افغانستان رسنۍ سیاست

مرتضوي: طلوع تلویزون په قصدي توګه د لاجوردو د پروژې په خلاف پروګرام پیل کړی

لیکنه: ګلاب هېواد

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، د ارمان راډیو سره په مرکه کې ددې راډیو او د ورسره تړلي طلوع تلویزن چلوونکې تورن کړل چې د لاجوردو د لارې د پرانیستو پروژه کې یې د ملي ګټو خلاف لوری نیولی. او ددې پروژې د تخریب لپاره په قصدي توګه کار کوي.

د ولسمشر دا ویاند وروسته له هغې په طلوع تلویزون او ورسره تړلو رسنیو توندې نیوکې کوي چې دې رسنیو، په هرات کې د لاجوردو د لارې د پرانیستو په نړیواله غونډه کې د غونډې د یو ګډوډونکې سره د امنیتي مامورینو د چلن مسله په ناريښتینې ډول پر لپسې د حکومت خلاف وکاروله او هڅه یې وکړه چې د اروپا سره د افغانستان د اتصال دا ستره پروژه د یوې وړې پېښې تر سیوري لاندې راولي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د ارمان ایف ایم د سهارنۍ خپرونې له چلونکې مسعود سنجر سره په مرکه کې لومړۍ د قضیې اصلي بڼه تشریح کړه او ویې وویل چې ولسمشر د غونډې د اخلالونکې د غږ د اوریدو هڅه وکړه او په همدې خاطر د خپلو تشریفاتو پر مامورینو غوسه شو.

ښاغلي مرتضوي په دې مرکه کې وویل، دا څو ورځې د طلوع تلویزون او نورې رسنۍ تعقیبوي چې پرلپسې د حکومت یوه لویه بریا په قصدي توګه کم اهمیته کوي او د یوې سترې غونډې اخلالونکې قضیه په ناسمه توګه راپورته کوي. ښاغلي مرتضوي وویل، د طلوع تلویزون په شمول څو رسنیو د مسلې دې اړخ ته هیڅ پام ونه کړ چې ایا ولسمشر ته د خپلې یو شخصې ستونزې د یادولو لپاره د یوې نړیوالې غونډې اخلالول مناسب دي او کنه.

شاه حسین مرتضوي وايي د لاجوردو د لارې د پروژې له پرانیستو وروسته طلوع او ورسره تړلو رسنیو په هدفمنده او قصدي توګه ددې پروژې د تخریب یو پروګرام پیل کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني دې ویاند وویل، له بده مرغه په طلوع تلویزون پورې د تړلو رسنیو پوښښ کاملا د ملي ګټو خلاف و. نوموړې تور پورې کړ چې د لاجوردو د لارې د پروژې له پرانیستو وروسته طلوع او ورسره تړلو رسنیو په هدفمنده او قصدي توګه ددې پروژې د تخریب یو پروګرام پیل کړی دی.

ولې د لاجوردو د لارې پروژې تخریب

د لاجوردو لاره چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې پرانیسته، یوازینی او لومړنۍ لاره ده چې له ایران څخه له تیریدو پرته افغانستان له اروپا سره وصلوي. دا لاره چې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره تر ګڼو نورو لارو ارزانه او اسانه راځي، افغانستان ته ددې وړتیا ورکوي چې یوازې د ګاونډي ایران او پاکستان پر لارو متکي ونه اوسي.

د ځینو په وینا یو شمیر ګاونډي هیوادونو په ځانګړې توګه ایران له دې درکه خوشال نه دی او په همدې خاطر په افغانستان کې د خپلو بړیڅو په مټ ددې پروژې د تخریب هڅې کوي.

د لاجوردو لارې پرانیستې د لومړي ځل لپاره افغانانو ته دا وړتیا ورکړه چې له ایران څخه له تیریدو پرته اروپا سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طلوع تلویزون او ورسره ملګرې رسنۍ د افغانستان د ملي ګټو په خلاف په خپرونو تورنیږي. بلکې د موبي ګروپ سره تړلې د رسنیو دا ګروپ تر دې مخکې هم وخت په وخت د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف په خپرونو تورن شوی دی.

د هرات د غونډې ګډوډونکی څوک دی

ښاغلي مرتضوي له ارمان راډیو سره دې مرکه کې د غونډې د اخلالونکي په اړه ډیر جزییات ورنه کړل. خو د کندهار د پخواني امنیې قومندان د وژلو پېښې ته یې په اشارې وویل چې هلته یو وړوکی غفلت د قومندان رازق د مرګ سبب شوو. د مرتضوي په وینا په داسې نړیوالو غونډو کې چې ولسمشر، وزیران، نړیوال سفیران او استازې برخه لري، څوک نه پوهیږي چې د دا ډول خلکو هدف څه وي؟ ایا په ولسمشر یا بهرنیو میلمنو د برید نیت لري؟ ایا یو ملي غونډه ګډوډوي؟ او که ريښتیا ولسمشر ته خپل غږ رسول غواړي.

د مرتضوي په وینا، د شخصي او حقوقي مسلو او ستونزو د راپورته کولو ځای دا ډول غونډې نه دي. بلکې ګڼې ادارې او نور فرصتونه شته چې هلته باید راپورته شي.

د یکشنبې په ورځ د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه د ریس ځايي او حکومتي چارواکو د غونډو شریک عکسونه خپاره کړل. مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ( د ولسمشر د دفتر د ریاست سره په همغږۍ، ریس ځاځی او مور له هرات څخه کابل ته انتقال شوي او د افغانستان لویې څارنوالې او سترې محکمې ته دنده سپارل شوې چې د دوی حقوقي دوسیې هر څومره زر چې ممکنه وي، وڅیړې. )

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد