افغانستان سیاست

طالب ویاند ته د امریکايي ویاند ځواب ” مغز وینځلي ترهګر مو کنټرول کړئ-خپل خلک مو مه وژنئ“

لیکنه: ياران

په کابل کې په وروستیو کې د شهیدانو او معلولینو د معنیت په ودانۍ او شا او خوا نورو ادارو ډله ایز ځانمرګی برید چې د سولې د اوازو په تاوده بازار کې وشو، په کور دننه او بهر پراخ عکس العملونه راپورته کړي.

د برید بڼه تر ډیره په کابل کې د طالبانو او یا هم د داعش د وسلوالو پخوانیو بریدونو ته ورته وه. طالبانو په کې لاس لرل رد کړي او داعش ډلې یې مسولیت نه دی منلی.

د چارواکو په وینا تر پنځه څلوېښتو زیات کسان چې ډیر یې ملکیان دې په کې ووژل شول او او لسګونه نور ټپیان شول. دا برید په داسې وخت کې کیږي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې تر بل هر وخت ډيرې تودې شوي، او ډیره تمه کیږي چې ښايي نژدې وخت کې له افغان حکومت سره هم مخامخ خبرې وکړي.

طالبان چې تل د هغو بریدونو مسولیت ردوي چې درنه مرګ ژوبله ولرې، ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر په یو لنډ پیغام کې په دې برید کې لاس لرل رد کړې، خو غندلی یې نه دي. مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي:

” وضاحت: د کابل د پرون ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.“

د نوموړې ددې ټویټ په ځواب کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډیف بوټلر لیکلي:

” طالبان انارشي جوړوي او افغانان وژني. پر خپلو مغز وینځلو ترهګرو کنټرول پیدا کړئ او د کړکیچ د هواري برخه شئ. ستاسو په وروستیو دوو بریدونو کې مذهبي مشران او هغه خلک په نښه شوي چې معیوبو ماشومانو سره مرسته کوي. تاسو مسولیت نه شئ ردولی، دا ستاسو کار دی، تاوتریخوالی پای ته ورسوئ. “

یوازې امریکايي پوځي ویاند نه دی چې د کابل د وروستي خونړي برید مسولیت پر طالبانو اچوي، بلکې تر ده مخکې افغان ولسمشر او اجرایه ریس هم دا برید له طالبانو سره تړلی بللی.

ولسمشر اشرف غني د سه شنبې په ماښام د دوو نویو وزیرانو امرالله صالح او اسدالله خالد د معرفي په مراسمو کې وویل:

” په طالبانو غږ کوم چې د پروني برید د مسوولیت په نه منلو او غندلو سره له مسوولیت څخه ځان نشي خلاصولی. حتا که دوی په مستقیم ډول په دغه فاجعه کې شامل هم نه وي، خو همدوی نورو ته د دغسې فاجعې زمینه، برابره کړې ده.“

اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم دا برید د وسلوالو طالبانو کار بللی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د کابل ددې خونړي برید مسولیت نه دی منلی. په ټولنیزو رسنیو کې افغان حکومت ته نژدې کسانو دا د افغان ولسمشر له خوا د کورنیو چارو او د دفاع د وزیرانو په توګه د پاکستان د دوو سرسختو مخالفو امرالله صالح او اسدالله خالد په ټاکلو د پاکستاني استخباراتو عکس العمل بللی چې په وینا یې د طالبانو په وسیله یې تنظیم کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې همدارنګه د هغه سوالګر ماشوم ځورونکی عکس هم ډیرو کسانو خپور کړی چې په دې برید کې وژل شوی خو د جسد په اخیستل شویو عکسونو کې یې ښکاري چې په لاس کې یې د سوال ټولې کړې پیسې کلکې نیولې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران