سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

د ایم ایس ډوني ټپ او د مینوالو شکونه

د انګلستان او بنګلاېش خلاف دوه لوبو کې په ډوني د هندۍ لوبډلې مینوالو انتقادونه وکړل، خو راز بل څه و.

ایم ایس ډوني د انګلستان خلاف لوبه کې په ۳۱ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، یوه یې شپږیزه او څلور یې څلوریزې ووهلې.

هندوستان د انګلستان ۳۳۸ منډې هدف پوره نه کړای شو؛ انګلستان هغه لوبه په ۳۱ منډو وګټله.

له ډوني سره کېدرجداف هم په ۱۲ منډو ناټ اوټ ووت.

کله چې انګلستان په ۳۱ منډو هندوستان ته ماته ورکړه؛ خلکو ویل څنګه د ډوني په ناسوځېدلي حالت کې انګلستان لوبه وګټله، دوی وایي ډوني باید پوره هېټ کړی وای او دا لوبه يې له انګلستان څخه را اړولی وای!

رښتیا هم چې ډوني په منځنۍ برخه کې راغلی تل یې هندوستان ته سختې لوبې په ځواکمن هېټ رااړولي دي.

خلکو د ډوني په اړه شکونه کول؛ چې ښايي ډوني درغلي کړې وي.

وروسته بیا خبره څرګنده شوه، چې ۳۷ کلن مهیندرا سېنګ ډوني او د هندوستان پخواني پیاوړي لوبډلمشر په ټپي حالت کې لوبه مخته وړله.

DHONI VS ENG.JPG

هغه د انګلستاني بالر په توپ په ګوته لګیدلی و، غټه ګوته یې وینې وه؛ خو له لوبې بهر نه شو، د خپل هېواد لپاره یې درد وزغمه او ویشتن ځای یې پرېنښود.

اوس په ټولنیزو رسنیو د ډوني داسې انځورونه خپاره شوي، چې د خلکو شکونه یې له منځه یوړل او له ډوني سره یې لا د خلکو مینه زیاته کړه.

دې انځور کې ډوني خپله ټپي ګوته خوله کې نیولې او وینه یې بیا له خولې توې کړې ده.

د ډوني مینوال اوس وایي. چې مونږ په ډوني پوره باور لرو، هغه خورا غېرتي لوبغاړی دی او پر هندوستان مین دی.

د بنګله دېش خلاف لوبه کې هم هغه په ټپي ګوته لوبه وکړه، په ۳۳ توپونو یې ۳۵ منډې وکړې او د مستفِض الرحمن په توپ شکېب الحسن کېچ کړ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی