپلي مور نافرمانه نه وي او نه د خپلي مېرمني په وړاندي ظالم وي. هغه د خپلي مور په حقوقو پوهېږي او ورسره په غوره توګه عمل کوي، په داسي حال کي چي د خپلي مېرمني له حقوقو هم بې خبره نه وي.
– هغه په مجموعو کي پر ښځه باندي د ساتونکي مسلط اداره چي (قوَّام) په توګه پر خپل رول پوهېږي.
– د همدې ښه سلوک او کردار په وجه، یو مسلمان خاوند د خپلي مېرمني زړه ګټي ځکه ئې نو مېرمن ورسره په هیڅ شي کي هم خیانت او ورڅخه نافرماني نه کوي.

الله تبارک وتعالی په قرآنکریم کي فرمايي:
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ… ۴:۳۴
ژباړه:” – نارينه پر ښځو باندي مسلط اداره چيان دي (قوَّامون)، له دې امله چي الله ج د هغو ځینو (نارينه وو) ته پر ځینو نورو (ښځو) لوړتیا وربخښلې ده، او له دې کبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛
پیغمبر علیه السلام وفرمايل:” ستاسو څخه هر یو مسئول دئ، او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسئول دئ. یو لارښوونکی د شپانه حیثیت لري؛ یو نارينه د خپلي کورنۍ شپون دئ؛ یوه ښځه د خپل خاوند د کور او اولادونو شپونکې ده. نو هر یو له تاسو څخه یو شپون یاست او ستاسو څخه هر یو پر خپل رعیت باندي مسئول یاست. “[ متفق علیه
خلاصه دا چي، یو مسلمان خاوند یو قوي و صمیمي، یو سپېڅلی کردار، زغم او د کوچنیو خطاوو بخښلو حوصله، د الله ج شریعت او قوانینو ته ژمن او پر خپله کورنۍ باندي د هغوی عملي کوونکی، له اسراف څخه خلاص – سخي، او له یوې مسلماني خیالي کورنۍ څخه د څرګند درک و فهم درلودونکی شخصیت لري.

د مېړه یا خاوند وجایب؛ د مېرمني حقوق

– هغه پر خپلي مېرمني باندي په مهربانۍ سره امر کړل سوی دئ.
– هغه پر خپلي مېرمني باندي په هوسایۍ راوستلو باندي مکلف سوی دئ.
– هغه باید د خپلي مېرمني سره په عادلانه ډول او د مهربانۍ له مخي سلوک وکړي.
– هغه د خپلي مېرمني د ټولو اړتیاوو پر پوره کولو باندي مکلف دئ، پرته له کوم منته او احسانه. خوراک، څښاک، پوښاک، سرپناه، پاملرنه و مراقبت، محرومیت، هوساینه، او استقلالیت، مېرمن پر خاوند باندي دا حق لري چي د خپلي خوښ سره سم ورڅخه مراقبت وسي [ هو، د مېړه تر خپل وس او توانه پوري].
– خاوند باید په دې پوه سي چي یوازې د مېرمني مادي حقوق پوره کول د ده یوازیني وجایب نه دي. مېرمن پر خاوند باندي د اخلاقي ذاتیت حقوق هم لري.
– خاوند امر کړل سوی دئ چي د خپلي مېرمني سره په مساویانه توګه چلند وکړي، احساساتو تې درنښت وکړي، او ورباندي مهرباني و ترحم وکړي.
– که چېري خاوند ورسره مینه نه لري او یا ورسره خواخوږي نه لري؛ مېرمن حق لري چي له هغه څخه د خپل استقلالیت طلب (خلع) وکړي، او هیڅوک هم ددې په مخ کي نه سي درېدلای.

په پای کي لیکنه د الله تعالی په دې مبارک کلام سره پای ته رسوو، چي مېړونو ته ارشاد فرمايي:” د خپلو مېرمنو سره په ښه چلند سره واوسېږئ. که مو په یوه نه یوه دلیل هغوی نه خوښېږي، دا کېدلای سي چي تاسي له کوم څه څخه بد وړئ خو په هغه کي الله تعالی تاسي ته خیر او ستاسي په ګټه څه ایښي وي. “ القران۴:۱۹

و ماتوفیقی الا بالله

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي