زوی ته د مور نصیحت (له پنده ډکه کیسه)

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوې مور خپل زوی ته مخ ور واړاوه او هغه ته یې نصیحت وکړ:
زویه! یوه ورځ به ما بوډۍ او کمزورې ووینې او په خپلو کارونو کې غیر منطقي، هغه مهال ماته لږ وخت راکړه او صبر وکړه، ترڅو ما وپوهوې.

کله چې لاسونه مې رېږدي او خواړه مې په جامو تویېږي؛ کله چې خپلې جامې نه شم اغوستلی، نو زغم ولره او هغه کلونه در په یاد کړه، کوم کارونه چې نن یې نه شم ترسره کولای، تاته مې درښودل، که چېرې نوره ځوانه او روغه نه یمه، ما ګرمه مه بوله او خپل ماشومتوب دې در په یاد کړه، چې هڅه مې کوله، ترڅو تا ښایسته او ښکلی کړم. که چېرې ستاسو په دود و دستور باندې نه پوهېږم په ما پورې مه خانده، خو ته د هغه څه له پاره زما سترګې او غوږونه واوسه، په کومو چې نه پوهېږم، زه ومه چې تاته مې ادب در زده کړ. زه ومه چې تاته مې دا در زده کړل، چې څنګه له ژوند سره مخامخ شې، نو څنګه نن ماته وایې، چې څه وکړم او څه ونه کړم؟

له تا سره د خبرو کولو پرمهال زما له کمزوري ذهن، آرامه خبرو او فکر کولو څخه مه ستړی کېږه، ځکه زما نېکمرغي اوس داده، چې له تا سره واوسم، ته دم ګړۍ زما ټول ژوند یې، زه دغه راز پوهېږم، چې څه غواړم، یوازې زما په کارونو کې راسره مرسته وکړه.
کله چې پښې مې موخې ته د رسېدو له پاره، راسره ملتیا نه کوي، نو پر ما باندې مهربان واوسه، اوس چې بوډۍ شوې یمه، نو په لاره د تګ پرمهال زما له لاس نیولو څخه مه شرمېږه؛ چې په ماشومتوب کې ناتوانه وې، ما ستا لاس ونیوه. زه نوره ستا په څېر ځوانه نه یمه او مرګ راته په تمه دی. زما تر څنګ واوسه او ما یوازې مه پرېږده، کله چې زما له تېروتنو څخه دې څه در په یاد کړل، نو ما ستا له خوشالۍ او ښېګڼې څخه پرته بل څه نه غوښتل؛ زما تېروتنې وبښه، ترڅو الله (ج) دې وبښي.

تر اوسه هم ستا خنداوې او لوبې ما خوشالوي، ما له خپلو خبرو اترو څخه مه بې برخې کوه.

د زېږون پرمهال دې له تاسره ومه، نو د مرګ پرمهال مې له ماسره واوسه .