د پاکستان پخواني واکمن پرویز مشرف تلویزني خپرونه پیل کړه

د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د ” سب سې پهلي پاکستان، له پرویز مشرف سره “ په نوم تلویزوني خپرونه پیل کړه.

نوموړی چې په پاکستان کې دننه د خیانت په شمول د ځینو جرمونو په تور له محاکمې سره مخ دی دا مهال دوبۍ کې اوسیږي.

نوموړې دا تلویزوني خپرونه له ( بول ) تلویزوني شبکې سره پیل کړې.

د مشرف ددې تلویزوني خپرونې لومړنۍ یې دیکشنبې په ورځ خپره شوه او ویل کیږي چې هره اونۍ به یې کوربه توب کوي.
پرویز مشرف چې په ۱۹۹۹ م کال کې یې د پوځي کودتا له لارې واک تر لاسه کړ له ۹ کلنې واکمنۍ وروسته د پراخو مظاهرو په ترڅ کې د واک پرېښودو ته اړه شو.

نوموړی د څه وخت لپاره لندن کې واوسیده او کله چې بیرته په انتخاباتو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ستون شو، نه یوازې دا چې انتخابات یې ونه ګټل بلکې هلته د جرمونو په تور له محاکمې سره مخ شو . مشرف وتوانیده چې وروسته د ناروغۍ په پلمه یو وار بیا له پاکستان څخه په پښو سپکولو بریالی شي .

د پاکستان دې پخواني واکمن په خپله لومړنۍ خپرونه کې چې د یکشنبې په ورځ له دوبۍ څخه په ژوندۍ بڼه خپریده په پاکستان کې په وروستي امنیتي وضیعت پوښتنو ته ځوابونه وویل چیرې چې په تیرو دووو اونیو کې چاودونو تر ۱۳۰ زیات کسان وژلي.

مشرف د ترهګرۍ پر ضد د پوځي کمپاین په اړه وویل د ترهګرۍ اسباب باید له منځه یوړل شي.

ددې خپرونې په اړه د پاکستان پوځ له تبصرې ډه ډه کړې.

د مشرف پر ضد د جنايي تورونو دوسیه د نواز شریف په بیاځلي واکمنۍ کې محکمې ته استول شوې وه. نوموړې په ۱۹۹۹ م کال د مشرف له خوا له واکه لرې کړی شوی و.

پاکستاني څارونکي وايي چې د پاکستان د واکمن پوځ د پخواني مشر پر ضد په محکمې کې د دوسیې چلول د نواز شریف او پاکستاني پوځ ترمنځ اړیکې خرابې کړې وې.

د مشرف لومړۍ خپرونه دلته کتلئ شئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */