ژوند او ژواک

مرګ لوړو اهدافو ته د رسیدو انګیزه درکوي

فرصت(Opportunity)او انګیزه(Motivation ) په ژوند کې دوه جذابې کلیمې دي او د هر چا پام ځان ته را اړوي، د هر چا ژوند کې چې وي نو له ډیرو متفاوت او خوښ وي.

انګیزې د کار، فرصتونو، نوښتونو او نورو بدلونونو لپاره لومړی قدم دی، که څوک انګیزه ونه لری نو په بلا فرصتونو کې به تش لاس وي، له ښه استعداد سره به شاته پاته وي، که انګیزه نه وي نو پلان به هم د کاغذ په مخ پاته وي.

که څوک انګیزه ولري نو فرصتونو رامنځ ته کوي،پرمختګ کوي، که خپل امکانات ونه لري د نورو له امکاناتو سالمه ګټه پورته کوي، لاسته راوړني لري او نه یوازې ځان بلکې ټولنې ته هم کار کوي.

زموږ په تعلیمي او تحصیلی سیستمونو کې هم دي موضوع ته کار نه دی شوی ځکه نو له مناسب ښوونځي، پوهنتون، کتاب، ښه استاد امکاناتو سره سره بې سواده زده کوونکی او محصل فارغیږي البته یو دلیل یې دادی.

په ټولنه کې مو هم دود نه ده چې مثبت بدلونو رامنځ ته شي. ارواپوهان ښه انګیزه ورکوي، خو له اوله سره موږ ډیر کم ارواپوهان لرو، او ډیری یې په داسې څه بوخت دي چې د خلګو زړونو یې له ارواپوهنې بد کړي. د ګوتو په شمار کسان سم کار ورته کوي.

په ډیرو کورنیو،ادارو، کمپنیو کې د غړو او اشخاصو د تحریکولو لپاره له مختلف میتودونو کار اخیستل کیږي، چې ځینې یې سم لکه ډالۍ، پیسو ورکول، معاش لوړول، سیاحت، میلمستیا… او ځینې یې ناسم دي لکه پیغور، تهدیدول…

یوه ډله کسان چې له نورو په ژوند کې څو قدمه مخکې دي او په ځان باور یې زیات دی خپل ځان ته پخپله انګیزه ورکوي چې فرصتونو رامنځ ته کړي، لاسته راوړني ولري او ښه ژوند، غوره ټولنیز موقف ولري او د نورو ژوند ښه کړي.

لوي لوي بدلونونه، فرصتونه او نوښتونه همدا کسان رامنځ ته کوي، له ناببره پیښو سره ځان زر عیاروي، او هر ډول وضعیت په ډیر ښه ډول مدیرت کوي.

اوس به دلته دا وسپړو چې څنګه ځان ته ښه انګیزه ورکولای شو؟ څنګه خپله کارونه چټکولی شو او څنګه له خپلې فکرې او فزیکې انرژۍ څخه هغه په لوړ کچ ګټه اخیستلی شو چې لوړو اهدافو ته مو ورسوي؟

ځینې ځان ته په دي خاطر ښه انګیزه ورکوي چې پیسې تر لاسه کړي،لوړ موقف ته ځان ورسوی، شتمن شي، له سیالانو مخکې شي، او داسې نور ….

خو که دا وشي بیا به په څه ځان ته انګیزه ورکوي؟ خو زه د ځان ته انګیزې لپاره یو څه کاروم چې تل ما ښه متحرک، او خوځنده ساتي.

دا انګیزه مرګ دی، ځکه که زه هر څومره هر څومره ژوند وکړم بیا هم مرم، که زه هر چیرته یم بیا هم مرم، او هیڅ تضمین نسته چې زه به څومره ژوندې یم تر سبا، یو کال، لس کاله، سل کاله، هیڅ ندي معلوم، نو ښه ده چې له خپل ټول توان څخه کار واخلم، کنه دا انرژې وخت ضایع کوي او ژوند به مې تر ژوند محدود شي.

باید پلان ولرم که ژوندي وم خو وبه يي کړم کنه یو پلان ده که نه شو، ارمان به شي، ممکن بل ته به الهام شي.

مرګ یو واقعت ده چې تیښته ترې نشته نو ویره ترې نه ده په کار بلکې ځان ورباندې متحرکول په کار دي.

د اپل کمپنۍ بنسټکر سټیو جابز ویل کله چې زه پوه شوم چې د سرطان ناروغي لرم نو ما د ژوند لوي لوي کارونه له معایناتو وروسته په ناروغي کې وکړل ځکه پوه شوم چې نور مرم نو هره ورځ سهار به مې ځان ته ویل چې نن مې وروستی ورځ ده باید لوړ کار نن وکړم.

دده ناروغۍ اووه کاله دوام وکړ او اپل هم په دي وخت د پرمختګ لوړو ته ځان ورساوه.

دا زما لپاره یو ښه الهام بښوونکی مثال دی ، لوړې انګیزې ډیر څه کولای شي، د نورو د خپلولو لپاره هم تر ټولو ښه لار انګیزه او همکارې ده، نه بې ځایه وعدي، چې هغه د ژوند په بریالیتوبونو کې تا شریک وبولی.

په اصل کې د ژوند هر ورځ، هره لحظه اخیره ده نو ښه چې ډیر څه پکې وکړو ځکه د ژوند چانس یو ځل دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */