سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په نړیوال کرکټ کې د مجیب ځدران د خوښې توپوهونکی

د نړۍ په کچه ډېری لوبغاړي شته چې د خلکو خوښېږي او د خوښې لوبغاړي یې وي، ځکه د کرکټ په نړۍ کې بالر او توپ وهونکی خلک ډېر خوښوي.

ویرات کولي، سټیف سمېت، ای بي ډیویلیئرس، کرېس ګېل، راشدخان، ډوني، روهېت شرما او ځېنې نور لوبغاړي د نړۍ په ګچه خورا مشهور دي.
دغو لوبغاړو په شل اوریزه، ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې زیاتره وخت مقابلې لوبډلې ته ستونزې جوړې کړي دي.

ویرات کولي د ویسټ انډیز خلاف په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کړې، چې د ټېنډولکر د منډو ریکارډ یې مات کړ.

د اسټرالیا سټیف سمېت چې ډېر ارزښتمن لوبغاړی دی، نوموړی اوس ۲۹ کاله عمر لري، په یو ورځنیو لوبوکې یې ۳۴۳۱ منډې کړي؛ هغه ټول ۱۰۸ لوبې کړي دي. سمېت په ټېسټ او شل اوریزه لوبو کې خورا تکړه لوبغاړی و.
په ۶۴ ټېسټ لوبو کې یې ۶۱۹۹ منډې کړي، چې ۶۱ اعشاریه ۳۷ یې اورېج یا اوسط دی.

مجیب د خوښې لوبغاړی څوک دی؟
که څه سمېت په ټېسټ لوبو کې لومړی مقام درلود، خو د هغه د نه لوبېدو له کبله ویرات کولي په ټېسټ لوبوکې هم لومړی درجه توپ وهونکی شو. ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې هم لومړی مقام لري.
له مجیب ځدران څخه د هغه یو مینه وال په انسټګرام پوښتنه کړې ده، چې ویرات کولي او سمېت کې کوم لوبغاړی ستا د خوښې دی؟

مجیب ورته ځواب کې ویلي، چې زما د خوښې لوبغاړی ویرات کولي دی.

مجیب ځدران افغان ۱۷ کلن ځلېدونکی کرکټ ستوری دی. نوموړی په افغان ۱۹ کلنو لوبډله کې په اسیا جام سیالیو کې چې ۲۰۱۷ م کال کې یې وکړې؛ خورا ښه وځلېده او بیا له هغې وروسته مشهور شو.

بیا مجیب په ملي لوبډله کې واخېستل شو؛ چې د زِمبابوې، ایرلېنډ، ویسټ انډیز او نورو لوبډلو پر وړاندې یې خورا خطرناکه توپ اچونه وکړه.

د مجیب له ځلېدو وروسته هغه د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ۴ کروړه هندي کلدارو وپېره، په همدغو لوبو کې یې د خپلې خوښې توپ وهونکی ویرات کولي بولډ کړ.

له دې وروسته هغه وویل، چې د ده ډېر ارمان و، چې ویرات کولي وسوځوي او هغه ارمان یې پوره شو.

مجیب ځدران د درې میاشتو و، چې پلار یې وفات شو په ډېرو سختیو کې رالوی شو او بیا یې له ډېرو ستونزو وروسته افغان لوبډلې ته لار وموندله. اوس له آې پي ایل وروسته په لس اوریز کرکټ لیګ کې بنګال ټایګرز لوبډلې اخېستی. په بېګ باش لیګ کې برېسبېن هیټ لوبډلې واخېست. د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د همپشایر لوبډلې سره ولوبېد.

اوس هغه ویرات کولي د خپلې خوښې توپ وهونکی معرفي کړی. ګورو چې د خپلې خوښې لوبغاړی یو ځل بیا په اې پي ایل سیالیوکې په بولډ او یا هم سوځولو سره خفه کوي که څنګه.

د آې پي ایل سیالۍ د مارچ په ۲۹ مه نېټه پېلېږي او د می په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې