د جک کنفلیډ شل انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ انسان هماغسې کېږي، چې په اړه یې فکر کوي. له خپلو نا غوښتلو شویو څیزونو سره مه جنګېږه، ځکه چې ځواکمن او سترېږي، په دې کار سره خپل ټول تمرکز په هغو څیزونو باندې کوې، چې نه یې غواړې او نا غوښتل شوي څیزونه د ځان په لور را جذبوې.

۲ ـــ که غواړئ، چې د ژوند د غوره څیزونو د موندنې وړ واوسئ، نو باید په دې چاره باندې باور وکړئ، چې وړ یې یاست.

۳ ـــ ته چې د ځان په اړه هر فکر ولرې، نو هماغه سم دی او پایله به یې هم هماغه وي. که ووایې، چې کمزوری یم، کمزوری کېږې او که ووایې، چې ځواکمن یم، نو ځواکمن به شې.

۴ ـــ د بشر اصلي موخه، احساس او د تجربې خوند دی. موخه دا ده، چې په ژوند کې د مینې آرامتیا او خوند احساس وکړې، نو هر هغه څه، چې تاته د مینې او خوند احساس دربښې، وې څاره. ستا اصلي رسالت او دنده به هماغه کار وي. په نړۍ کې داسې کار شتون نه لري، چې ته ونه شې کولای، ترسره یې کړې، دا د الله (ج) غوښتنه ده.

۵ ـــ دا ستا باور دی، چې تا خپلو غوښتنو ته رسوي، مګر دا چې د غوښتلو زړورتیا یې ونه لرې.

۶ ـــ خپلې وېرې له منځه یوسه او پرې واکمن شه. هېڅوک به په دې لاره کې له تاسره مرسته ونه کړي؛ ځکه هېڅوک ستا په اندازه له وېرو سره دې آشنا نه دی.

۷ ـــ تل په دې ګمان سره یې پیل کړئ، هرڅه چې وغواړئ، نو لاسته یې راوړلی شئ.

۸ ـــ که غواړئ د کوم کار له ترسره کولو څخه ارزښت ترلاسه کړئ، نو باید خپله یې ترسره کړئ؛ هغه کار، چې هر څه وي.

۹ ـــ هر هغه څه، چې نن یې تجربه کوئ، په تېر کې ستاسو د لیدلوري پایله ده.

۱۰ ـــ که توپیري څیز غواړئ، نو باید توپیري کار ترسره کړئ او توپیري ګام پورته کړئ.

۱۱ ـــ تر کله چې کوم څوک یا کوم څیز د خپلې ناکامۍ مسؤول او سبب وګڼئ، هېڅکله به بریالي نه شئ.

۱۲ ـــ که چېرې په ځان باندې ټینګار وکړئ، چې هره ورځ یو نوی څیز زده کړئ او هره ورځ لږ ښه شئ، نو په پایله کې د وخت په تېرېدو سره، خپلو موخو ته رسېږئ.

۱۳ ـــ کله چې کوم څوک بښئ، دا کار، تاسو اوس وخت ته ورګرځوي؛ چېرته چې ښایي له ښو پېښو سره مخامخ شئ او چېرته چې کولای شئ د خپلو راتلونکو موخو د رامنځته کولو لپاره، لاس په کار شئ.

۱۴ ـــ اوسنی ژوند مو ستاسو د تېرو لیدلورو او کارونو پایله ده. راتلونکی ژوند به مو د نننیو لیدلورو او کارونو پایله وي.

۱۵ ـــ د باطني ارزښتونو پېژندنه او په خوبونو باندې باور لرل، د ژوند د شتمنۍ یوه برخه ده.

۱۶ ـــ حق پېژندنه او د هغو څیزونو منل، چې په ژوند کې یې لرئ، د یوه بریالي او خوشاله کوونکي ژوند د لرلو لپاره، ترټولو مهم څیز دی.

۱۷ ـــ تصمیم ونیسه، چې څه غواړې، باور وکړه، چې کولای شې ولرې، باور وکړه، چې ته یې د لرلو وړ یې او باور ولره، چې شونی دی.

۱۸ ـــ د دې لپاره، چې وکولای شو بدو عادتونو ته بدلون ورکړو، نو باید د بریالیو کسانو عادتونه مطالعه او په خپلو ورځینو چارو کې ترې ګټه واخلو.

۱۹ ـــ تاسو په خپل ژوند کې په بشپړه توګه په درې څیزونو باندې کنټرول لرئ: هغه څیزونه، چې په اړه یې فکر کوئ، هغه انځورونه، چې په خپل ذهن کې یې رامنځته کوئ او هغه کارونه، چې ترسره کوئ یې، خو همدا څیزونه څومره کنټرولوئ؟

۲۰ ـــ معمولاً د هغه چا له لاسه ګیله او شکایت کوئ، چې هېڅ مسؤولیت نه لرئ.