سپورټ وزش او تمرین

د موتای افغان لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کي ۴ د برنزو مډالونه وګټل

اعلان

د افغانستان په ګډون د ۱۰۷ هیوادونو ترمنځ د موتای نړیوالي لوبي د ټایلېنډ هیواد په بانکوک ښار کي ترسره سوې، چي افغانانو پکښي ۴ د برنزو مډالونه خپل کړل.

د موتای په دې نړیوالو سیالیو کي ۱۱ افغان لوبغاړو لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې دوې ښځینه ورزشکاراني هم وې.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغان لوبغاړو له ډلي محمد یوسف، حمید حسن زاده، مشعل اسلامزي او فرشتې شېرزاد مډالونه ترلاسه کړه.

په دې سیالیو کي محمد یوسف په ۶۳،۵ کیلو ګرام وزن کي لیبیا، پرتګال او تونس ته ماته ورکړه، خو په نیمه پایلوبه کي ئې په کم توپیر د روسي سیال څخه ماته وخوړه.

فرشتې شېرزاد په ۴۸ کیلو ګرام وزن کي یوه لوبه استراحت وکړ او په بله لوبه کي ئې جرمني ته ماته ورکړه، خو په نیمه پایلوبه کي ئې بیا د ټایلینډ څخه ماته وخوړه.

حمید حسن زاده په ۵۷ کیلو ګرام وزن کي هانکانګ، عراق او امریکا ته ماته ورکړه، خو په نیمه پایلوبه کي ئې بیا د ازبکستان څخه ماته وخوړه.

او مشعل اسلامزي بیا په ۴۸ کلیو ګرام وزن کي هانکانګ او ویتنام ته ماته ورکړه، خو په نیمه پایلوبه کي ئې د بدن د خوږ له امله لوبه نسوای ترسره کولای او له همدې امله له لوبو اوټ سو.

د افغانستان د موتای لوبډلي تر دې مخکي په ۲۰۱۶م کال کي د روسیې په کازان ښار کي سیالۍ ترسره کړې، چي ۳ د برنزو مډالونه ئې خپل کړي وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.