سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

مجیب د الراونډرۍ پر لور ګامونه اخلي

مجیب الرحمن ځدران چې شا او خوا ۱۹ کاله عمر لري، د یو توپ اچوونکي په صفت لوبډلې ته راغلی دی، اوس یې وړتیا په توپ وهنه کې هم څرګنده شوه او غواړي د راشدخان او یا هم محمدنبي عیسی خېل په څېر نړیوال الراونډرشي.

نوموړي د اسټرالیا سوداګریز یا بېګ باش لیګ په پرانیست یا پیلوونکې لوبه کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې وښودله، چې هغه د یو ښه او اغېزمن توپ اچوونکي ترڅنګ ښه توپ وهنه هم کولای شي.

مجیب ځدران په دغه ستر سوداګریزلیګ کې، چې د نړۍ په کچه پکې خورا خطرناک توپ اچوونکي او توپ وهونکي لوبه کوي، په ۲۲ توپونویې ۲۷ منډې وکړې، چې درې په زړه پورې څلوریزې پکې شاملې وې.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي، چې مجیب مختلفې خوبیانې او ریکارډونه لري.

د مجیب ځدران د الراونډرۍ ثبوت

مجیب ځدران افغان لوبډلې لپاره مختلفې سیالۍ کړي، چې کله، کله په وروستیوکې د توپ وهنې موقع په لاس ورغلې، ښه ګټه یې ترې پورته کړې؛ په ای پي ایل یا افغانستان سوداګریزو جام سیالیوکې یې د کابل لوبډلې پر وړاندې لوبه کې پر راشدخان څلوریزې ووهلې.

د ټي ټېن لیګ پر مهال یې په راشدخان یو ځل بیا دوه څلوریزې ووهلې او په دې ډول یې په ۴ توپونو اته منډې وکړې.

مجیب ځدران کولای شي زړه وره توپ وهنه وکړه؛ خو که توپ وهنه کې وخت ورکړل شي او موقع په لاس ورشي.

په بېګ باش لیګ کې د هغه توپ وهنه د ده د توپ وهنې د وړتیا ښه ثبوت دی.

د افغان لوبغاړو په اړه د کرېک ټرېک وېب پاڼې تبصره

درې په زړه پورې افغان لوبغاړو د آې پي ایل سیالیوکې ګډون کړی و، چې لوبې یې خورا په زړه پورې او دلچسپې کړې وې.

وېب پاڼه وایي، چې ځېنې د افغان لوبغاړو څخه بالران، ځېنې توپ وهونکي او ځېنې یې خطرناک الراونډران دي.

وېب پاڼې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي فېل سېمونس خبرې راخېستي؛ هغه ویلي هیله لري، چې خپل لوبغاړي په نړیواله درجه بندۍ کې مخکښ وویني او افغان لوبغاړو کې دا وړتیا شته، چې د رسنیو د خبري سروسونو د سرټکي شي.

وېب پاڼه وایي یو بل د احساس وړ اف بریک بالر مجیب الرحمن ځدران دی، چې د نړۍ په کچه د پرمختګ په پوړۍ چټک ګامونه اخلي او لا په دې برخه کې مخ پر ودې روان دی.

نوموړي په آې پي ایل لیګ کې ۱۴ وېکټې واخېستې؛ بیا وروسته ژوبل شو.

مجیب الرحمن ځدران تر اوسه په توپ وهنه کې نه و راڅرګند شوی؛ خو په بېګ باش لیګ کې د هغه په زړه پورې توپ وهنې وښودله، چې هغه ښه توپ وهنه هم کولای شي.

مجیب ځدران په داسې حال کې د برېسبېن هیټ لوبډلې لپاره توپ وهنې ته راښکته شو، چې د دوی د لوبډلې ۹ وېکټې لوېدلې وې.

په وروستۍ وېکټ مجیب الرحمن ۴۵ منډې ملګرتیا وکړه او منډې یې په وروستۍ وېکټ له ۱۰۱ منډو څخه تر ۱۴۶ منډو و رسولې، چې د مجیب ۲۷ ارزښتمنې منډې پکې شاملې وې.

مجیب ځدران په لسمه وېکټ د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ هم جوړکړ

د مجیب له منډو وړاندې په شل اوریزو لوبو کې په لسمه وېکټ د زیاتو منډو ریکارډ د سریلانکایي الانکارا سېلوا و، هغه د سریلانکا په کورني کرکټ لیګ کې په ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونوکې ۲۶ منډې جوړې کړې وې.

خو مجیب ځدران بیا هغه افغان زلمکی لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې په وروستۍ وېکټ ۲۷ منډې وکړې او په شل اوریزو لوبوکې یې دا ریکارډ خپل کړ.

مجیب الرحمن د راشدخان پر وړاندې ښه لوبه وکړه

راشدخان چې په لومړۍ لوبه کې د مجیب ځدران دوی لوبډلې برېسبېن هیټ سره مخ و، مجیب د راشدخان د توپ اچونې پر وړاندې لکه د سپر ودرېد او توپ یې تر وروستیو شېبو پورې وېکټ او په پښه لګېدو ته پرېنښود.

که څه هم راشدخان په دغې لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه او د نړۍ مشهور توپ وهونکي یې ولړزول؛ خو مجیب یې تر وروستیو شېبو پورې ونه شو سوځولای.

مجیب په درې څلوریزو کې دوه څلوریزې په راشدخان ووهلې.

راشدخان په دغې لوبه کې په ۴ اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

په آې پي ایل کې د پرېټي زېنټا لوبډلې په خپل ټوېټر د مجیب تېرې لوبې په اړه ویلي، چې مجیب د ښې توپ اچونې ترڅنګ؛ ښه توپ وهنه هم کولای شي.

مجیب ته که په خپله ملي لوبډله کې لږ مخکې د توپ وهنې موقع په لاس ورشي؛ کولای شي ځان د کرکټ نړیوالې شورا په مخکښو الراونډرانو یا کرکټ ټولچاروکې ثبت کړي، چې دا به د هېواد د کرکټ په برخه کې یوبل ویاړ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې