سیاست نړۍ

پرویز مشرف؛ پاکستانی دیکتاتور له مرګ سره لاس و ګرېوان دی

لیکنه: بشر درویش

که ضیاالحق د (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) لوبه پیل کړه او نواز شریف خپله لویه کارنامه د افغان پوځ تس نس کول وګڼل، یا بینظیر بوټو د طالبانو ډله جوړه او ظاهراً د تحریک طالبان پاکستان په لاس ووژل شوه، نو پرویز مشرف هغه څوک و، چې د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته یې افغانستان بیا د تودې جګړې میدان کړ.

دا پخوانی پوځي دیکتاتور اوس له پاکستانه جلا وطن او د ځنکدن شېبې هم په پردي وطن کې تېروي.

د مشرف تازه حال
پرویز مشرف، چې له څو کلونو راهیسې له پاکستان څخه د درملنې په نوم تښتیدلی او په دوبۍ کې جلا وطنه دی، اوس له مرګ سره لاس و پنجې نرموي.

د هغه ډاکټرانو له څو کلونو راهیسې ویلي، چې دی په یوه صعب العلاجه ( نه رغیدونکې) ناروغۍ اخته دی.

مشرف د دوبۍ په یوه روغتون کې د ځانګړي مراقبت لاندې دی او هره شېبه یې د مړینې وړاندوینه کیږي.

ډاکټرانو ویلي، چې مشرف په یوې نادرې ناروغۍ اخته دی او هره شېبه پرخپلو ټولو عضلاتو د کنټرول بایللو له خطر سره مخ دی.
خو د مشرف نیږدې کسانو ویلي، چې ناروغي یې په ښه کیدو ده او زر به روغتون نه رخصت واخلي.

پر سیاست بندشوی جنرال
د پاکستان د دغه پخواني پوځي دیکتاتور ډاکټرانو ویلي، چې که مشرف روغ صحت غواړي، له سیاسته دې ځان لیرې ساتي.

دا پخوانی پاکستانی جنرال په ۱۹۹۹ کې د یوې پوځي کودتا له لارې واکمن او نواز شریف یې له واکه ګوښه کړ.

هغه تر ۲۰۰۸ پورې پرپاکستان واکمني وکړه، خو ترهغې وروسته د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په وژلو کې د لاس لرلو او هم د اساسي قانون د پراخ نقض له کبله زنداني شو.

مشرف په وروستیو کلونو کې د درملنې په نوم له زندان او بیا پاکستان څخه بهر ته لاړ او نور له ډاره بیرته ستون نه شو.

له بدې خاتمې سره مخ سړی
مشرف د ژوند په وروستیو کې ترټولو ډانګ پېیلې او د زړه خبرې وکړې.

هغه څو اونۍ وړاندې په یوه مرکه کې له اسراییلو سره د پاکستان پر ژورو اړیکو ټینګار وکړ.

د ده په وینا اسراییل کولای شي د پاکستان اټومي پروګرام خوندي او ساتنه یې وکړي.

د هغه دا خبرې په پراخه کچه د یو شمېر اسلامي ډلو له توند غبرګون سره مخ شوې.

دغه پاکستاني جنرال ته، چې په افغانستان او نورو سیمو کې یې د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره خلک د خپلو مسلمانو نظامونو خلاف جنګول، د مرګ پر بستر ان له اسراییلو سره د اړیکو په بیه د پاکستان ګټې مهمې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي