سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

مُجیب ځدران له ۲۰۱۷ کاله تر اوسه غوره بالر شو

د کرکټ په نړۍ کې داسې بالران تېر شوي، چې یو ورځنیو لوبو کې یې په خورا ښه ایکانومي توپ اچونه کړې ده؛ خو په دغو توپ اچوونکو کې اوس افغان ځوان مجیب الرحمن ځدران مېدان وړی دی.

مجیب ځدران هغه بالر دی، چې له ۲۰۱۷ م کال څخه یې تر روان اوسه پورې غوره توپ اچونه کړې ده او د ۲۰۱۷ څخه یې د کمې ایکانومي توپ اچونې په لړکې د جدول سر نیولی دی.

ایکانومي یعنې څه ؟
ایکانومي لفظ د ایکنامېک لفظ څخه اخېستل شوې کلمه ده، چې ایکنامېک خپله اقتصاد ته ویل کېږي.
نو ایکانومي هم په اوور کې د منډو ورکولو اوسط ته ویل کېږي، چې دا اوسط هم په یوه لوبه کې وي او هم د ټولو لوبو مجموعي اوسط راوځي او بیا د یو توپ اچونې په اچونه پرېکړه کېږي.


مثلا که یو بالر په یو اوور کې درې منډې ورکړي، نو د دغه بالر ایکانومي په همدغه اوور کې درې ده، د اوور پر سر د منډو ورکولو اوسط ته ایکانومي ویل کېږي.

مجیب ځدران او د ایکانومي غوره والی
له هندي کپیل ډیو وروسته افغان تنکی ځوان دی، کپیل ډیو تر ۱۹۹۴ م کال پورې په ۳ اعشاریه ۷۱ ایکانومي توپ اچونه کړې وه.

مجیب ځدران بیا د ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال روانې میاشت پورې ښه توپ اچونه کړې ده.

هغه په ۳ اعشاریه ۷۴ ایکانومي توپ اچونه کړې ده، تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ایرلېنډ خلاف د شنبې په ورځ لوبه کې وکړه، هغه په لسو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې، درې اورونه یې مېډن کړل، درې وېکټې یې واخېستې او په ۱ اعشاریه ۴۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

مجیب ځدران په دې ډول نیوزیلېنډی لارسن، انګلستانی ایډمونډز، انګلستانی ګایلي، انګلستانی ډیوېډ وایلي، ویسټ انډیزی والش، انګلستانی مولالي، انګلستانی مېلر، اسټرالیایي مېک ګرات، زِمبابویایي ټرایکوس، افغان راشدخان، پاکستانی عمران خان، وسیم اکرم، پاکستانی راشدخان، اسټرالیايي ریفېل، افغان امیر حمزه، سریلانکایي مورلي ترن، اسټرالیایي راکي من، ویسټ انډیز ګېري او ډېری نور بالران وروسته پاتې کړل او خپله یې د جدول سر ونیو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي