خواړه روغه سټه

هغه نهه خواړه چې د ويښتو له سلامتۍ او ودې سره مرسته کوي

لیکواله: ډاکتره ګیتانجلي – د تغذیې متخصصه
ژباړه : شمیم اتل

د ویښتو توییدو ته ښځې او سړي یو ډول خپه کیږي، ځکه پر نورو روغتیايي ګټو سربیره د دواړو ډلو د ظاهري بڼې او څیرې لپاره مهم دي.

هر څوک هېله لري چې روغ ، ډک او ښکلي ويښته ولري. دا سمه ده چې په بازار کې تاسو د ويښتو د ښو ساتلو لپاره بیلابیل تیل، کریمونه، شامپوګانې او نورو تولیدات موندلی شئ چې د ښو ويښتو په ساتلو کې درسره مرسته کوي. خو ددې هر څه سره د وجود له دننه څخه ويښتو ته د ښو او لازمو خوړو رسیدل هم د ښو ويښتو لرلو لپاره ضروري دي.

د ښو ويښتو د لرلو لپاره لومړنی قدم چې تاسو یې اخیستلی شئ دا دی چې له دې خوړو څخه مو ځینې د خپل ورځنۍ غذا په لیست کې شامل کړئ.

1- پالک – پالک د ویټامین (A) ویټامین (C) اوسپنې، بیتا کروټینو او فلزاتو غوره سرچینه ده. ددې ګټورو موادو په لرلو دې کې هیڅ شک نه شته ستاسو ويښته په ښه بڼه ساتي.

2- امروت – دا میوه هم که پیدا کړئ نو له ويښتو سره ډیره مرسته کوي، ځکه چې په زیاته اندازه ویټامین سي لري او ويښته له ماتېدو ژغوري.


3- خواږه کچالان – د بیتا کروټينو په نوم له ګټورو موادو ډک دي، زموږ وجود بیتا کروټین پر ویټامین اې بدلوي. د خوږو کچالانو په منظمه توګه خوراک د وچو او خشکو ويښتو د نرمولو او مرطوبیدو او د ويښتو د کلکیدو سره مرسته کوي.

4- هګۍ – د بیوټین په نوم د بي ویټامین لري چې د ويښتو د ودې لپاره مهم دي. د هګیو خوراک ستاسو ويښتو ته غذا برابروي.


5- نسک– نسک له فولیکو اسیدو مالمال دي. فولیک اسید هغه څه دي چې د وینې د سرو حجرو د روغتیا لپاره ورته وجود اړتیا لري. د وینې سرې حجرې کوپړۍ ته د اکسیجن رسول بهتره کوي. د نسکو زیات خوراک په وجود کې د فولیک اسیدو مقدار زیاتوي چې ورسره د وینې د سرو حجرو فعالیت بهتره کیږي او په ګڼو نورو ګټو سربیره د سر د ويښتو له ښې ودې او کیفیت سره مرسته کوي.

6- بادام – په نړۍ کې ګڼ خلک د بادامو تیل د ویښتو غوړولو لپاره کاروي. خو د بادام منظم خوراک د بدن دننه ستاسو د ويښتو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. په بادامو کې له ګڼو مغزي موادو څخه یو هم مګنیزم دي چې د وېښتو له ښې او صحي ودې سره کومک کوي.


7- غوزان ( چارمغز) – په غوزانو کې د اومیګا ۳ غوړ اسید د ويښتو له سلامتۍ او ښې ودې سره مرسته کوي. د ورځې د دوو دانو چارمغزو خوراک ستاسو پر ويښتو حیرانونکې او ښې اغیزې کوي.

8- ګازرې – ګازرې د ويښتو د توییدو مخنیوي کې کومک کوي، همدارنګه په ګازرو کې شته بیلابیل موادو د ويښتو په چټکه وده کې هم ګټور دي.


9- دزغرو او لمرګلي تخمونه – دا تخمونه جست، پروتین، پوتاشیم، سیلینیوم، بیوټین، اوسپنه، میس، مګنیزیم، کلسیم او د بي او اي ویټامینونه لري چې بې له شکه پر نورو ګټو سربیره د ويښتو سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */