افغانستان سوله سیاست

د طالبانو نوي خوبونه؛ معتصم آغاجان د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه لري

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د سولې خبرو له تودیدو سره دا بحث تود شوی، چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی څرنګوالی به څه ډول وي؟

د دغو بحثونو په منځ کې د وسله والو طالبانو یوه مخکیني لوړ پوړي مقام د دغه راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړي.

دا طالب چارواکی په مختلفو مرحلو کې د خپلې ډلې لوړپوړی سړی و.

دی ملامعتصم آغاجان نومیږي، چې د طالب واکمنۍ پرمهال د دوی د مالیې وزیر او د واکمنۍ له نسکوریدو سره یې د دوی د سیاسي کمېټې مشر و.

معتصم آغاجان کلونه مخکې په پاکستان کې تر یوه برید لاندې راغی او بیا څه وخت په متحده عربي اماراتو کې بندي و.

د هغه د نیول کیدو او پرې د برید لوی دلیل له افغان حکومت سره سولې ته د نوموړي لېوالتیا ګڼل شوې وه.

معتصم آغاجان تېره اونۍ د طلوع نیوز د یوې مناظرې مېلمه و.

یاران یې د مناظرې مهم ټکي له ځینو اړینو تبصرو سره خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

کلونه پس د کابل ننداره

معتصم آغاجان وایي کابل ته د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته په لومړي ځل په ۲۰۱۱کې راغی.

د ده په وینا د خپلې واکمنۍ د وخت او اوسني کابل ترمنځ یې زیات توپيرونه لیدلي.

وایي هرڅه بدل شوي او ښه شوي، خو یوازینی څه، چې کمی یې محسوسیږي، امنیت دی.

هغه د امنیت د تشې لامل د بهرنیو ځواکونو موجودیت ګڼي او وایي که دوی ووځي، امنیت به هم راشي.

د طالب واکمنۍ تېروتنې

دغه طالب مقام وایي د دوی واکمنۍ درې لویې تېروتنې لرلې.

یوه تېروتنه دا ګڼي، چې د دوی او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې هغه مهال سوله نه وه شوې.

هغه په دې کار کې خپل مخالفین هم ملامت ګڼي او وایي دا یوه مشترکه تېروتنه وه.

د دې ترڅنګ بله تېروتنه دا ګڼي، چې دوی د امربالمعروف په نوم اداره لرله، چې دغې ادارې د نرمۍ پرځای خلکو سره توند چلند کړی.

معتصم آغاجان د درېیمې تېروتنې په توګه د ښځو حقونو ته نه پاملرنه یادوي، چې په خبره یې په دې برخه کې زیات ملامت هم نه ول، ځکه هغه ډول د حقونو تامین چې دوی غوښتل، لازم شرایط ورته نه وو برابر او امکانات یې نه وو موجود!

د اسلامي جمهوري امارت وړاندیز

وسله والو طالبانو پخوا ټینګار درلود، چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د دوی امارت په افغانستان کې ځپلی او دوی یې بیرته د جوړولو لپاره جنګیږي.

خو د دغه طالب مقام په خبرو کې اوس په دې اړه نرمښت او په عین حال کې یو بل عجیبه وړاندیز ښکاري.

معتصم آغاجان وایي: زما وړاندیز دا دی، چې د افغان معضلې د حل لپاره دې د افغانستان اسلامي جمهوري امارت په نوم نظام جوړ شي.

د ده په خبره غوره ده، چې د نظام په راس کې یو امیر وي او ورسره پارلمان، قضایه قوه ا ونورې برخې هم موجودې وې، چې د جمهوریت اړتیاوې ورسره پوره شوي وي.

معتصم آغاجان د امارت په راس کې د امیر موجودیت ضرور ګڼي او وایي: د امیر موجودیت په اسلامي نظام کې مخکینۍ ریښې لري.

د نوموړي په خبره د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه ځکه لري، چې روانه معضله ورسره حلیږي او د دواړو نظامونو ارزښتونه پکې خوندي کیدای شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امیر به چا ته ځواب ویونکی وي کنه؟ وایي:هو! حضرت عمر رضي الله تعالی عنه هم د مسلمانانو د امیر په توګه ځواب ویونکی و.

د امیر د ټاکلو په اړه دی وایي، چې هغه به د اهل و عقد د څو زره کسیزې شورا په تایید ټاکل کیږي.

د ده په خبره ملاعمر هم په کندهار کې د علماوو د یوې لویې غونډې پر وخت د اهل و عقد شورا له لورې امیر ټاکل شوی و.

دی د هغې غونډې د ګډونوالو شمېر له یونیم زرو تر دوه زرو پورې علما یادوي.

معتصم آغاجان د ټاکنو له پروسې سره مخالفت ښيي او دلیل دا ګڼي، چې د علماوو او نیشه یانو رایې پکې په یوه تله تلل کیږي.

دی دغه راز تاییدوي، چې ملا عمر د خپل حکومت پر وخت د پیغمر (ص) مبارکه خرقه اغوستې وه.

د ده په خبره دا کار د تبرک لپاره شوی و او ده پخپل لاس دغه خرقه ور په غاړه کړې وه، چې په افغانستان کې سوله حاکمه شي.

د پوښتنو ځوابونه

معتصم آغاجان په دغه مناظره کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د ویاند بشیر احمد ته ینج د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که طالبان واک ته ورسیږي، واک به انحصاروي کنه؟

وویل: نه، موږ به د ټولو ګوندونو په ګډون حکومت ولرو.

هغه د ولسي جرګې د یوه غړي عبدالروف انعامي هغې خبرې ته بې ځوابه غوندې شو، چې ویې ویل: اسلامي حکومت ته د رسیدو بڼه بېله ده، ځکه د څلورو اسلامي خلیفه ګانو د ټاکنې بڼې سره  مختلفې وې.

معتصم آغاجان دې پوښتنې ته کوم واضح ځواب نه درلود، چې ولې اسلامي حکومت ته د ټاکنو له لارې نه غواړي ورسیږي؟

غني سره لیدنه او د اشغال دوام

معتصم آغاجان په دې مرکه کې ومنله، چې څه موده مخکې یې د لوی کندهار د یو شمېر مشرانو په ملتیا په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدلي.

هغه د لیدنې موخه د لوی کندهار پر ستونزو خبرې وګڼلې او ویې ویل: د دې ترڅنګ ولسمشر د سولې په اړه هم خبرې لرلې او ما نه یي د زیات رول غوښتنه وکړه.

دی په ورته وخت کې وایي، چې د سولې په اړه د ولسمشر غني فکر بدل شوی او سولې ته لېواله و.

معتصم آغاجان له دې سره افغانستان اشغال شوی ګڼي، خو وایي د اشغال باوجود افغانستان یوې ادارې ته اړتیا لري، چې چارې یې مخته یوسي.

هغه دا هم وایي، چې سولې ته طالبان تر هرچا زیات لېواله ځکه دي، چې دوی په جګړه کې تر بل هر لوري زیات ځپل شوي.

د ده په خبره د طالبانو لېوالتیا ته خوشبین نه دی؛ بلکې په دې اړه یقین لري.

معتصم آغاجان همدا شان د داعش ډلې په اړه وایي، چې هغوی په افغانستان کې ریښې نه لري او د طالبانو ترسولې وروسته د دوی په تړاو اندیښنې نشته.

شخصي معلومات

معتصم آغاجان وایي د کورنۍ یوه برخه یې د امنیتي ستونزو له کبله له هېواده بهر او یوه برخه یې په هېواد کې دننه ژوند کوي.

دی د خپلو اولادونو په اړه وایي، چې یو زوی یې په  نړیوالو اړیکو کې ماسټري او ورسره یې یوه لور په اسلامي علومو کې ماسټره ده.

هغه ټینګار کوي، چې لور یې له هلکانو جلا زده کړې کړي او دوی ټولو نجونو ته ورته زده کړې غواړي.

غبرګونونه

په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي جمهوري امارت د غوښتنې په اړه پر معتصم اغاجان عجیب و غریب بحثونه شوي او تر ډېره یې خلکو مخالفت کړی.

ځینو دا یو بل دوه سری حکومت ګڼلی، چې په وینا یې نه یې جوړیدل او نه یې کار کول ممکن دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي