کلتور او هنر له نړۍ

د تازه مسلمانې شوې ایرلینډۍ سندرغاړې په شمول څو نوموتي کسان چې اسلام یې منلی

ایرلینډۍ مشهوره سندرغاړې شنیډ اوکونر د اسلام په مبارک دين مشرفه شوه او ویې ویل چې اوس یې د حق لاره ونیوله.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې د خپلې (نتهنګ کمپیئرز ټو یو) له امله مشهوره شوې سندر غاړې په خپل ټویټ لیکلي چې نوم یې بدل کړی او اوس یې نوم (شهداء ډيوټ) ده.

په ټویټر کې نوموړې نوې مسلمانې شوې مېرمنې د مسلمانانو مننه اداء کړې او په خپله پاڼه یې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوه مسلمان سړي سره د شهادت کلمه تکراروي.

تازه مسلمانې شوې شینډ ډیوټ په خپل ټویټر لیکلي چې نوم یې بدل کړی او اوس یې نوم (شهداء ډيوټ) ده.

د جمعې په شپه ايرلینډي مسلمان ملا امام شېخ ډاکټر عمرالقادري یوه ویډیو خپره کړه چې په کې سندر غاړې شینډ د خپلې مسلمانۍ په تړاوو خبرې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دغه سندر غاړې په ټویټر خپل نوم بدلوي او د اسلام په تړاؤ خبرې کوي تېر کال یې هم په قانوني ډول خپل نوم بدل کړی و او په ټویټر کې یې خپل نوم مګډا ډیوټ لیکلی و.

په کال ۱۹۹۲ کال کې نوموړې مېرمن ځکه د زیاتو غبرګونونو سره مخ شوه چې د یوه امریکایي ټلویزیون سره په یوه ژوندۍ کې خپرونه کې یې د پاپ تصویر څېرې کړ.

د هنر په ډګر شنیډ اوکونر لومړۍ مېرمن نه ده او نه هم لومړی کس دی چې اسلام قبلوي بلکې تر دې وړاندې هم ځينو نورو سندرغاړو او اداکارانو اسلام حق دین بللی و او غاړه یې ورته ایښې وه، چې ځينې یې په لاندې ډول دي:

1) یوسف اسلام/ کیټ سټیونز


مشهور برطانوی سندر غاړي سټیونز په کال ۱۹۷۷ کې د ډسمبر په میاشت کې اسلام قبول کړ او په ۱۹۷۸ کال یې په ښکاره ډول خپل نوم بدل کړ او یوسف اسلام یې ځان ونوماوه.

په کال ۱۹۷۹ کال کې یې هر ډول موسیقي پرېښوده او ویل کیږي چې خپل ټول سامان الات یې خرڅ کړل.

تر ۲۰۰۶ پورې له موسیقۍ لرې و په همدغه کال کې دویم ځلې بېرته د موسیقۍ ډګر ته راغی او په پاپ موسیقۍ یې پيل وکړ، ۲۸ کاله وروسته یې لومړی البوم د (این در کپ) په نام بازار ته وړاندې کړ.

2) کرسټين بیکر


د جرمني ټلویزیوني خپرونو چلوونکو کرسټین بیکر هم یو له هغو مشهورو اسلام قبلوونکو کسانو څخه دی چې لومړی یې په هنر ډګر کې مخکښ و، په کال ۱۹۹۲ کال یې کې د عمران خان سره لیدنه وشوه او هغه ورته د اسلام دین باره کې معلومات ورکړل، په دغه جریان کې یې پاکستان ته هم سفر وکړ او د درې کاله فکر، غور او مطالعې وروسته یې په کال ۱۹۹۵ کې اسلام قبول کړ.

3) لورین بوت


لورین بوت یو برتانوي خپرونو چلوونکې، ژورنالیسته او د انساني حقونو فعاله وه، هغه د برتانیې د پخواني لومړي وزیر د مېرمنې شیرې بلیئر خور وه.

نوموړې په کال ۲۰۱۰ کې د یوه مسلمان سهیل احمد سره واده وکړ او اسلام مبارک دین یې ومانه، د ۲۰۱۰ کال د اکټوبر میاشت کې په یوه ټلویزیون کې د نړیوال امن او یووالې په یوه خپرونه کې راښکاره شوه او داسې ډول چې حجاب یې پر تن وه او د فلسطین ننګه یې وکړه.

4) ډيو شیپیل


د امریکا مشهور مزاحیه خپرونو چلوونکی، ممثل او پروډیوسر ډیو شیپیل په کال ۱۹۹۸ کال د اسلام دین په حق والي قانع شو او قبول یې کړ.

5) ای آر رحمان


ای آر رحمان یو د مشهورو او بریالیو موسقیارانو څخه وه، د هغه پیدایښت په یوه هندوه کورنۍ کې شوی و او بیا یې د اسلام مقدس دین ته غاړه کېښوده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی